Home+پښتونستان ته کتنه | عبدالروف بېنوا

پښتونستان ته کتنه | عبدالروف بېنوا

ژباړن: جرار تره‌کی

د پښتونستان خاوره د هندوکش د غرونو په لړۍ کې د افغانستان، ایران، عرب او سیند بحیرې تر منځ داسې واقع ده چې شرق ته یې کشمیر او پنجاب، شمال ته یې د هندوکش غرونه، غرب ته یې افغانستان، ایران او جنوب ته یې عرب بحیره موقعیت لري. چې نفوس یې اوه میلونه دی.

مشهورې سیمې یې:  چترال، سوات، باجوړ، دیره، مومند، …، پېښور، مردان، کوهاټ، تیرا، کورمه، خیبر، وزیرستان، میرانشاه، بنو، دیره اسماعیل خان،  دیره غازي خان، بلوچستان، فلات، خاران، مکران، لس بېلا، هرنايي، سبی ، چمن، ږوب، کوټه، پښین او داسې نور…

مشهور قبائل یې: اپریدي، شینواري، مومند، وزیر، مسود، داوړ، یوسفزي، صافي، سالارزي، خټک، ورکزي، بنوځي، بنګښ، خلیل، نیازي، اتمانزي، مندڼ، اکازي، بیټانی، مشواڼي، اتمانخیل،… کاکړ، اڅکزي، رانیزي، تارخیل، څارخیل، سدوزي، نورزي، بلوڅ، برومي، سواتي او داسې نور…

ژبه : ژبه یې په عمومي او ملي کچه پښتو ده، خو په محلي کچه بلوڅي، کچرالي او ځینې نورې ژبې هم شته.

د پښتونستان ویش: پښتونستان په هند کې د څو کاله مخکې انګلیس حکومت او د پاکستان د موجوده استعماري پالیسي له مخې په څلورو برخو ویشل کېده:

۱ –  آزاد قبائل

۲ –  ایجنسۍ

۳ –  ریاستونه

۴ –  محکوم پښتونستان

خو د پښتونستانیانو له نظره دا خاوره فعلا په دوه برخې ویشل شوې:

۱ –  آزاد پښتونستان

۲ –  محکوم پښتونستان

آزاد پښتونستان: آزاد پښتونستان د وزیرستان، تیرا، باجوړ له قبایلو او ریاستونو څخه دی، چې همیشه خپلواک و، کله چې انګریزان هند ته راغلل، ډېره هڅه یې وکړه، پیسې یې مصرف کړې، بمبارونه یې وکړل تر څو  د آزاد پښتونستان قبائل محکوم کړي، ولې په خپل استعماري هدف کې بریالي نه شول. سره له دې چې انګریزانو د ټول هند لپاره له پینځه شپیته کروړه بودیجې څخه یوازې یوویشت کروړه بودیجه د سرحد لپاره ځانګړې کړې وه. خو بیا یې هم  څه و نه شوای کړای، د آزاد پښتونستان قبایلو د انګریزانو له امپریالیزم[1] سره سل کاله په داسې حال کې مبارزه وکړه چې د انګرایزانو د الوتکو بمبارۍ په دوامدره ډول سره جاري وې، په زرونو قبایلي کورنۍ یې ورانې کړې، په زرونو بې ګناه ماشومان او ښځې یې ووژلې، خو بیا یې هم و نه شوای کړای چې له آزادو قبائلو څخه د آزادۍ روحیه واخلي او یا یې محوه کړي، تر څو مجبور شول چې دا خاوره د ( آزاد قبائل) او یا هم (د هیچا خاورې ) په نامه یاده کړي. د آزادو قبائلو مجادله د انګلیس له امپریالیزم سره تر هغه وخته دوام وکړ، تر څو چې دوی یې د هند پریښودلو ته اړ کړل.

محکوم پښتونستان: پېښور، د سیند تر دریاب پورې پرتې درې، بلوچستان، کوټه، ژوب، چمن او تر عرب بحیرې پورې پرتې سیمې دي، چې د انګریزانو له تر تجاوز وړاندې ( ۱۸۳۸ –  ۱۸۷۸ع) کال  پورې د افغانستان خاوره وه، خو وروسته ۱۸۷۹ ع کال د می له ۲۶ چې په افغانستان کې قانوني حکومت موجود نه وو او انګریزانو د ګندمک منحوسه معاهد جبراً په امیر محمدیعقوب خان باندې چې واک یې پرېښی و، تحمیل کړه او وروسته یې ورپسې په ۱۸۹۳ ع کال کې د نومبر پر ۱۲ د ډیورنډ فرضي کرښې معاهده پر امیر عبدالرحمن خان باندې تحمیل کړه او ټولې ذکر شوې نه جلا کېدونکې سیمې یې په زور له افغانستان څخه پرې او د امپریالست انګریز تر حکم لاندې کړې.

د پښتونستان تحریک: د پښتونستان تحریک اوسنی نه دی، بلکې له پخوا څخه موجود وو، هر وخت چې کوم بیګانه قوت غوښتي چې د دې خاورې پښتانه محکوم کړي، پښتنو د هغو په مقابل کې د خپلې آزادۍ د ساتنې لپاره خپل ټول قوت استعمال کړی. یو وخت د هند مغولو هم غوښتل چې پښتانه محکوم کړي، ولې په مقابل کې یې نه تنها د پښتونستان پښتنو، بلکې د افغانستان پښتنو هم د پښتنو د آزادۍ د ساتنې لپاره ملاوي وتړلې، د دې صحنو مشهورې څېرې پیرروښان او خوشحال خان خټک وو، پیرروښان د مذهب له لارې پښتانه د مغولو په مقابل کې متحریکول او خوشحال خان بیا د پښتنو یو مخکښ تورزن او ملي شاعر وو.

په ځانګړي ډول د خوشحال خان د ۱۶۷۷م کال جنګ چې ډېر مشهور دی او  خپله  هم په یو شعر کې وایي: «چې کله مې د مغلو په مقابل کې اسلحه پورته کړ، نړۍ ته مې د پښتنو دبدبه وښوده، که پښتانه په اتفاق وای ما به د مغل ګریوان څېري څېري کړی وای او د چا تر غوږ چې زما د تورې شرنګ شي، هغه په خوب کې لا له کټه څخه ځمکې ته را لویږي ـ  او لا تر اوسه یې مغزه په کرار نه دي، چا چې ما سره وهلی سره په سنګ دی –  راسئ وګورئ چې د اورنګ زړه مې داغ داغ کړی، یو خیبر څه دی، ټول ملک مې د مغولو لپاره خیبر ګرځولی،  ټول پښتانه ځوانان دې د دښمن په وینو منګولې سرې کړه، لکه باز چې په خپل ښکار مښوکه سره کا.

بل ځای خپل تعریف داسې کوي:

که مې عمر تر شپیتو کالونو تېر دی، اما اوس هم لکه یو سپور ماهر یم، ما پښتانه د تورې پورته کولو ته را وبلل،  زه غیرتمن د زمانې خوشحال خټک یم»[2] په دې ډول پښتنو د پښتونستان د ازادۍ لپاره د مغولو له امپراطورۍ سره ډېر جنګونه وکړل او زیاته قربانې یې ورکړه.

کله چې انګریزان د خپلې امپریالستۍ د پراختیا لپاره له انګلستان څخه را تېر شول، پښتنو سخته مقابله ورسره وکړه، چې د دې میدان مشهور مشران د سوات پیر صاحب، د هډې پیر صاحب، حاجي صاحب ترنګزی، ملا صاحب چکنور او مولوي میراجان کاکاخیل او داسې نور.

میراجان کاکاخیل په ۱۸۹۹م کال کې استرالیا ته ولاړ هلته یې ـ د وطن مجلس ـ  په نامه سلسله شروع کړه، چې د انګریزانو په اشاره له هغه ځای څخه و ایستل شو، بیا امریکا ته ولاړ او هلته یې په کلیفورنیا کې د N.5 Wood Street په نوم بله ډله جوړه کړه، چې په ۱۹۰۲م کال کې یې پښتونستان ته د محمدعزیز خان یوسفزي په مشرۍ یو پلاوی ولېږه، چې د انګریزانو په مقابل کې خپل تحریک ته دوام ورکړي، اما دا هیئت په سنګاپور کې د انګریزانو له طرفه ونیول شو، محمدعزیز خان یې په عدام محکوم او نور ملګري یې زنداني کړل، چې په ۱۹۰۳م کې خپله مولوي میراجان کاکاخیل د جاپان، روس او افغانستان له لارې پښتونستان ته راغی، د اپریدو او تیرا خلکو دی خپل مشر وټاکو او د پښتونستان د آزادۍ په مقابل کې یې له انګریزانو سره سخت جنګونه شروع کړل، انګریزان مجبور شول چې اپریدو سره سوله وکړي، اپریدو ته یې خبر ورکړ چې خپل مشر جرګې ته را ولیږئ چې د سولې لیک لاسلیک کړي، کله چې میراجان هلته راغی د انګریزانو لخوا و نیول شو، اپریدو چې هر څو شر و شور وکړ فایده یې و نه کړه او میراجان کاکاخیل هم د نورو زرګونو پښتنو په شان د انګریزانو د امپریالستي قرباني شو او نور ملګري یې بیرته د روسیې له لارې امریکې ته ولاړل، همدارنګه د پښتونستان پښتنو د انګریزانو په مقابل کې خپلې مقابلې ته دوام ورکړ، تر دې چې میندو به خپل بچې لا چې بیده ول نو په « للو » کې به یې ورته ویل چې:

 بیده شه زما ګرانه بیده شه
پلار دې د جنګ میدان ته تللی

خپله تېره توره یې تر ملا ته تړلې ده، د خپل ناموس لپاره سر ورکوي، ځکه فرانګي پر وطن برید کړی دی.

د پښتنې مور یوه بله للو وګورئ:

بیده شه زما ګران بیده شه، ته د خالد لمسی یې، ته د غزنویانو له نسله یې، نو بیا ولې ستا زړه نیولی، بیده شه زما ګرانه بیده شه!
ته خپل ځان زړور جوړ کړه،

له دښمنه مخ نه اړول
انګریزان له وطنه شړل
بیده شه ګرانه بیده شه

داسې وخت را نه غی، چې د پښتونستان کوم پښتون دې د متجاویزونو په مقابل کې خپل توپک له وږې څخه ایښی وي او نه هم د انګریزانو زور ورسېد چې د پښتونستان د آزادۍ فکر د پښتنو له دماغ وباسي او نه یې زور ورسېد چې د پښتنو آزادي واخلي، داسې وخت راغی چې انګریزان مجبور شول چې له هندوستانه ووځي د مسلمان او هندو تر منځ یې د هندوستان د تقسیم سیاست رامنځته کړ، په دې وخت کې هم پښتانه ارام نه کښناستل، فقیر …  له ازاد قبائل څخه د پښتونستان د آزادۍ غږ پورته کړ او خان عبدالغفارخان د خدای خدمتګار له نهضته د پښتونستان له هغې برخې څخه چې د انګریز په جبر جلا شوې وه، د پښتنو د حق دعوی پیل کړه او خان عبدالصمدخان له بلوچستانه د آزادۍ پرچم را پورته کړ، دا د دې درو کسانو غږ نه وو، بلکې د د اوو میلونو پښتنو غږ وو، خو دا چې انګریزانو د پښتنو آزادي خپلې امپریالستۍ ته خطر بلله د دوی غږ ته یې غوږ و نه نیو، هندوستان او پاکستان یې رامنځته کړل او د دې لپاره چې بل څوک د پښتنو غږ وا نه وري، په پښتونستان کې یې یو جعلي نمایشي ریفرینډم ( رایه اچونه) په جبري ډول ترسره کړه، هغه داسې چې پر یوه صندوق به یې قرآن کریم او پر بل یې د هندوانو مذهبي کتاب ایښی وو، هر چا چې به رایه ورکوله، ورته ویل به یې چې کوم یو قبلوي، دا چې پښتانه مسلمانان وو نو حتمي یې رایه قرآن کریم ته ورکوله، او دلته هم په سل کې نه څلویښتو پښتنو بیخې راینه ور نه کړه. په دې نمایشي بهانه یې هغه حصه پښتانه پاکستان ته ورکړل او له دغو پښتنو څخه هیڅ پوښتنه و نه شوه، چې آیا ازادي هم غواړی؟ که پوښتنه شوي وای پښتانه سل په سلو کې د آزادۍ طرفداره وو او آزاد پښتونستان یې غوښتی. دغه اجباري ریفرینډم وو چې ټول پښتانه هغه که په افغانستان کې وو، که آزاد قبائل وو، که د ډیورنډ فرضي کرښي ها غاړې ته وو ورباندې ناخوښه وو او اراده یې وکړه چې په هر قیمت که کیږي، آزاد پښتونستان باید جوړ کړي، د پښتنو د دې عزم په مقابل کې د پاکستان حکومت ډېر ظالمانه اقدامات وکړل، د ډیورنډ ها غاړې زیاتره پښتانه یې بې محکمې زندان ته یوړل، مثلا تنها د خدایي خدمتګار غورځنګ دولس زره تنه یې زنداني کړل او همدارنګه یې له بلوچستانه د وطن غورځنګ زرګونه غړي له مدني حقونو محروم او زنداني کړل، د آزاد قبایلو پر کورنو یې بمبارونه وکړل بې ګناه خلک یې مړه کړل، د پاکستان حکومت د دغه ظالمانه کړنو په مقابل کې د آزادو قبائلو پښتنو جرګې او مشورې وکړې، د ۱۳۲۸ د حمل په ۲۰  د ۱۹۴۹م کال د اپریل پر ۱۹  نېټه اولین ځل په تیرا کې د عبدالحکیم خان پر ځای د پښتونستان سور بیراغ په داسې حال کې پورته شو، چې د پښتنو زرګونه علماء، مشران او روحانین ورته را ټول وو او بیراغ ته په سلام کولو سره یې په لوړ غږ دا شعار بدرګه کاوو:

« همیشه دې وي آزاد پښتونستان. ورک دې دښمنان د آزاد پښتونستان»

وروسته په ټولو آزاد قبائلو کې د پښتونستان بیراغ پورته شو، حتی د پاکستان په داخل کوټه او بلوچستان کې هم دپښتنو لخوا سور بیراغ پورته شو او د خپلو حقه حقوقو دعوا یې وکړه، خو د پاکستان حکومت لخوا و نیول شول او زنداني شول، د امریکا په کلفورنیا کې هم د پښتنو لخوا د پښتونستان بیراغ پورته شو.

۱۳۲۸ کال د سنبلې ۹  چې د ۱۹۴۹م کال د سپټمبر له اولې نېټې سره برابره ده، د آزاد قبائلو لویې جرګې داسې پرېکړې وکړې:

۱ –  ټول آزاد قبائل تړون او لوړه کوي چې په خپل منځ کې به اتفاق ساتي او ټولې قومي چارې به یو له بله سره په مشوره ترسره کوي.

۲ –  آزاد قبائل مکلف دي چې د پښتونستان په هر سیمه کې له میشتو پښتنو سره خپلې اړیکې ټینګي وساتي، د هغو په خیر او شر کې ځان ور شریک وبولې.

۳ –  پر ټولو آزاد قبائلو باندې فرض ده چې د پښتونستان بشپړه آزادي تر لاسه کوي او د هر بهرني متجاوز په مقابل کې په اتفاق سره دریږي او دفاع به کوي.

۴ –  د پښتونستان د ټولو اوسېدونکو یوه لویه جرګه باید په دغه نږدې راتلونکې کې ترسره او د پښتونستان اړوند ټول مسائل پکې حل شي.

په دې جرګه کې د مومندو، اپریدو، وزیرو، مسعودو، داوړو …. مشران او نمائندګان شامل وو او لاسلیکونه یې وکړل.

د ۱۳۲۸ کال په میزان میاشت کې د پښتونستان لومړۍ ملي اسامبله او د تیرا محلي شورا د پښتونستان د تیرا څانګې په نامه جوړه شوه. دې اسامبله لومړي اعلامیه د ۱۹۴۹ کال د ډسمبر په ۲۳ نېټه ټولو پښتنو، ملت، افغانستان حکومت، ملل اسلامي او ملل متحد ته خپره کړه.

وروسته شینوارو او دخیبر نورو قومونو هم خپلې محلي شوراوي جوړې کړې.

۱۹۴۹ د ډسمبر ۲۱ د سالارزیو قوم یوه لویه جرګه وکړه، او  د باجوړ څانګې محلي شورا ته وکیلان معرفي شول.

په ۱۹۵۰م کال د جنوري په ۱۰، ۱۱ او ۱۲ په وزیرستان کې د وزیرستان د قومونو، مسعودو، داوړو، مروتو، بنوڅو او نورو ترمنځ لویه جرګه وشوه او تر مذکراتو وروسته لاندې پرېکړې وشوې:

۱ –  په وزیرستان کې د پښتونستان حکومت محلي شورا « د پښتونستان د وزیرستان څانګې» په نامه تاسیس شو.

۲ –  د پښتونستان د وزیرستان څانګې د محلي حکومت رییس ښاغلی میرزا علي خان چې په فقیر ایپي سره مشهور دی وټاکل شو.

۳ –  ښاغلي فقیر ایپي خپل حکومت داسې اعلان کړ:

الف: د پاکستان له حکومته غواړو چې د سولې له لارې د پښتونستان د خاورې پر تمامیت او خپلواکۍ باندې اعتراف وکړي او سر له نن دې خپلو ټولو مامورینو، استازیو او لښکرو ته امر وکړي، چې ژر تر ژره د پښتونستان له خاورې ووځي، که داسې و نه کړي د هغو وخیمو عواقبو مسولیت به چې د پاکستاني حکومت له لجاجته رامنځته کیږي د خدای او د سازمان ملل په وړاندې د پاکستاني حکومت په غاړه وي.

ب:  دا چې زموږ نشراتي وسایل کمزوري دي، نو له خپل ورو دولت افغانستان څخه چې له پښتونستان ښه همدردي لري، غوښتنه کوو، چې د پښتونستان اړوند زموږ اطلاعات او پروګرام په جرائدو او رادیو افغانستان کې نشر کړي.

ج:  له سازمان ملل او عدالت له مراکزو څخه غواړو چې پښتونستان د یو مملکت او آزاد ملت په حیث خپل حساس غړی وبولې او د پاکستان حکومت مجبور کړي چې د پښتونستان د خاورې پر تمامیت او ازادۍ باندې اعتراف وکړي.

همدارنګه د ۱۳۲۹ کال د میزان په اوله نېټه د کندهار سرحد ته نږدې د پښتونستان په توبه کې د پښتونستان محلي شورا د ښاغلي محمدایوب خان اڅکزي تر مشري لاندې جوړه شوه.

دا د پښتونستان د تحریک مثبته نتیجه وه، چې اوس هم دا تحریک په شدت سره دوام لري او زیاتره پښتانه په جدي توګه د آزاد پښتونستان غوښتونکي او په دې برخه کې هرې قربانۍ ته تیار دي، نو قطعي نتیجه دا ده چې یا به آزاد پښتونستان جوړیږي او یا به پښتانه ورک کیږي.

د پښتونستان جریدې:

۱ –  لوی پښتون  مجله د مومندو په سیمه کې د میراجان سیال له خوا خپریږي.

۲ –  آزاد پښتونستان اونیزه جریده د وزیرستان د مسعودو په سیمه کې د ظهورالدین خان رمضاني لخوا خپریږي.

د پښتونستان تاریخي ورځي:

۱ –  ۱۳۲۸ د حمل ۳۰  په تیرا کې د عبدالحکیم خان لخوا د پښتونستان د بیراغ پورته کولو ورځ.

۲ –  ۱۳۲۸ د ثور ۱۸ په باجوړ کې د ۱۵۰۰۰ پښتونستانیانو په موجودیت کې د پښتونستان بیراغ پورته کولو ورځ.

۳ –  ۱۳۲۸ د سنبلې ۹  د پښتونستان د ټولو قبایلو مومندو، صافیو، چارسنګ، شموزیو، اپریدیو، اورکزیو، شینوارو، لواړګیو، شلمانو، وزیرو، مسعودو، داوړو د ملي اتحاد لویې جرګې ورځ.

۴ –  ۱۳۲۸ د میزان ۲۸  په تیرا کې د پښتونستان لومړنۍ محلي شورا جوړېدلو ورځ.

۵ –  ۱۳۲۸ د جدې ۱۰  په باجوړ کې د پښتونستان  محلي شورا جوړېدلو ورځ.

۶ –  ۱۳۲۸ د جدې ۲۲،  ۲۳ او ۲۶ د وزیرستان د محلي شورا د رییس د انتخاب ورځ چې ښاغلی فقیري وټاکل شو.

۷ –  ۱۹۴۸ع کال  د اګسټ  ۱۲ د چارسدې د قتل عام ورځ.

[1] –  امپریالیزم :(Imperialism) هغه سیاسي، اقتصادي، او پوځې سیاست ته وایي چې یو ځواکمن هېواد د بل کمزوري هېواد یا سیمه د خپلو ګټو د لاسته راوړلو لپاره په خپل کنټرول ( استعمار) کې راولې.

[2] –  دا خبرې یې د خوشحال بابا له بیتونو لیکل شوی دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

نامتو هندي هنرمن امیتاب بچن د خپل زوی مینه او اخلاص ستایلي

تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۴ مه) نامتو هندي فلمي ستوري امیتاب بچن خپل زوی ابیشیک بچن د خپل ژوند په سختو شېبو کې...