Homeخبرونهپه پاکستان کې د امریکا پر کونسلګرۍ د «سلګونو» لاریون کوونکو یرغل

په پاکستان کې د امریکا پر کونسلګرۍ د «سلګونو» لاریون کوونکو یرغل

تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۱۰ مه) له پاکستانه راپورونه وایي چې په کراچۍ ښار کې ګڼ شمېر لاریون کوونکو نن (یکشنبې) پر امریکايي قونسلګرۍ برید کړی او ودانۍ ته ننوتي دي.

فرانس پریس خبري اژانس د دغو لاریون کوونکو شمېر «سلګونه» تنه یاد کړی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، ډېری دغه لاریون کوونکي د یوې دیني مدرسې زده‌کوونکي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې په دې پېښه کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ژوبل شوي دي.

هم‌مهاله ځینې راپورونه وایي چې د امریکايي کونسلګرۍ پر ودانۍ د یرغل په ترڅ کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي.

فرانس پریس په خپل راپور کې لیکلي چې د همدې مدرسې زده‌کوونکي په پېښور ښار کې هم د امریکا د برید او په ایران کې د علي خامنه‌يي د وژل کېدو پر ضد سړکونو ته راوتلي دي.

دغه خبري اژانس همداراز د یکشنبې په ورځ خبر ورکړی چې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې «زرګونه شیعه مسلمانان» د اسلامي جمهوریت د مشر د وژل کېدو پر ضد راټول شوي دي.

دغه کسان د کشمیر په مرکز، سرینګر ښار کې راټول شوي او د اسرائیل او امریکا پر ضد یې شعارونه ورکړي دي.

د کراچۍ خلاف، چې اعتراض له تاوتریخوالي سره مل و، په کشمیر کې احتجاجي غونډه «تر ډېره ارامه او سوله‌ییزه» وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ابن بطوطه پر پلونو | نورمحمد سعید

ډېر یې مراکش ولي، خو مراکش یې یوازې یو ښار دی او د ټول مملکت رسمي نوم المغرب دی. مراکش خو یې کلېشه‌يي نوم...