Homeخبرونهد امریکا سفارت، دوحه کې خپلو کارکونکو ته خوندي ځای کې د...

د امریکا سفارت، دوحه کې خپلو کارکونکو ته خوندي ځای کې د پاتې کیدو امر کړی

 تاند (شنبه د کب – حوت ۹مه) پر ایران د اسراییلو له برید وروسته، په قطر کې د امریکا سفارت خپلو ټولو کارکوونکو او وګړو ته په امن ځای کې د پناه اخيستلو امر کړی دی.

دغه سفارت په قطر کې له ټولو امريکايي وګړو غوښتي چې، تر بل اعلان پورې په خوندي ځای کې پاتې شي، له غونډو ډډه وکړي او سيمه‌ييز خبرونه تعقيب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې، د اسراییل د دفاع وزیر په وینا، اسراییل په ایران توغنديز بریدونه پیل کړي دي.

راپورونه وایي چې په تهران کې څو چاودنې شوې او لوګي پورته کېږي.

د اسرایل پوځ په ایران کې د هوایي برید خبرداری ورکړی او د ټولو خلکو نه غوښتنه شوې چې د خوندي سیمو سره نږدې پاتې شي.

پوځ یې ویلي چې د دې اقداماتو موخه د خلکو چمتووالی دی، ځکه امکان لري چې توغندي پر اسراییل هم وویشتل شي.

همدارنګه، اسراییلي چارواکو اعلان کړی چې ټولې عامې چارې به یوازې په ضروري برخو محدودې شي، ښوونځي به وتړل شي، ټولې غونډې منع شوې او کارځایونه به یوازې د حیاتي خدماتو لپاره خلاص وي.

بل لورته بیا له ایرانه خبرونه دا دي چې، ویل کېږي د دغه هېواد مذهبي مشر خوندي ځای ته لېږدول شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د غزني ګیرو ولسوالي | اسدالله بلهارجلالزی

د سپینې خولې مزه دې ډېره چې پرې یې نه ږدې، د ګېرو په ډېرانونه ګیرو د غزني له اتلسګونو ولسوالیو څخه ده چې د غزني...