Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې دې د تنباکو د زیانونو...

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې دې د تنباکو د زیانونو پر ضد هڅې پیاوړې شي

تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۰ مه) د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له تنباکو سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت له خلکو او اړوندو ادارو غوښتي چې په افغانستان کې د تنباکو د کارونې له روغتیايي خطرونو څخه د خلکو د ساتنې لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.

دې سازمان خبرداری ورکړی چې د تنباکو صنعت لا هم د مصرفوونکو د جذب لپاره له تېرایستونکو تبلیغاتي لارو چارو کار اخلي.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان دفتر د یکشنبې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د تنباکو صنعت د سګرېټ څکولو وژونکي اغېزې د ګمراه کوونکو اعلانونو، جذابو بستو او خوند لرونکو محصولاتو تر شا پټوي، څو په ځانګړي ډول ځوانان ځانته راجلب کړي.

سازمان له ټولنو غوښتي چې له سګرېټ څخه پاک چاپېریالونه رامنځته کړي او د سالم ژوند دود ته وده ورکړي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي، اېډوین سېنیزا سالوادور، ویلي چې د تنباکو د صنعت د غولوونکو تکتیکونو افشا کول د افغانستان د سالمې راتلونکي لپاره ډېر مهم دي.

هغه ټینګار کړی چې د تنباکو له زیانونو څخه د افغانانو ساتنه یوازې د حکومت دنده نه ده، بلکې کورنۍ، ټولنې، روغتیايي بنسټونه او پالیسي جوړوونکي ټول ګډ مسوولیت لري.

د تنباکو ضد نړیواله ورځ هر کال د مې په ۳۱مه لمانځل کېږي، څو د تنباکو د استعمال د روغتیايي، ټولنیزو، اقتصادي او چاپېریالي زیانونو په اړه عامه پوهاوی زیات شي.

په افغانستان کې تنباکو یوازې د سګېرېټ له لارې نه بلکې د نسوارو او چلم له لارې هم ډېر استعمالېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، تنباکو د نړۍ په کچه د مخنیوي وړ مړینو له مهمو عواملو څخه دی او هر کال له اته میلیونو څخه زیات کسان د تنباکو د استعمال له امله له ژونده بې برخې کېږي.

سربېره پر دې، میلیونونه نور کسان د دوهم لاس لوګي (Passive Smoking) له امله زیانمنېږي، چې ښځې او ماشومان یې تر ټولو لوی قربانیان دي.

روغتیايي متخصصان خبرداری ورکوي چې د تنباکو کارول د زړه ناروغیو، دماغي سکتې، د سږو سرطان، مزمنو تنفسي ناروغیو او ګڼو نورو جدي روغتیايي ستونزو خطر زیاتوي.

دوی همداراز وایي چې سګرېټ څکول پر روغتیايي سیستمونو دروند بار اچوي او د کورنیو طبي لګښتونه لوړوي، چې په پایله کې یې بېوزلۍ زیاتوي.

روغتیايي بنسټونو بیا بیا ټینګار کړی چې د عامه پوهاوي کمپاینونه، د تنباکو د کنټرول سخت قوانین او د سګرېټ پرېښودو پروګرامونو پراخول د تنباکو د استعمال د کمولو او د عامې روغتیا د ښه والي لپاره مهم ګامونه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو ویلي چې د حکومت، روغتیايي ادارو، ښوونکو او د ټولنې د مشرانو دوامداره همکاري به د افغانستان راتلونکي نسلونه د تنباکو او نیکوتین د عمل (اعتیاد) له زیانونو څخه خوندي وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...