Homeخبرونهټي ټي پي په باجوړ کې پر پوځ په ناببره برید کې...

ټي ټي پي په باجوړ کې پر پوځ په ناببره برید کې لږترلږه ۴۰ پوځیان وژلي

تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۱۰ مه) ټي ټي پی یا پاکستاني طالبان وايي چې تېره شپه یې (شنبه) د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې پر پاکستاني پوځیانو ناببره حمله کړې او درنه مرګ ژوبله یې وراړولې ده.

ټي ټي پي په دې اړه یوه ویډیو هم خپره کړې او ویلي یې دي چې په دې برید کې یې لږترلږه ۴۰ پاکستاني پوځیان وژلي دي.

د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي خو ځینو پاکستاني رسنیو په باجوړ کې د نښتې خبر ورکړی دی.

د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د ټي ټي پي مشر خپلو قومندانانو او جنګیالیو ته امر کړی چې په پاکستان کې بریدونو ته زور ورکړي او د دښمن ملا ماته کړي. هغه دا هم ویلي چې دا کار له افغانستان سره د خواخوږۍ په پار کوي.

د ټي ټي پي مشر له خپلو سیمه‌ییزو او ولایتي مسوولانو غوښتي چې خپل فعالیتونه چټک کړي او بریدونه منظم او اغېزناک ترسره کړي.

پرون پاکستاني چارواکو وویل چې په ژوب او خیبر پښتونخوا کې د کورنیو وسله والو مخالفانو له لوري د ډرون څو بریدونه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...