Homeخبرونهمسوولان: نورستان کې هغه سیلانیان نیول شوي چې، هوایي ډزو کې یو...

مسوولان: نورستان کې هغه سیلانیان نیول شوي چې، هوایي ډزو کې یو نورستانی وواژه

تاند (یکشنبه د غبرګولي/ جوزا ۱۰مه)  نورستان کې د طالبانو د حکومت مسوولان وايي، چې د دې ولایت په یوه تفریحي سیمه کې د څو سیلانیانو د ډزو له امله یو کس وژل شوی دی.

د ولایت په یوه خبرپاڼه کې لیکل شوي چې،  دا پېښه د ولایت په مرکز کې د شتیوي تفریحي سیمې کې رامنځته شوه، چې د زین السلام په نوم یو ځایي اوسېدونکی پکې ووژل شو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، له پېښې وروسته، د امنیتي ځواکونو لخوا ښکیل کسان نیول شوي او د پېښې د نورو جزیاتو د روښانه کولو لپاره پلټنې روانې دي.

د نورستان سیمه‌ییزو مسوولانو د پېښې په اړه د خواشینۍ په څرګندولو سره، په ټولو اتباعو او سېلانیانو غږ کړی چې ولایت ته سفر وکړي او تفریح ​​وکړي، د امنیتي اصولو او پلي کېدونکو قوانینو څارنه وکړي.

له دې سره پرون شنبه هم په دې ولایت کې د یوه موټر چپه کېدو پېښې کې څلور تنه مړه شوي وو او څلور نور ورک وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پښتو ورځ او د يو پوهنتون پښتون کول / بصيرالحق عادل

د جمهوريت په وروستي کال چې کابل ته د ماسټرۍ د زده‌کړو لپاره ولاړم، د ماسټرۍ له پيل څو مياشتې وروسته مې کابل کې...