تاند (شنبه د کب – حوت ۹مه) د خوست ځايي مسوولان وايي چې په دې ولایت کې د پاکستان پوځي رژيم لخوا د ملکي وګړو په کورونو د بريدونو له امله ۲۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
باختر اژانس د یاد ولایت د وياند مستغفر ګربز له قوله ویلي چې، د دغه ولایت د ځاځي میدان او عليشېرو او تريزيو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان پوځي رژیم لهخوا د ملکي خلکو پر کورونو د ناتاره ډزو په پایله کې، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ګربز ویلي چې، په دې پېښه کې درې تنه مړه شوي او ۲۳ تنه نور ټپیان دي.
ټپیان د درملنې په موخه نږدې روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بلل شوی دی.
د یادو بریدونو له امله د ملکي وګړو ګڼ کورونه هم زیانمن شوي او خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان په ډنډپټان ولسوالي کې پر ملکیانو د پاکستان بریدونه قصدي وبلل
دغه راز بیا د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، تېره شپه لس بجې د پاکستاني پوځي رژیم د هاوان مرمیو د فرضي کرښې دې غاړې ته د برمل ولسوالۍ اړوند ډنګر لیګډ او بریم کلي د هاوانونو په مرمیو د ملکیانو کورونه په نښه کړل.
د سیمې اوسېدونکي وایي، د یادو بریدونو په ترڅ کې ۱۲ تنه نارینه، ۷ تنه مېرمنې او دوه تنه ماشومان وژل شوي او دری تنه نور ټپیان شوي دي.
باختر اژانس لیکلي چې، ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
جګړه لا هم روانه ده او تېره شپه او نن سهار پاکستاني پوځي رژیم په ننګرهار کې هم هوایي بریدونه کړي چې د زیانونو په اړه لا معلومات نه دي ورکړل شوي.