شاه محمود میاخېل
زما په اند افغانستان باید د ایران او امریکې په جګړه کې ځان دخیل نه کړي او خپله توجه د پاکستان تهاجم په وړاندې د دفاع لپاره وکړي.
البته همزمان باید په افغانستان کې د ولسي او نړیوال مشروعیت رامنځته کیدلو لپاره زمینه مساعده شي.
تیره ورځ ما د سر چوک د انډیوالې په هکله یوه لیکنه کړې وه چې د پاکستان سره د امریکې روابط، ستراتیژیک نه دي او د ډیرو کلونو راپدیخوا یې تاکتیکي او Transactional بڼه درلوده. د هند صدراعظم تګ اسرایلو ته یې یوه نښه ده.
د دنیا سیاست مغلق و او نور هم مغلق شوېدی. هر هیواد د خپلو ګټو لپاره د سر چوک انډیوالي کوي. دا انډیوالې د دین، مذهب، قوم او سمت، اصولو او نړیوالو منل شوو قوانینو په اساس نه ده بلکې د هیوادونو د لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال ګټو په اساس نیول کیږي.
افغانستان او افغانان باید د خپلو ګټو په فکر کې اوسي. د افغانستان ګټه په دې کې ده چې سره متحد او د پاکستان په ضد ودریږي.
دواړو اسرائیلو پرېکړه وکړه چې په ګډه اویوه وخت کې پر دو اسلامي هېوادونو برید وکړي .
غربي یا د عربانو اسرائیلو د ایران پر اسلامي جمهوري برید شروع کړ ، چې د منځني ختیز ټوله سیمه یې نا امنه او نړیوال نظم یې تر تاثیر لاندې راوستلی دی.
ختیز اسرائیل چې په منافقستان ، چټلستان ، پنجابستان هم مشهور دی ، یو ځل بیا د افغانستان په پاکې او مقدسې خاورې بریدونه کړي. ان شاءالله داځل به افغانان پر خپل ازلي او ګاونډي دښمن بریالي کیږي اوخوله به یې په خاوره ومښودل شي .
نړیوال خصوصاً سیمه ایز نننی ژئوپولیټیکی مسائل ډیر پیچلی دی.
تیره ورځ می په اینسټاګرام کی یوه ویډیو تر سترګو شوه. ګاؤ پرست مودی ( د هند صدراعظم ) د یهودو په پارلمان کی وینا کوله، د وینا له پیل مخکی یو څو پارلمانی نمایندګان د اعتراض پتوګه له پارلمان څخه ووتل.
د مودی د ….. خوړلو وروسته نوبت د نړی تر ټولو ستمګر او یاغی کس ( د یهودو صدراعظم) د….. خوړلو ته ورسید.
نوموړی وویل چی ” ملا هیبتولا د اسرائیلیانو صمیمی دوست دی “.
داسی ښکاری چی د نړیوال کفر او امپریالیزم په جبهه کی یو ژور درز را منځته شویدی.
( انګریز او پاکستان په یوه سنګر او امریکا او طالب او اسرائیل په مقابل سنګر کی موضِع نیولې ده).
دا چی پر ایران باندی د امریکې- اسرائیل د تجاوز پایلی به څه وی، سمه څرګنده نه ده خو دا موضوع د درک وړ ده چی د جګړی دوام او پراختیا به سیمه د سختو ستونزو سره مخامخ کړی او که ایران وغواړی یا وتوانیږی د خلیج د هیوادونو د تیلو د تولید مرکزونه په نښه او نابود کړی نو اروپا به هم د سخت اقتصادی بحران سره مخامخ شی.
د
میاخیل صاحب
تیار ژوندی د« سر چوک اوازه ګر»دومره ځان حق په جانب نیسی
زه نه پو هېږم چې فاطمی لندن میشتی شنونکی دکومو مسلمانانو او څه ډول اټکلی ظرفیت څخه خبرې کوی دغه شننونکی هر چېنل کې ناست وی ددست بالا او دست پایین برنده اونا برنده او ۲۴ ساعتو کې معلومیږی نجوم ډوله وړاندیز کوی .
حال داچې دامریکې اوایران نظامی او دفاعی ، بشری او اقتصادی او تکنالوژی ملکونه ډیرزیات توپیر سره لری خو داخوښیدل او ناخوښېدل بیا جلا بحث دی. شرع حاضر ته ګوری .
یوملک له بله ځایه راځی او تسلیحاتی سنګر نه نیسی، اډې او پوستې لری او یوبل په انحصار او ټیلو مخ ته ځی …… منفی بافی هم حد لری دا دحقوقو اوانسانی علومو متخصص یوتیوبر دی ؟