تاند (شنبه، د کب/ حوت ۹ مه) د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د پاکستان د یرغلونو په وړاندې په ځوابي بریدونو کې یې ۱۱۰ پاکستاني سرتېري وژلي او ۶۸ نور ټپیان کړي دي.
دې وزارت ویلي چې دې «غچ اخیستونکو عملیاتو» په تېرو دوو ورځو کې دوام درلود. همداراز ادعا شوې چې ۲۷ پاکستاني پوځي پوستې هم نیول شوې دي.
د یو شمېر نیول شویو پوستو ویدیويي تصویرونه په خواله رسنیو کې خپاره شوي هم دي.
دفاع وزارت زیاته کړې چې د افغانستان د بېپیلوټه الوتکو په وسیله د پاکستان دننه مهم پوځي مرکزونه او تأسیسات په نښه شوي او په دغو بریدونو کې لسګونه نور پاکستاني سرتېري وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د هغو وژل شویو پاکستاني پوځیانو شمېر څرګند نه دی چې د افغانستان د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي دي.
له بلې خوا، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر تارړ ویلي چې د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې ۳۳۱ طالب جنګیالي وژل شوي او تر ۵۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو نن د هغه له قوله همداراز لیکلي او ویلي چې د پاکستان وسلهوالو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د طالبانو ۱۰۴ پوستې ویجاړې کړې او ۲۲ نورې یې نیولې دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د دیورند کرښې په اوږدو کې نښتې لا هم دوام لري.
نن د افغانستان دفاع وزارت د یوې پاکستانۍ الوتکې د نسکورولو خبر هم ورکړ. پاکستان دا خبر رد کړ.