Homeخبرونهد لوی اختر په شپو ورځو کې غزني د ۳۴ ټرافیکي پېښو...

د لوی اختر په شپو ورځو کې غزني د ۳۴ ټرافیکي پېښو شاهد وو

تاند (یکشنبه د غبرګولي/ جوزا ۱۰مه) غزني کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د لوی اختر په ورځو کې د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ۳۴ټرافیکي پېښې رامنځته شوې دي.

یاده قومنداني زیاتوي چې، د دې ترافیکي پېښو له امله  درې کسان مړه او ۳۴ نور ټپیان دي.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په وینا، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

قومانداني زیاته کړې چې د پېښو ډېره برخه د کابل–کندهار پر لویه لاره د اندړو ولسوالۍ شاوخوا رامنځته شوې دي.

مسوولان د دغو پېښو لامل د موټر چټک تګ، د ټرافیکي اصولو نه مراعتول او بې‌احتیاطي بولي.

دا په داسې حال کې ده چې، بل لورته بیا یوازې پرون شنبه د لغمان په سرخکانو سیمه کې ترافیکي پېښې له امله ۲۰ کډوال مړه او ۳۵ نور ټپيان شول.

د یادې پېښې قربانیان د خاص کونړ اوسېدونکي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پر “غازي سردار” د صفیې حلیم زیار | غني حسن

لنډه یادونه: (څه وخت مخکي کندهار کي د ( استعمار پر وړاندي د میرویس نیکه د مبارزې او پاڅون ۳۲۰مي کالیزې اړوند علمي او څېړنیز...