Homeخبرونهسرچینې: د کابل او اسلام‌آباد د غیررسمي خبرو راتلونکی پړاو کابل کې...

سرچینې: د کابل او اسلام‌آباد د غیررسمي خبرو راتلونکی پړاو کابل کې ترسره کېږي

تاند (یکشنبه د غبرګولي/ جوزا ۱۰مه) یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې، ټاکل شوې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د غیر رسمي خبرو اترو راتلونکی پړاو په کابل کې وشي.

د دغو سرچینو په وینا، پلان دا و چې دغه خبرې اترې د لوی اختر له رارسېدو مخکې په کابل کې ترسره شي، خو د پاکستان له لوري د ځینو ستونزو او خنډونو له امله وځنډول شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د دغو خبرو اترو په لومړي پړاو کې د افغانستان له لوري عاطف مشعل، عبیدالله بهیر، جعفر مهدوي او غنچه ګل او د پاکستان له لوري آصف دراني، مشاهد حسین او حامد میر ګډون کړی و.

دا خبرې اترې په داسې مهال په کابل کې کېږي چې، له تېرو ۸ میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر راز سوداګري بنده ده او د دواړه لورو ترمنځ سختې وسله والې نښتې هم وشوې.

دا خبر د سرچینو له قوله وروسته له هغې خپرېږي چې، پرون شنبه د طالبانو د حکومت دفاع وزیر ملایعقوب د روسیې له سفر څخه د بېرته راتګ پرمهال په هوایي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې، پاکستان به بیا هېڅکله پر افغانستان د برید جرآت ونکړي.

ملا یعقوب له روسیې سره یو امنیتي هوکړه هم لاسلیک کړه چې، دې هوکړې د پاکستان سختې اندېښنې راپارولي په داسې حال کې چې، طالبانو د پاکستان اندېښنې بې ځایه بللې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پښتو ورځ او د يو پوهنتون پښتون کول / بصيرالحق عادل

د جمهوريت په وروستي کال چې کابل ته د ماسټرۍ د زده‌کړو لپاره ولاړم، د ماسټرۍ له پيل څو مياشتې وروسته مې کابل کې...