تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۱۰ مه) د بریتانیا انډیپندینټ ورځپاڼې د افغان چارواکو په قول راپور ورکړ چې د کابل په شمال کې پر بګرام هوايي اډې، یې د پاکستان د هوايي برید هڅه شنډه کړې ده.
د ورځپاڼې پر اساس، دا هڅه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د شدیدې جګړې په څلورمه ورځ شنډه شوې ده. دا مخ په زیاتېدو شخړه د وروستیو کلونو تر ټولو سخته نښته بلل کېږي، او پاکستان اعلان کړی چې له افغانستان سره په «پرانیستې جګړه» کې دی.
د انډیپندنټ پر اساس، د جګړې شدت نړیواله ټولنه اندېښمنه کړې ده، په ځانګړي ډول له دې امله چې دې سیمې ته لا هم د القاعده او داعش په څېر وسلهوالو ډلو ته د تمې سترګې نیولي او ویل کېږي دا ډلې هڅه کوي یو ځل بیا خپل حضور پیاوړی کړي.
د یکشنبې په ورځ، د پروان ولایت امنیه قوماندانۍ—چې بګرام هوايي اډه پکې موقعیت لري—په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې څو پاکستاني پوځي جټ الوتکې د سهار شاوخوا پنځه بجې افغان هوايي حریم ته ننوتې او هڅه یې وکړه چې پر بګرام هوايي اډه بمباري وکړي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان ځواکونو د هوايي دفاع او توغندويي سیستمونو په کارولو سره پاکستاني الوتکو ته ځواب ورکړ او هغوی مجبوره شوې چې بېرته لاړې شي.
تر اوسه پاکستان په دې اړه څه نه دي ویلي.