تاند (شنبه د کب – حوت ۹مه) د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، پاکستاني پوځي رژیم تېره شپه پر کونړ هم بریدونه کړي، چې له امله یې ۱۱ ملکیان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
فطرت نن شنبه پر خپله ایکسپاڼه دغه خبر لیکلی دی.
فطرت زیاته کړې چې، دغه بریدونه تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې د توپونو او هاوانونو په وسیله د پاکستاني پوځي رژیم له خوا د کونړ د مرکز اسعداباد پر ډنډونو سیمې او ناړۍ ولسوالۍ شوي.
د پېښې قربانیان ښځي او ماشومان دي.
دغه راز د کندهار تخته پل ولسوالۍ کې د کډوالو په یوه پنډغالي کې د پاکستان پوځي رژیم د جېټ الوتکې په برید کې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دغه هوايي برید کې ۳ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
برید کې هغو کاریګرو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په پنډغالي کې یې په یوه ودانۍ کې کار کاوه.