Homeخبرونهد بشري حقونو د څار سازمان په ډنډپټان ولسوالي کې پر ملکیانو...

د بشري حقونو د څار سازمان په ډنډپټان ولسوالي کې پر ملکیانو د پاکستان بریدونه قصدي وبلل

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۹ مه) د بشري حقونو د څار سازمان اعلان وکړ چې د پاکستاني پوځیانو له‌خوا د پکتیا ولایت په ډنډپتان ولسوالي کې په قصدي ډول پر ملکي وګړو بریدونه شوي دي.

د دې سازمان په وینا، یاد بریدونه په ځايي وخت د جمعې په ورځ د سهار په اوو بجو شوي، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون څلور ملکي کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان زیاته کړې چې تصویرونه، ویدیوګانې او شواهد یې ترلاسه کړي دي چې ښيي ملکي وګړي په قصدي ډول په نخښه شوي دي.

د بشري حقونو دې سازمان دا حملې د نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه بللې او د پېښې د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان امنیتي ځواکونو تېره شپه د پاکستان د دې بریدونو په ځواب کې د خوست ولایت له څو ولسوالیو څخه د پاکستان پر پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان د بالیووډ د تاریخ تر ټولو په ګرانه تمایم شوي فلم کې راڅرګندېږي

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۹ مه) د بالیووډ مشهور ستوری شاه رخ خان په یوه نوي فلم، چې «کینګ» نومېږي، د هند د...