Homeخبرونهد آي پې اېل ستره پایلوبه؛ نن ماښام د ګجرات او بنګلور...

د آي پې اېل ستره پایلوبه؛ نن ماښام د ګجرات او بنګلور تر منځ پيلېږي

تاند (یکشنبه د غبرګولي/ جوزا ۱۰مه)  د هند غوره لیګ یا آي پي اېل سږني پړاو پایلوبه نن ماښام د راشدخان اړوند ګجرات ټایټنز او رایل چلنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

دغه لوبه د احمداباد ښار په نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره کیږي.

دواړو لوبډلو یوازې یو یو ځل د هند غوره لیګ اتلولي ګټلې ده.

خو د کرکټ پوهان په دې باور دي چې، احمد اباد لوبغالي کې د راشدخان اړوند ګجرات لوبډله برلاسې ده او حالت ته په کتو ښايي د پایلوبې ګټونکې شي، هغه څه چې د لوبې په پای کې به معلومه شي.

بل لورته بیا د دواړو لوبډلو لوبغاړو ته په کتو د لوبې پرېکړه به سخته وي.

بنګلو په نیمه پایلوبه کې ګجرات مات کړ او پایلوبې ته ووت، خو په دوهمه نیمه پایلوبه کې بیا ګجرات ستره لوبډله راجستان ماته کړه او پایلوبې ته ورسېده.

دا چې نننۍ پایلوبه به څوک ګټي جزیات به یې له لوبې وروسته مالومه او تاند وېب پاڼه به یې له تاسو سره شریک کړو.

په ګجرات لوبډله کې راشدخان هم لوبېږي چې، تېره ورځ یې په خپل انسټاګرام لیکلي وو: « خوښ یم چې پایلوبې ته ووتو، پایلوبه کې به خپله ټوله هڅه کوم».

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...