Home+د افغانستان او ترکیې د دوستۍ تاریخي تړون

د افغانستان او ترکیې د دوستۍ تاریخي تړون

تاند- له نن څخه 105 کاله پخوا د ۱۹۲۱ م کال د مارچ په لومړۍ نېټه ترکیې د افغانستان له مترقي پاچا اعلحضرت امان الله خان سره د افغانستان – ترکیې د دوستۍ تړن لاسلیک کړ.

له دې کابو درې میاشتې وروسته، یعني د جون په لسمه نېټه د افغانستان سفارت په ترکیې کې پرانستل شو او د ترکیې موسس کمال اتاترک په خپلو لاسونو د افغانستان بیرغ د سفارت پرسر پورته کړ.

 افغانستان لومړنی هیواد و چې د ترکیې نوی تاسیس شوی جمهوریت یې په رسمیت وپېژاند او امان الله خان لومړنی بهرنی پاچا و چې د ۱۹۲۸ میلادي کال په مې میاشت کې یې ترکیې ته سفر وکړ.

ترکیې له اعلحضرت امان الله خان سره د ترکیې په دې سفر کې د تخنیکي همکاریو لومړنی موافقه لاسلیک کړه.

له افغانستان سره د ترکیې نژدې همکارۍ د دوهمې نړیوالې جګړې تر پیلېدو پورې روانې وې. د افغانستان او ایران ترمنځ د منځنۍ برخې پوله د ترکیې د را استول شوي پلاوي له خوا له ۱۹۳۴ تر ۱۹۴۵ میلادي کلونو ترمنځ تنظیم شوه. کله چې اتاترک په ۱۹۳۸ مېلادی کال مړ شو، نو افغانستان یوازینی هیواد و چې د بیرغ په نیم ځوړند کولو سره یې د یوې اوونۍ لپاره په هیواد کې په رسمي ډول ویر اعلان کړ.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    تاندوال صاحبانو! ښې چارې
    د هغه یو ورور خبره ، دپیښو د دقیقو نیټواو تاریخونو په لیکلو کې احتیاط کوئ:
    بیلګه: دهمدې لیکنې پیل کې،له ڼن نه ۱۰۳ کاله پخوا د ۱۰۲۱؟م کال …
    صحيح ې: ۱۹۲۱م کال!
    بله څرګندوءنه مې: د ورور هیواد ترکيې اوسنی سیاست او دوستي لا هم د م.م.م. د ځانګړو استازو په تعينولو دوام لري ؛ صرف تنکی زلمیان مو دې نه ځوروي او له تیرو مفسدینو، غاصبینو زکات واخلي!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...