تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۱۰ مه) پیشوګانې له پخوا زمانو راهیسې د انسانانو لپاره له رازه ډک مخلوق بلل کېږي؛ کله غلې وي او کله بیا ډېر احساسات څرګندوي. د هغوی د چلند درک کول اسانه نه دي. اوس تازه د ترکیې د انقرې پوهنتون یوې نوې څېړنې د پیشوګانو د چلند یو په زړه پورې اړخ را برسېره کړی، چې د کورنیو حیواناتو مینهوال یې حېران کړي دي.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، پیشوګانې د ښځو پرتله له سړیو سره د غږ له لارې ډېره اړیکه نیسي؛ یعنې نارینهوو ته ډېر «میو، میو» کوي.
څېړونکو د ۳۱ کورنیو پیشوګانو او د هغوی د مالکانو چلند په دقت څېړلی دی. کله چې پیشوګانې له خپل څښتن سره مخامخ شوې، د لومړیو ۱۰۰ ثانیو چلند یې ثبت شو، چې پایلې یې حیرانوونکې وې.
د څېړنې له مخې، پیشوګانو له نارینهوو سره د لیدنې پر مهال په اوسط ډول ۴٫۳ ځله غږ ایستلی، خو له ښځو سره دا شمېر یوازې ۱٫۸ ځله و. دا توپیر تصادفي نه و، بلکې په پرلهپسې مشاهداتو کې ثابت شو.
پوښتنه دا ده چې ولې دا توپیر شته؟
د څېړونکو په باور، یوه ممکنه وجه دا ده چې نارینه عموماً د پیشوګانو غیرلفظي اشارو ته لږه پاملرنه کوي. له همدې امله پیشوګانې د خپلې غوښتنې د رسولو یا د پاملرنې د جلبولو لپاره غږ ته ډېره مخه کوي.
برعکس، ښځې نه یوازې پیشوګانو ته ډېره پاملرنه کوي، بلکې د هغوی احساسات او مزاج هم ښه درک کوي. همدا علت دی چې پیشوګانې د ښځو پر وړاندې د ډېر غږ کولو اړتیا نه احساسوي.
په دې څېړنه کې د پیشوګانو د چلند د ارزونې لپاره ۲۲ بېلابېل ډولونه وڅېړل شول. کارپوهانو وویل چې د پیشوګانو د هرکلي چلند یوازې په غږ پورې محدود نه دی، بلکې پکې بدني حرکات، نژدېوالی او کله ناکله د بېقرارۍ نښې هم شاملې وي.
د څېړونکو په وینا، دا چلند د پیشوګانو بېلابېل احساساتي حالتونه منعکسوي او د مخامخ انسان له شخصیت څخه اغېزمن کېږي. په ځانګړي ډول د څښتن جنسیت، یعنې دا چې سړی دی که ښځه، په دې چلند کې مهم رول لري.
کارپوهان ټینګار کوي چې که مالکان د پیشوګانو اشارې، غږونه او چلند ښه درک کړي، نه یوازې به د پیشو اړتیاوې پوره شي، بلکې د انسان او کورني حیوان ترمنځ اړیکه به هم لا پیاوړې شي.
دا څېړنه ښيي چې پیشوګانې ډېرې ځیرکې او حساسې دي، چې د انسان د چلند له مخې ځان عیاروي. د هغوی «میو» یوازې یو غږ نه، بلکې یو پیغام دی؛ اړتیا یوازې دا ده چې موږ یې د پوهېدو هڅه وکړو.