تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۱۰مه) د امریکا په نارت ویسترن پوهنتون کې یوې نوې څېړنې ښودلې چې یو درمل، چې لا د ازمېښت په پړاو کې دی، ښايي د الزایمر ناروغي په لومړیو پړاوونو کې، حتی تر دې مخکې چې نښې یې ښکاره شي، ودروي.
الزایمر ناروغي د هېرې له ستونزې سره نه پیلېږي، بلکې دا ناروغي په پټه، کله ناکله څو لسیزې مخکې، د دماغ د حجرو دننه له وړو خو زیانمنو بدلونونو سره شروع کېږي.
له لومړنیو ستونزو څخه یوه د «امیلوییډ بېټا» په نوم پروټین پورې اړه لري، چې کولی شي په غیرطبیعي ډول راټول او ټوټې ټوټې شي.
له کلونو راهیسې، الزایمر د دماغ له هغو ناروغیو څخه ګڼل کېږي چې درملنه یې تر ټولو سخته ده. ډاکتران زیاتره وخت دا ناروغي هغه مهال تشخیصوي چې د حافظې کمزوري او ګډوډي د انسان په ورځني ژوند اغېز پیل کړي.
خو تر هغه وخته پورې، د دماغ دننه زیانونه ډېر شدید وي او درملنه یې ډېر محدود اغېز لري.
ساینسپوهانو له ډېر وخت راهیسې د «امیلوییډ بېټا» په اړه معلومات لرل، خو دا لا روښانه نه وه چې د دې پروټین کوم ډولونه تر ټولو خطرناک دي. په دې نوې څېړنه کې، څېړونکو د امیلوییډ بېټا یو نوی او ډېر زهري ډول (اولیګومر) موندلی دی. دا ځانګړی ډول د ناروغۍ په ډېر لومړني پړاو کې څرګندېږي او داسې ښکاري چې په دماغ کې د زیانمنوونکو لړیو پیل کوونکی وي.
په دغو زیانونو کې د عصبي حجرو د فعالیت ستونزې، اوږدمهاله التهاب (سوی)، او د دماغ د معافیتي حجرو فعالېدل شامل دي. دا ټول بدلونونه د وخت په تېرېدو ورو ورو د دماغ حجرې کمزورې کوي او له منځه یې وړي.
څېړونکو یو ازمیښتي درمل چې «NU-9» نومېږي وازمویه. دا یو کوچنی کیمیاوي مرکب دی چې د خولې له لارې اخیستل کېږي. کله چې دا درمل هغو موږکانو ته ورکړل شول چې په جنیټیک ډول د الزایمر د رامنځته کېدو لپاره برابر شوي وو، نو د امیلوییډ بېټا د دې زهري ډول اندازه یې په څرګنده توګه کمه کړه.
تر دې هم مهمه دا وه چې دا درمل هغه زیانونه ډېر کم کړل چې عموماً وروسته رامنځته کېږي. موږکانو ته دا درمل تر هغه مخکې ورکړل شول چې د حافظې کومه ستونزه پکې څرګنده شي، او همدې کار ساینسپوهانو ته اجازه ورکړه چې د ناروغۍ په تر ټولو لومړني پړاو کې یې اغېزې وڅېړي.
NU-9 کلونه وړاندې د یوې اوږدې څېړنیزې هڅې په ترڅ کې جوړ شوی و، چې هدف یې په دماغي ناروغیو کې د زیانمنوونکو پروټینونو د راټولېدو مخنیوی و. پخوانیو څېړنو ښوولې وه چې دا درمل د ALS په څېر ناروغیو کې هم اغېزمن دي، هغه ناروغي چې د زهري پروټینونو له امله رامنځته کېږي.
په هغو څېړنو کې، NU-9 د زیانمنوونکو پروټینونو په پاکولو او د عصبي حجرو د روغتیا په بېرته راګرځولو کې مرسته کړې وه. د همدې پایلو له امله، دې درمل لا دمخه د ALS لپاره د انساني ازموینو اجازه ترلاسه کړې ده.
په وروستیو کې ساینسپوهانو وموندله چې NU-9 ښايي د الزایمر په ناروغۍ کې هم ګټه ولري. په پخوانیو تجربو کې چې د لابراتوار په شرایطو کې پر دماغي حجرو ترسره شوې وې، دا درمل وتوانېدل چې د هیپوکامپس له حجرو څخه د امیلوییډ بېټا زهري ټوټې لرې کړي؛ هیپوکامپس د زدهکړې او حافظې لپاره خورا مهمه برخه ده.
په نوې څېړنه کې، څېړونکو غوښتل پوه شي چې ایا NU-9 کولی شي د ناروغۍ بهیر لا هم په لومړیو پړاوونو کې ودروي که نه. دوی هغو موږکانو ته چې لا یې نښې نه وې ښکاره شوې، د دوو میاشتو په مخه هره ورځ دا درمل ورکړل.
پایلې ډېرې حیرانوونکې وې. NU-9 په دماغ کې التهاب په لویه کچه کم کړ، په ځانګړي ډول هغه بهیر چې له ستروسایت حجرو (strocit cells) سره تړاو لري. ستروسایتونه ستوري ته ورته ملاتړي حجرې دي چې عموماً عصبي حجرې ساتي، خو کله چې ډېر فعال شي، نو زیانمنوونکي پیغامونه خوشې کوي چې دماغ ته زیان رسوي.
څېړنې وښودله چې NU-9 ستروسایتونه دې زیانمن حالت ته له ننوتلو منع کوي. همداراز یې د «TDP-43» په نوم د بل پروټین غیرطبیعي ډولونه هم کم کړل، چې ډېر وخت د دماغي حجرو له زیان او د فکر له ستونزو سره تړاو لري. دا مثبت بدلونونه د دماغ په بېلابېلو برخو کې ولیدل شول، چې دا د درملو پراخ محافظتي اغېز ښيي.
د دغو بدلونونو د څېړلو پر مهال، څېړونکو یو بل مهم کشف هم وکړ. هغوی د امیلوییډ بېټا یو ځانګړی ډول وموند، چې د ناروغۍ په پیل کې تر فشار لاندې عصبي حجرو کې راڅرګندېږي او وروسته نژدې ستروسایتونو ته لېږدېږي.
کله چې دا زهري ډول له ستروسایتونو سره ونښلي، ښايي د التهاب یوه لړۍ پیل کړي چې د حافظې له خرابېدو ډېر مخکې په ټول دماغ کې خپرېږي. څېړونکي باور لري چې دا ډول ښايي هغه لومړنۍ «جرقه» وي چې د الزایمر ناروغي پیلوي.
NU-9 په ځانګړي ډول د همدې زهري ډول په کمولو کې ډېر اغېزمن و. د دې له کمېدو سره، درمل ښايي ستروسایتونه له دې منع کړي چې له پیل څخه زیانمن شي. دا ځکه مهم دي چې کله ستروسایتونه زیانمن شي، نو د دماغي حجرو ترمنځ اړیکې خرابوي، التهابي مواد خوشې کوي او د دماغ زوال چټکوي.
څېړونکي دا تګلاره د زړه له ناروغیو سره پرتله کوي. لوړ کولېسټرول سملاسي نښې نه لري، خو ډاکتران یې ژر درملنه کوي څو د راتلونکو حملو مخه ونیسي. په همدې ډول، NU-9 ښايي یوه ورځ هغو کسانو ته وکارول شي چې د وینې د معایناتو یا نورو نښو له لارې د الزایمر لومړنۍ نښې لري، لا مخکې له دې چې د حافظې ستونزې پیل شي.
دا مهال د الزایمر لپاره د وینې یو شمېر لومړنۍ ازموینې د جوړېدو په حال کې دي. که دا ازموینې عامې شي، نو د NU-9 په څېر درمل به د مخنیوي په توګه وکارول شي، څو ناروغي ورو یا حتی ودروي.
څېړنیزه ډله دا مهال NU-9 د الزایمر په نورو ماډلونو کې هم ازمويي، په هغو بڼو کې چې د انسان د عادي زړښت ښه انځور وړاندې کوي. هغوی همدارنګه پلان لري چې درمل شوي حیوانات د اوږدې مودې لپاره وڅېړي، څو وګوري چې ایا حافظه یې خوندي پاتې کېږي او دماغي حجرې روغې پاتې کېږي که نه.
د دې موندنو ارزونه ښيي چې دا څېړنه ځکه ځانګړې ده چې د الزایمر تر ټولو پر لومړني پړاو تمرکز کوي، نه پر هغه زیان چې لا دمخه رامنځته شوی وي. د پخوانیو ډېرو کلینیکي ازموینو ناکامي دا وه چې درملنه ناوخته پیل شوې وه.
د یوه ځانګړي زهري پروټین د ډول پېژندنه او دا ښودل چې د نښو له څرګندېدو مخکې کمېدای شي، د الزایمر د درملنې لپاره یوه روښانه او منطقي نوې لار وړاندې کوي.
که څه هم دا پایلې لا تر اوسه یوازې په حیواني څېړنو پورې محدودې دي او په انسانانو کې لا ډېرو ازموینو ته اړتیا ده، خو دا موندنې قوي شواهد وړاندې کوي چې وختي مداخله کولای شي په راتلونکي کې د الزایمر د درملنې بڼه په اساسي ډول بدله کړي.
سرچینه:https://knowridge.com/