Homeخبرونهد کرکټ نړیوال جام: پاکستانۍ ملي لوبډله د نیمه پایلوبې په ارمان...

د کرکټ نړیوال جام: پاکستانۍ ملي لوبډله د نیمه پایلوبې په ارمان پاتې شوه

 تاند (شنبه د کب – حوت ۹مه) د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د سرېلانکا پر وړاندې د نن شپې په لوبه کې د بریا سره سره هم د نیمه پایلوبې په ارمان پاتې شوه.

دغه لوبه کې پاکستان لومړۍ توپ وهنه وکړه او نیمه پایلوبې ته د وتلو په هیله یې سرېلانکا لوبډلې ته د ۸ لوبغاړو په زیان د ۲۱۲ منډو هدف ورکړ.

خو سرېلانکا لوبډلې پاکستانۍ لوبډله ناهیلې او د نیمه پایلوبې په ارمان پاتې کړه.

سرېلانکا په دې لوبه کې د ۶ لوبغاړو په زیان ۲۰۷ منډې وکړې او پاکستانۍ لوبډلې ته یې د ۵ منډو په توپير لوبه وبایلله.

که څه هم دغه لوبه پاکستان وګټله خو د مخکې تګ لپاره یې هېڅ ګټه ورته ونه کړه.

د مالوماتو له مخې پاکستان باید دغه لوبه له سرېلانکا د شاوخوا ۷۰ منډو په توپير ګټلې وای او که هدف ورکړل شوی وای نو باید هدف یې په ۱۳ اورونو کې پوره کړی وای.

خو په دې لوبه کې پاکستان د ستر هدف په ورکولو سره سره هم لوبه د ۵ منډو په توپير وګټله او له نړیوال جام بهر شوه.

له دې ګروپ څخه انګلنډ او نیوزیلنډ نیمه پای لوبې ته ووتلې.

دغه راز سبا یکشنبه خورا مهمه لوبه د هند او ویسټ انډيز ترمنځ ده چې، ګټونکې لوبډله به نیمه پایلوبې ته لار مومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې» علمي- څېړنيز سیمینار

 محمد آصف احمدزی ادبي راپورتاژ ماشومان که د مشرق که د مغرب دي د ژړا او د خندا انداز یې يو دی د افغانستان د علومو اکاډمي هر...