Homeخبرونهدفاع وزارت وايي، د پاکستان ۴ پوځي اډې یې نیولي

دفاع وزارت وايي، د پاکستان ۴ پوځي اډې یې نیولي

تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۱۰ مه) افغان دفاعي ځواکونو پر دیورند کرښه د درنو نښتو په ترڅ کې د پاکستان پوځي اډې نیولې دي.

د افغانستان دفاع وزارت نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ځواکونو یې پر پاکستاني پوځ په غچ اخیستونکو بریدونو کې څلور پاکستاني پوځي اډې نیولې دي.

د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي ویلي، په دغو عملیاتو کې ۳۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي چې ویل کېږي اکثرو ته د ځمکنیو ماینونو په چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دفاع وزارت ویندوی همداراز ادعا کړې چې د نښتو پر مهال یافغان دفاعي ځواکونو د پاکستان دوه بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) ویشتي دي.

د راپور له مخې، دغه بریدونه په ننګرهار، خوست، کندهار او پکتیا ولایتونو کې ترسره شوي دي. تر اوسه پاکستاني امنیتي چارواکو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو دا هم تایید کړې چې پاکستاني الوتکو د شپې له‌خوا د کابل پر فضا الوتنې کړې دي. ځايي سرچینو هم د کابل ښار په ځینو سیمو کې د چاودنو او ډزو راپورونه ورکړي دي.

له بلې خوا راپورونه وايي چې د افغانستان بې پېلوټه الوتکو نن شاوخوا یوولس بجې په کوټه کې د پاکستان د پوځ پر قول اردو بریدونه کړي دی. تراوسه د دې بریدونو په نتیجه کې د اوښتو مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...