Homeخبرونهد افغانستان - پاکستان جګړه؛ د خیبرپښتونخوا په ښارونو کې لومړی درجه...

د افغانستان – پاکستان جګړه؛ د خیبرپښتونخوا په ښارونو کې لومړی درجه احضارات اعلان شوي

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۹ مه) د افغانستان او پاکستان د جګړې په اوج کې پاکستان د خیبرپښتونخوا په یو شمېر ښارونو کې امنیتي تدابیر سخت کړي، د ډرون الوتنې یې منع کړي او لومړی درجه احضارات یې اعلان کړي دي.

د پاکستان–افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي له امله د خیبرپښتونخوا په کرک، بنو، ډیره اسماعیل خان، وزیرستانونو او ان د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې پولیس په لومړی درجه احضاراتوکې دي.

پاکستاني رسنیو نن وویل، د روان امنیتي وضعیت او د پاکستان–افغانستان پر پوله د تاوتریخوالي له کبله، د کرک ولسوالۍ پولیسو ته د لومړی درجه احضاراتو او تیارسي امر ورکړل شوی دی.

د پولیسو یوه چارواکي وویل، د ولسوالۍ د پولیسو نوی ټاکل مشر (ډي‌پي‌او) عمران خان خپلو اړوندو افسرانو او سرتېرو ته ځانګړی امنیتي امر صادر کړی او هغوی ته یې لارښوونه کړې چې د هر ډول ناوړه پېښې د مخنیوي لپاره امنیتي ترتیبات لا اغېزمن کړي.

هغه زیاته کړه چې پولیسو ته امر شوی چې هر وخت بشپړ چمتووالی او هوښیاري ولري، ځکه مخالفان، چې دوی بدنیتي کسان بللي، ښايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ له روان تاوتریخوالي ناوړه ګټه واخلي.

همداراز د خیبرپښتونخوا په بنو او ډیره اسماعیل خان کې سخت امنیتي تدابیر غوره شوي دي.

پاکستاني رسنیو نن وویل چې په ډیره اسماعیل خان کې د ماښام له ۶ بجو وروسته پر ګرځېدو بندیز لګول شوی. همداراز په بنو کې اضطراري حالت اعلان شوی دی.

له بلې خوا د پاکستان دولتي راډیو نن اعلان وکړ چې د دغه هیواد د پنجاب پولیسو په ټول ایالت کې د ناقانونه افغان وګړو پر ضد روان عملیات نور هم سخت کړي دي.

د پنجاب پولیسو د ویاند په وینا، تر دې دمه له پنجاب څخه له ۳۲ زره څخه زیات افغان وګړي بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه کړل شوي، او شاوخوا ۹۰ کسان دا مهال په بېلابېلو لنډمهاله ساتنځایونو کې موجود دي او د ایستلو په تمه دي.

په همدې تړاو، د پنحاب پولیسو یوه چارواکي عبدالکریم په ټول ایالت کې د لوړې کچې امنیتي چمتووالی اعلان کړی، څو ډاډ ترلاسه شي چې ټول ناقانونه افغان وګړي له پنجاب څخه بېرته ایستل کېږي.

د خیبرپښتونخوا د مومند ولسوالۍ ادارې په حلیمزۍ او صافي تحصیلونو کې مېشتو افغان اتباعو ته خبر ورکړی چې باید له دې ځایونو سمدستي ووځي او په پېښور کې ټاکل شوو کمپونو ته ولېږدول شي.

دا امر د برمومند د مرستیال کمشنر په لارښوونه صادر شوی او چارواکو دا «وروستی او لازمي» بللی، چې پکې د تمدید یا ځنډ هیڅ امکان نشته.

په همدې حال کې د پېښور په لیډي ریډینګ روغتون کې بیړنی حالت اعلان شوی.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، روغتون نن په یوه خبرتیا کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې جګړې ته په کتو په دې روغتون کې بیړنی وضعیت اعلان شوی دی.

د شمالي وزیرستان په روغتونونو کې هم اضطراري حالت اعلان شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ابن بطوطه پر پلونو | نورمحمد سعید

ډېر یې مراکش ولي، خو مراکش یې یوازې یو ښار دی او د ټول مملکت رسمي نوم المغرب دی. مراکش خو یې کلېشه‌يي نوم...