Homeخبرونهدفاع وزارت وايی، د پاکستان په ګڼو پوځي مرکزونو یې هوايي بریدونه...

دفاع وزارت وايی، د پاکستان په ګڼو پوځي مرکزونو یې هوايي بریدونه کړي

تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۱۰ مه) ډ افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، هوايي ځواکونو یې نن ورځ یوځل بیا د پاکستان په راولپنډۍ کې پر نورخان اډه، د  بلوچستان د مرکز په کوټه کې پر ۱۲نمر قول اردو، د خیبر پښتونخوا د مهمند ایجنسۍ (ولسوالۍ) پر خویزو کمپ او غلنۍ پوځي قرارګاوو باندې چې مهم پوځي تأسیسات او مراکز دي کارنده هوايي ګوزارونه کړي دي.

د دفاع وزارت ویندوی عنایت الله خوارزمي په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې همداراز لیکلي چې هدفونه لګیدلي او زیات زیان یې اړولی دی.

افغانستان په تېرو څو ورځو کې، چې له پاکستان سره یې جګړه پراخه شوې، له بې پېلوټه الوتکو بیا بیا کار اخیستی دی.

د ښاغلي خوارزمي په وینا، یاد هوايي ګوزارونه بیا هم «د پاکستان د متمرد پوځ د هغو هوايي تجاوزونو په غبرګون کې وشول چې تیره شپه او نن ورځ یې په کابل، بګرام او ځینو نورو سیمو کې ترسره کړل.»

ده نه دي ویلي چې د پاکستان په بریدونو کې مرګ ژوبله او تاوانونه پېښ شوي او که نه دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی په عین حال کې خبرداری ورکړی چې «هرڅومره چې د پاکستانۍ شریره حلقه زموږ د حریم نقض او بې احترامي کوي، له شدید غبرګون سره به مخ کیږي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ابن بطوطه پر پلونو | نورمحمد سعید

ډېر یې مراکش ولي، خو مراکش یې یوازې یو ښار دی او د ټول مملکت رسمي نوم المغرب دی. مراکش خو یې کلېشه‌يي نوم...