تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۱۰ مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې د امریکا لاس ویني.
ښاغلي پښتین تېره شپه له افغان فعال نحیب ننګیال سره په سپېس کې په دې اړه چې پاکستان ولې د امریکا له لوري پر افغانستان یرغل ته هڅول شوی وویل، امریکا غواړي چې پر ایران د برید په نتیجه کې ایراني چارواکي او مشران افغانستان ته پناه یو نه سي، د پاکستان په وسیله پر افغانستان یرغل کړی دی.
ښاغلي پښتین استدلال وکړ چې ټي ټي پي تر دې پخوا کلونه وړاندې پر اسلام اباد او ګڼو نورو ځایونو بریدونه کړي او حتي یو مهال یې د سوات په شمول ګڼ شمېر سیمې یې په کنټرول کې لرلې خو هغه مهال پاکستان پر افغانستان حمله نه کوله.
پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسي ادعا کوي چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې ازاد ګرځي او د افغانستان له خاورې په استفادې په پاکستان کې بریدونه کوي.
خو د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه بې اساسه بولي او وايي چې پاکستان دې له ټي ټي پي او خپلو نورو وسله والو مخالفانو سره خپلې ستونزې په خپله خاوره کې حل کړي.
سره له دې چې اروپايي اتحادیې، د خلیج عربي هیوادونو او د سیمې ګڼو هیوادونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د ژر تر ژره درېدو غوښتنې کړي، ټرمپ وړمه ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په روانه شخړه کې د پاکستان ننګه وکړه. همداراز د امریکا د باندنیو چارو وزارت مرستیالې وویل چې په دې جګړه کې د پاکستان ملاتړ کوي. هیڅ امریکايي چارواکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د درېدو او سولې غږ نه دی کړی.