تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۰ مه) د ټکنالوژۍ شرکت Meta له څو میاشتو پټو ازموینو وروسته د خپلو مشهورو اپلیکېشنونو، یعنې Instagram، Facebook او WhatsApp لپاره د «پلس» په نوم د ګډون بیې (حقالاشتراک) نوې خدمتونه پیلوي.
د راپورونو له مخې، د دغو اپلیکېشنونو د پیسو نسخې به داسې ځانګړې اسانتیاوې ولري چې عادي کاروونکي به ورته لاسرسی ونه لري. په دغو ځانګړنو کې د انسټاګرام او فېسبوک د سټورۍ د لیدونکو په اړه ډېر تفصیلي معلومات، له ۲۴ ساعتونو څخه د زیات وخت لپاره د ورکېدونکو پوسټونو ساتل، او ځانګړي شالیدونه (Backgrounds) او تعاملات (Reactions) شامل دي.
د میاشتني حقالاشتراک بیه د انسټاګرام پلس او فېسبوک پلس لپاره ۳.۹۹ ډالره او د وټساپ پلس لپاره ۲.۹۹ ډالره ټاکل شوې ده.
مېټا پلان لري چې په راتلونکې کې د مصنوعي ځیرکتیا، سوداګریزو حسابونو او د محتوا جوړونکو لپاره هم نورې اشتراکي اسانتیاوې وړاندې کړي. دا ټول خدمات به د «Meta One» په نوم د میاشتنيو تادیاتو د یوه پراخ سیستم برخه وي.
د روان کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې د انسټاګرام پلس د ازمیښتي پړاو ځینې تصویرونه خپاره شول چې پکې نوې ځانګړنې ښکاره شوې وې. ازمیښتي کاروونکو کولای شول د خپلو سټوریو لپاره ځانګړي لیدونکي وټاکي، وګوري چې کومو کسانو سټوري بیا کتلې ده، د لیدونکو نوملړ ولټوي او سټوري تر یوې ورځې ډېر وخت وساتي.
همداراز، کاروونکي کولای شي داسې محتوا خپره کړي چې د دوی د تعقیبوونکو (Followers) په اصلي فېډ کې ښکاره نه شي.
فېسبوک پلس هم ورته ځانګړنې لري، خو وټساپ پلس به کاروونکو ته ځانګړي شالیدونه، ځانګړي زنګونه، پرمختللي سټیکرونه، د شخصي کولو نور امکانات او د پین شویو (Pinned) چټونو د شمېر د زیاتولو اسانتیاوې برابرې کړي.