تاند (شنبه د کب – حوت ۹مه) د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې، نن سهار افغان ځواکونو د پاکستان یوه جیټ الوتکه نسکوره کړې او پيلوټ یې ژوندی نیولی دی.
یاد وزارت ویلي چې، پيلوټ له دوی سره په خوندي ځای کې دی.
سرچینه زیاتوي چې، دغه پاکستانۍ جیټ نن سهار د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د فامیلیو په بازار کې ویشتل شوې او رانسکوره کړل شوې ده.
دا جیټ الوتکه داسې مهال را غورځول کیږي چې، د وروستیو معلوماتو له مخې پاکستان د دې ولایت په ددرې ځایونو هوایي یرغل وکړ.
تازه یې نن سهار د جلال اباد هوایي ډګر ته څېرمه برید وشو چې د زیان په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
پر پاکستانیو ځواکونو د افغان ځواکونو غچ اخیستونکي بریدونه له تېرې شپې راهیسې دوام لري او په لړ کې یې د پاکستان په لویو ښارونو کې نظامي مرکزونه په نخښه شوي دي.