Homeخبرونهافغانستان کې د «راه فردا» تلوېزیون نشرات منع شول

افغانستان کې د «راه فردا» تلوېزیون نشرات منع شول

 تاند (شنبه د کب – حوت ۹مه) د طالبانو حکومت د محمد محقق اړوند رسنۍ «راه فردا» خپرونې بندې کړې.

 سرچینې ویلي چې، طالبانو د یاد ټلوېزیون د خپرونو د بندولو تصمیم ځکه نیولی چې محمد محقق د پاکستاني پوځي رژیم لخوا پر ملکي افغانانو بمبار جایز بللی دی.

محقق د پاکستان پر وړاندې د طالبانو غچ‌اخیستونکي عملیات غندلي و.

د سرچینې په وینا: «محمد محقق د نورو په لمسون د افغانستان ملي يووالی ګواښه؛ نو ځکه اړينه وه چې هغه ته د منسوبې رسنۍ خپرونې بندې شي.»

د یادې رسنۍ مسوولانو او محمد محقق تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سارا علي خان: کله مې چې د اداکارۍ پرېکړه وکړه، وزن مې ۱۰۰ کیلوګرامه و

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۹ مه) د بالیووډ اداکارې سارا علي خان ویلي، کله چې دې په فلمونو کې د کار کولو پرېکړه...