تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۱۰ مه) سره له دې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو اور کم شوی ښکاري، راپورونه وايي، د ننګرهار ولایت په تورخم کې یو ځل بیا د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
ځايي اوسېدونکو تاند ته وویل چې جګړه د تورخم د مصروفې لارې په شاوخوا کې پیل شوې، هغه لاره چې له څو میاشتو راهیسې پرې تګ راتګ او تجارت درېدلی دی.
پاکستان او د افغانستان د طالبانو حکومت تراوسه پورې د تورخم د نښتې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
خو د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې تېره شپه پر دیورند کرښه په ننګرهار، پکتیا، خوست او کندهار ولایتونو په سرحدي سیمو کې سختې نښتې شوې دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت هم ویلي چې د پاکستان د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې په پکتیا او ننګرهار کې د یوې ښځې په ګډون درې ملکیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
فطرت همداراز ویلي چې د پاکستان په بمبارۍ کې د ننګرهار په غني خېل ولسوالي کې ۴ کورونه ویجاړ شوي او د پکتیا په ډنډپټان ولسوالي کې یو ملکي وګړی وژل شوی او یو بل ټپي دی.
تېره شپه د کابل په اسمان کې د الوتکو غرهار اورېدل کېده او له لاندې پرې ډزې کېدې.