Homeخبرونهټرمپ او نتانیاهو وايي، ټولې نښې ښيي چې خامنه‌يي وژل شوی

ټرمپ او نتانیاهو وايي، ټولې نښې ښيي چې خامنه‌يي وژل شوی

تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۱۰ مه) د امریکا ولسمشر ډوناأد ترمپ د شنبې په ماښام له سي این بي سي نیوز ته په مرکه کې د هغو راپورونو په اړه چې ګواکې د ایران د اسلامي جمهوریت مشر علي خامنه‌يي د امریکا او اسرائیل په هوايي بریدونو کې وژل شوی، وویل: «موږ داسې احساسوو چې دا راپور سم دی.»

هغه وویل چې د ایران «ډېر» جګپوړي چارواکي «له منځه تللي» او زیاته یې کړه: «هغه کسان چې ټولې پرېکړې یې کولې، د هغوی ډېری له منځه تللي دي.»

ټرمپ تر دې وړاندې هم له اې بي سي نیوز سره په ټیلیفوني مرکه کې ویلي و چې د اسرائیل او امریکا په بریدونو کې د اسلامي جمهوریت ګڼ مشران وژل شوي دي.

د ایران د مشرتابه په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې—چې ایا امریکا باور لري هغوی په بریدونو کې وژل شوي که نه— ده وویل: «د دې لویه برخه، هو. خو ټول نه شو ویلای. خو لویه برخه همداسې ده. برید ډېر ځواکمن و.»

د امریکا ولسمشر په څرګنده ډول د علي خامنه‌يي د وژل کېدو یادونه ونه کړه. خو کله چې وروسته ورڅخه وپوښتل شول چې د ایران راتلونکی مشر به څوک وي او ایا کوم څوک ټاکل شوی، نو پرته له جزئیاتو یې وویل: «هو. موږ ډېر ښه تصور لرو.»

تر دې څو ساعته وړاندې، د اسرائیل صدراعظم بینامین نتانیاهو اعلان وکړ چې ډېرې نښې شته چې علي خامنه‌يي نور ژوندی نه دی.

د امریکا ولسمشر د امریکا او اسرائیل د عملیاتو په اړه خوشبیني وښوده او ویې ویل چې دا عملیات «ډېر ښه روان دي.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا عملیات به تر کومه دوام وکړي، ټرمپ وویل: «په اصل کې هر څومره چې موږ وغواړو. خو همدا اوس هم ډېر زیان اوښتی. هغوی عملاً بې‌وسه شوي دي؛ هر څومره چې موږ وغواړو عملیاتو ته دوام ورکوو.»

له بلې خوا د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د شنبې په ورځ، د کب/ حوت اتمه، پر ایران د امریکا او اسرائیل د بریدونو په ترڅ کې اووه لوړپوړي ایراني چارواکي وژل شوي دي.

د وژل شویو کسانو په ډله کې د ایران د سپاه پاسداران د انقلابي ځواک عمومي قوماندان محمد پاکپور، او همداراز د اسلامي جمهوریت د دفاعي شورا منشي علي شمخاني شامل دي.

د خپرې شوې اعلامیې له مخې، د اسلامي جمهوریت د حکومت د دفاع وزیر عزیز نصیرزاده هم په دغو بریدونو کې وژل شوی دی.

علي شمخاني، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر علي خامنه يي سلاکار هم و، تېر کال د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال هم د اسرائیل له لوري ویشتل شوی و، خو ژوندی پاتې شوی و. هغه تر دې جګړې وروسته د دفاع شورا د منشي په توګه وټاکل شو.

1 COMMENT

  1. همدې خبر مفتي تقی عثمانی هم تشناب ته واستول چی خپل پمپر، نظر او د هغې جعلی ویدیو په اړه خبر بدل کړې چي دروغو یی پکې تور لګولی او ویلی یی وؤ چی اسرائېل او هند د تا.لبانو سره مرستي کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د غزني ګیرو ولسوالي | اسدالله بلهارجلالزی

د سپینې خولې مزه دې ډېره چې پرې یې نه ږدې، د ګېرو په ډېرانونه ګیرو د غزني له اتلسګونو ولسوالیو څخه ده چې د غزني...