Homeخبرونهپاکستاني دیني عالم له افغانستان سره د هند او اسراییل د مرستو...

پاکستاني دیني عالم له افغانستان سره د هند او اسراییل د مرستو په اړه د جعلي ویډیو پر خپرولو پښېماني وښوده

تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۱۰ مه) د پاکستان دیني عالم مفتي محمد تقي عثماني د جمعې په ورځ ومنله چې د هغې ویډیو په خپرولو کې تېروتلی و چې پکې ادعا شوې وه اسراییل او هند له افغانستان سره د مرستو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، هغه وویل چې وروسته دا ویډیو جعلي ثابته شوه.

عثماني په خپله رسمي اېکسپاڼه (X) کې په یوه پیغام کې وویل چې د خپلې اوونیزې وینا پر مهال یې یادې ویډیو ته اشاره کړې وه، خو وروسته څرګنده شوه چې دا ویډیو جعلي ده.

وروسته له دې چې د ایکسپاڼې ګڼو کاروونکو پر عثماني د جعلي ویډیو د خپرولو لپاره نیوکې وکړې هغه د دې ویډیو د یادولو له امله خواشیني وښوده او له خلکو یې بخښنه وغوښته. نوموړي زیاته کړه چې د خپلې وینا بشپړ متن به له ناندریزې برخې پرته او له اړینو سپیناویو سره خپور شي.

دا څرګندونې په داسې مهال شوې چې د سیمې د جیوپولیټیکي بدلونونو له امله حساسیت زیات شوی او په ټولنیزو رسنیو کې نا تایید شوي مطالب په چټکۍ سره خپرېږي. تر اوسه د هند، اسراییلو او افغانستان د چارواکو له لوري د هغې ادعا په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی خپور شوی چې په یادې ویډیو کې مطرح شوې وه.

په وروستیو ورځو کې د پاکستان استخباراتي ادارو ګڼې جعلي ویډیوګانې خپرې کړي چې په ځینو کې د اسراییل او طالبانو د همکارۍ ادعا کېږي او په خینو کې د پاکستان د پوځیانو له لوري د افغانستان د پوستو د نیولو ادعا کېږي.

د افغانستان له لوري هم ځینو کسانو جعلي ویډیوګانې جوړې کړي چې یوه یې وړمه ورځ (د جمعې ورځ) د پاکستان د یوې الوتکې د ویشتلو په اړه وه. خو له دې سره سره د افغانستان له لوري د جعلي ویډیوګانو شمېر د پاکستاني هغو له شمېر سره د پرتلې نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مړه خوا بختانی| لعل‌پاچا ازمون

پسرلي تازه کډه باروله، ګرمۍ ورو ورو خوله په نازکو صورتونو کېښوده او خپله تنده یې پرې ماتوله.  دا  د کال ۱۳۸۷ خبره کوم، ګرمۍ وزرې...