ليکنه: علي خان
د افغانستان لخوا پر پاکستان هغه وخت ځوابي بريدونه وشول کله چي د پاکستان جنګي الوتکو په ننګرهار، خوست او پکتيکا ولايتونو باندې بریدونه وکړل، د يوې کورنۍ ټول غړي ( سړي، ښځې او ماشومان ) يې له يو ماشوم نه پرته شهيدان کړل ، افغان لوری دا ډول برید د خپلي خاورې ساتلو چې د ملګرو ملتونو منشور د《ارضي تماميت》د څلورم بند او دوهمې مادې پر بنسټ، او د خپل رعيت نه د دفاع په پار تر سره کړ، دا يې د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کي خپل مسلم حق وګاڼه!. بريد ګر پاکستان او نړیوالو ته یې دا په ډاګه کړه چې د خپلي خاورې او خلکو له حقه حقوقو نه دفاع یې دیني او ملي مسؤليت دي.
غبرګونه:
امريکا متحده ایالاتو د تېرې جمعې ورځې دريځ دا و چې دوئ د پاکستان ملاتړ کوي وروسته له هغه چې په ګاونډي افغانستان یې بمبارې وکړه.
ویې ویل: “موږ حالات له نږدې څارو ، د طالبانو له خوا د بریدونو په وړاندې د پاکستان د دفاع حق ملاتړ کوو،” د سیاسي چارو لپاره د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې الیسن هوکر له خپل پاکستاني سیال سره د خبرو اترو وروسته په X کې ولیکل.
هغې د بهرنیو چارو له مرستیالې (سکترتري) وزیرې آمنه بلوچ، د پاکستان لوړ پوړې ډیپلوماتې ته، د امريکا “پاکستان ته د افغانستان سره په وروستۍ شخړه کې د وژل شویو کسانو لپاره خواخوږي څرګنده کړه..”
هوکر په خپلو خبرو کي د جګړې پای ته رسول نه دي غوښتي، خو له دې نه وړاندي بیا د بریتانیا حکومت د “تاوتریخوالي کمولو” غوښتنه کړې وه، همدارنګ چین هم د جنګ د تم کولو لپاره د دواړو خواوو نه د اوربند غوښتنه کړې ده، په ورته وخت کي د ایران د بهرنيو چارو وزير سید عراقچي د ایران لخوا د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی، ویلي دي چې د رمضان په مبارکه مياشت کي د دوو مسلمانو هیوادونو تر منځ جنګ بايد ودرول شي، او د کشالې هوارولو لپاره د خبرو اترو لاره غوره کړي.
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغان دښمنه پاليسي ته په کتو سره ویلای شو چې کله د باګرام په اړه د هغه بې هوده غوښتنه ونه منل شوه، کله چې افغان حکومت او خلکو د هغه کبر مات کړ، دا یې د ځان لپاره لوی توهین او پېغور وګاڼه چې څنګه یو کمزوی لوېدلی حکومت او رعیت یې د نن وخت فرعون ته د نا!!! ځواب ورکوي حال دا چې د نړۍ ستر واکمنان د هغه هر کمعقل توب ته سرټيټي او منقاد دي.
له پاکستان سره یې اړیکې ټینګې کړې، دوه وروڼه ( هسي په نوم شريفان خو په حقیقت کي لوټماران ) او د هغوئ فوځي ځواکمن ډلمشر عاصم منیر یې سپینې مانۍ ته ور وبلل، پر سرونو يې د ترحم لاس ور تېر کړ، ژمنه یې ورکړه چې ګوډي بې ښه ور ډک کړي، دنده ورکړل شوه چې طالبان په سپینه ماڼۍ کي د ناست فرعون غوښتنو ته مهار کړي، دایې هم ورته وويل چې تاسو زما د خوښي کسان یاست ، په تاسو باور لرم چې تاسو هغه وړتياوې لرئ د کومو چې زه درنه هیله لرم ، مطبوعاتو ته یې هم وويل چې: پاکستان د افغانستان د تېری په وړاندي د د فاع حق لري، هماغه خبره چې بار بار یې د نتن یاهو سره په ناستو کي اسراييلو ته په غزه کي د لا زیاتو وژنو لپاره د کوشر (حلال) سرټفیکيټ ورکوي، پاکستانیانو ته هم وایې: تاسو ښه جنرال او ښه وزیر اعظم لرئ، تاسو ته په زړه پورې کار کوي، رښتيا ښه کار؟! پاکستانيانو ته؟، که امريکا ته؟! حال دا چې د پاکستان اکثريت نفوس له دوئ دواړو پمنو غاصبيونو نه کرکه لرې، دا احسان یې هم وریاد کړ چې له هند سره د جنګ په درولو کي د ده لاس و، معني دا چې هغه زه وم کوم چې تاسو مي د هندوستان له “ضرب غضب” نه وژغورلاست.
ملګري ملتونه:
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه ژوره اندیښنه لري، او د جګړې د سمدستي بندیدو غوښتنه یې کړې ده، د ملګرو ملتونو سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د جمعې په ورځ په ورځني مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: “د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي او د د ملکي وګړو په اغیزمنتیا ژوره اندیښنه لري، هغه د جګړې د سمدستي بندیدو غوښتنه وکړه، او له دواړو خواوو څخه یې و غوښتل چې خپل اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.”
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان بن عبدالله د پاکستان د بهرنيو چارو له وزیر اسحق ډار سره خبرې کړې وې او هممهاله یې د افغانستان د بهرنیو چارو له د وزیر امیر خان متقي سره د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
شهزاده فیصل د جمعې ورځې د تلیفوني اړیکو په جریان کې، له دواړو خواوو د وروستیو سیمه ایزو پرمختګونو او د امنیت او ثبات د ترلاسه کولو لپاره د تاوتریخوالي کمولو لپاره د هڅو په اړه بحث وکړ.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان بيا د جمعې په ورځ د پاکستان، افغانستان، قطر او سعودي عربستان له سیالانو سره د ټیلیفوني خبرو اترو په ترڅ کې د دواړو خواوو ترمنځ د زیاتېدونکو جګړو او نښتو په اړه خبرې وکړې او هغوئ یې وهڅول چې د جنګ لاره غوره نه کړي، تفاهم ته اوليت ورکړ شی، دا غوښتنې د اسلام آباد او کابل ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د انقرې هغه وروستۍ هڅې په ګوته کوي، چې د تیر اکتوبر په منځګړیتوب سره يې اوربند رامنځته کړی و.
د سیمي هیوادونو دا ډول ډیپلوماټیک تعامل د پنجشنبې په ورځ د افغانستان له خوا د پاکستان پر سرحدي پوستو له بریدونو وروسته پیل کړ هغه وخت چې کله پاکستان د یکشنبې په ورځ د افغانستان دننه هوایي بریدونه توکړل، اسلام آباد ادعا وکړه چې په دې بریدونو کي یې ۷۰ کسه وسله وال وژلي دي ، په داسې حال کې چې افغان چارواکو او ملګرو ملتونو د ملکي وګړو د وژلو راپور ورکړ.