Homeخبرونهنیویارک ټایمز: سي‌آی‌ای د خامنه‌يي ځای وموند، اسرائیل برید وکړ

نیویارک ټایمز: سي‌آی‌ای د خامنه‌يي ځای وموند، اسرائیل برید وکړ

تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۱۰ مه) نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ په خپل راپور کې لیکلي چې د امریکا د استخباراتو اداره CIA له څو «میاشتو» راهیسي د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر علي خامنه‌يي د تعقیب او څرک لګولو کار کاوه، او له همدې امله یې د شنبې په ورځ د هغه د موقعیت په اړه معلومات ترلاسه کړل.

په راپور کې راغلي چې د همدې استخباراتي عملیاتو په پایله کې، سي‌آی‌ای د شنبې په ورځ د اسلامي جمهوریت د مشر له ځایه خبره شوه او دا معلومات یې اسراییل ته وسپارل.

پر دې اساس، د خامنه‌يي د موقعیت موندلو دنده د امریکا پر غاړه وه او پر استوګنځي یې د برید مسئولیت اسرائیل پر غاړه درلود.

له هغې ۱۲ ورځنۍ جګړې راهیسې چې د تیر م کال په اوړي کې د اسرائیل له‌خوا پیل شوه او وروسته امریکا هم ورسره یوځای شوه، د اسلامي جمهوریت مشر پټ او خوندي ځای اوسېده او په اوونیو د هغه د ځای په اړه هیڅ معلومات نه وو.

خو د شنبې په ورځ، د کب/حوت په نهمه، د راپورونو له مخې د امریکا او اسرائیل د ګډو بریدونو د لومړۍ څپې له مهمو هدفونو څخه یو د خامنه‌يي رسمي استوګنځای و.

داسې ښکاري چې هغه د یوې ناستې لپاره د خپل رسمي استوګنځي په ودانۍ کې، چې د تهران په پاستور میدان کې موقعیت لري، حضور درلود.

له هغه سره د ایران لږترلږه ۴۰ مهم دولتي چارواکي وژل شوي دي.

آیت‌الله علي خامنه‌يي، د ایران د اسلامي جمهوریت دوهم رهبر، د نړۍ تر ټولو له زړو سیاسي مشرانو څخه شمېرل کېده او له درېیو لسیزو څخه زیات د داسې نظام په سر کې و، چې د ده د سیاسي ژوند په وروستیو کلونو کې تر بل هر وخت زیات د ده د پرېکړو، اندېښنو او د واک د انجنیرۍ مستقیم انعکاس پکې لیدل کېده.

د اسلامي جمهوریت پلویانو د یکشنبې په ورځ د علي خامنه‌يي له وژل کېدو وروسته په تهران کې د انقلاب په میدان او همداراز په تبریز، مشهد، اصفهان، اهواز او کرمانشاه کې راټول شول. هغوی تور بیرغونه په لاس کې لرل او شعارونه یې ورکول:
«مرګ پر امریکا»، «مرګ پر اسرائیل» او «نه سازش، نه تسلیم؛ جګړه له امریکا سره».

د ایران کابینې د علي خامنه‌يي تر موژل کېدو وروسته اووه ورځې رسمي رخصتي او ۴۰ ورځې عمومي ماتم اعلان کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې» علمي- څېړنيز سیمینار

 محمد آصف احمدزی ادبي راپورتاژ ماشومان که د مشرق که د مغرب دي د ژړا او د خندا انداز یې يو دی د افغانستان د علومو اکاډمي هر...