Homeخبرونهاسراييل پر تهران بریدونه پیل کړي دي

اسراييل پر تهران بریدونه پیل کړي دي

تاند (شنبه د کب – حوت ۹مه)  د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې  اسراييل پر تهران هوایي بریدونه پیل کړې دي.

د راپورونو له‌‌مخې د دغو بریدونو له امله د ایران په ځینو ښارونو کې بېړنۍ حالت اعلان شوی دی.

د اسراييل دفاع وزارت هم تایید کړې چې پر ایران یې برید کړی دی.

تر د دې دمه د دغو بریدونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا بریدونه داسې مهال کېږي چې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه خبرداري کې ویلي چې، په روانو خبرو اترو کې د ایران د حکومت له دریځ څخه خوښ نه دی او ټینګار یې وکړ، چې د یورانیمو د بډایه کولو هېڅ کچه ان که ۲۰ سلنه هم وي، باید د تهران له لوري ترسره نه‌شي.

همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ، چې واشنګټن د ایران حکومت د «ناوړه او ناعادلانه نیونو د دولتي ملاتړي» په توګه نومولی دی.

د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ د ټکساس ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې له ایران سره د خبرو بهیر ورته د قناعت وړ نه دی او ټینګار یې وکړ، چې تهران باید په ښکاره توګه اعلان وکړي چې د اټومي وسلې د تر لاسه کولو هڅه به نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...