Homeخبرونهپر ایران د امریکا - اسراییل بریدونه: د خامنه‌يي استوګنځی او یو...

پر ایران د امریکا – اسراییل بریدونه: د خامنه‌يي استوګنځی او یو ښوونځی ویشتل شوي

تاند (شنبه/ د کب/ حوت ۹ مه) پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه دوام لري

له هوايي برید وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر د استوګنځي لومړنی تصویر خپور شو.

نیویورک تایمز ورځپاڼې په ایکسپاڼه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر علي خامنه‌يي د رسمي استوګنځي عکس، چې له سپوږمګۍ څخه اخیستل شوی، خپور کړی. د خامنه‌يي استوګنځی د تهران پاستور میدان ته نژدې موقعیت لري. په همدې سیمه کې د ایران د ولسمشر دفتر هم موقعیت لري. دا تصویر د اسراییل او آمریکا له بریدونو وروسته اخیستل شوی دی.

په عکس کې ښکاري چې څو ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړې شوې او له خاورو سره خاورې شوې دي.

تر دې وړاندې راپورونه ورکړل شوي وو چې د شنبې په ورځ د امریکا او اسراییل د بریدونو د لومړۍ څپې هدف د ایران د حکومت یو شمېر لوړپوړي چارواکي وو، چې پکې خامنه‌يي او مسعود پزشکیان هم شامل وو.

خو دولتي رسنیو ویلي چې په دغو بریدونو کې دواړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د میناب ولسوال: «۴۰ زده‌کوونکي» وژل شوې

د ایران په جنوب کې د هُرمُزګان ولایت د میناب ولسوال ویلي چې د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې د دغه ښار د یوه ښوونځي «۴۰ زده‌کوونکې» وژل شوي دي.

دا د ایران په خاوره کې د امریکا او اسرائیل د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ملکي وګړو د وژل کېدو لومړنی راپور بلل کېږي.

هغه زیاته کړې چې په همدې برید کې ۴۸ نور کسان ټپیان شوي دي.

تر دې وړاندې د هرمزگان د والي سیاسي، امنیتي او ټولنیز مرستیال ویلي و چې د نجونو یو ښوونځی په مستقیم ډول په نخښه شوی دی.

1 COMMENT

  1. امکان‌ دارد که در جريان این جنگ‌ ، بعضی از مقامات امنیتی ایران، برای حفط جان‌ ، به افغانستان پناه بیاورند، اما پیش از آنکه به افغانستان پناه بیاورند ، منحیث تحفه،یا خود و یا هم به استخبارات طالبان اجازه بدهند تا شرایط را برای مخالفان خود که در مشهد و دیگر نقاط ایران هستند به شکل مرگبار تنگ‌ کنند.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د اشا بوسلي هنري او شخصي ژوند ته کتنه

اشا بوسلي (Asha Bhosle) د هندي موسیقۍ له هغو افسانوي څېرو څخه ده چې څو لسیزې یې د بالیووډ او هندي موسیقۍ نړۍ ته...