Homeخبرونهاڅکزی پاکستان ته: افغانستان سره د جګړې شوق به ټوله سیمه برباده...

اڅکزی پاکستان ته: افغانستان سره د جګړې شوق به ټوله سیمه برباده کړي

 تاند (شنبه د کب – حوت ۹مه) ‏ ‏د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، په یوه ویډیویي پیغام کې د پاکستان پر لومړي وزیر شهباز شریف غږ کړی چې، د افغانستان په وړاندې دې د جګړې پر ځای د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي.

اڅکزي د‌ پاکستان لومړي وزیر ته په خطاب کې ویلي چې، له افغانستان سره د جګړې شوق به نه یواځې د دوی هېواد، بلکې ټوله سیمه برباده کړي.

هغه ټینګار وکړ چې پاکستان باید د خپلو شکایتونو او امنیتي اندېښنو په اړه له طالبانو سره په میز کېني او ټول لوري خبرو ته را وبولي.

نوموړي وړاندیز وکړ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي (امریکا، روسیه، چین، بریتانیا او فرانسه) دې د هغې هوکړې ضمانت وکړي چې په سیمه کې د روانو بدبختیو مخه نیسي.

هغه وویل چې موږ نه غواړو خپلې میندې، خویندې او ماشومان د “نورو په جګړه” کې قرباني کړو او نه باید زموږ راتلونکي نسلونه د ننني حکومت د غلطیو سزا ووویني.

هغه د پاکستان پر ټولو خلکو او بنسټونو غږ وکړ چې پر دولت او حکومت فشار راوړي ترڅو دا روانه جګړه ودرول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

نامتو هندي هنرمن امیتاب بچن د خپل زوی مینه او اخلاص ستایلي

تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۴ مه) نامتو هندي فلمي ستوري امیتاب بچن خپل زوی ابیشیک بچن د خپل ژوند په سختو شېبو کې...