Home+د پنجاب تېری، اوس ولې؟ | عبدالصمد ازهر

د پنجاب تېری، اوس ولې؟ | عبدالصمد ازهر

د پنجاب سرکار پخوا ویلي و چې له روژې مياشتې وروسته به پر افغان خاوره بريد کوي، خو څه پېښ شول چې په روژې کې يې راودانګل؟

د امريکې او اسراييلو ګډ تېري پر ايران، دا غوټه وسپړله. يوه اونۍ مخکې د ايراني او افغان چارواکو اړيکې ډېرې تودې شوې وې. ايران د طالب امارت په رسميت پېژندلو تمايلات څرګند کړي ول او طالبانو هم پتېيلې وه چې پر ايران د امريکې د تېري په حالت کې به د ایران په پلوي درېږي. د پاکستان ناڅاپي تېری پر افغان خاوره بل څه نه دي بې له نيابتي دندې تر سره کولو. امريکې د پاکستان د عملياتو ننګه وکړه، هغه يې ډېر ښه وبلل او خپله پلوي يې ورته اعلان کړه.

دغو څرګندو فاکټونو ته په کتو سره ټولې پټې اړيکې بربنډېږي او پاکستاني دفاع وزير خواجه آصف چې په تېرو لسيزو کې د امريکې په نيابت جګړو کې د پاکستان نغښتل مردود ګڼي، دا دی دی پخپله همغه چارې په مخ بيايي چې نور يې پرې ملامتول.

په لنډ ډول:

امريکه د خپل نيابتي لاس په وسيله طالبانو ته سزا ورکوی او پر خپل ځان يې مصروفوي. خو له بده مرغه د جګړې سياسي، اقتصآدي، ټولنيز او امنيتي کرغېړن بوج، تر هر چا زيات د ټولنې پر بېوزلو، پخوانو جګړو ځپلو، د کډواليو ترخه ليدليو او ستومانه ولس راپرېوځي او درند تاوان به يې پرېکوي.

۰۹/۱۲/۱۳۴۴

۲۸/۰۲/۲۰۲۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې نن د یکشنبې په ماسپښین...