تاند (شنبه، د کب/ حږت ۹ مه) په ننګرهار ولایت کې د پاکستان یوه جنګي الوتکه ویشتل شوې، او پېلوټ یې له نیول کېدو وروسته کابل ته وړل شوی دی.
د ننګرهار د امنیېه قومندانۍ ویاند، سید طیب حماد، ویلي چې افغان ځواکونو د پاکستان جنګي الوتکه نسکوره کړې ده. د هغه په وینا، پیلوټ ژوندی پاتې شوی او نیول شوی دی.
د ویاند په وینا، دا الوتکه لږ وروسته له هغې ویشتل شوې چې د ننګرهار په هوايي ډګر کې نوی فعال شوی هوايي دفاعي سیستم په کار واچول شو. هغه دا پېښه یو مهم دفاعي بری وباله.
په ننګرهار کې د پاکستان ویشتل شوې الوتکه pic.twitter.com/xj2gefigWQ
— taand.net (@TaandNet) February 28, 2026
پاکستاني چارواکو تراوسه د خپلې الوتکې د نسکورېدو په اړه څه نه دي ویلي.
خو د افغانستان دفاع وزارت د نسکورې شوې الوتکې تصویرونه خپاره کړي دي.
طالبان په ځلونو ویلي چې د دوی ځواکونه د پاکستان د هوايي بریدونو او پولې پورې غاړې عملیاتو ته په دفاعي بڼه ځواب ورکوي او ټینګار کوي چې وروستي پوځي اقدامات د افغانستان د حاکمیت د ساتنې لپاره دي.