شنبه, مې 18, 2024
Home+د شوروي اتحاد وروستنی دولتمشر

د شوروي اتحاد وروستنی دولتمشر

له نن څخه ۹۳ کاله پخوا د پخواني شوروي اتحاد وروستنی دولتمشر میخایل ګورباچیف (په روسي ژبه Михаил Сергеевич) د ۱۹۳۱ م کال د مارچ په دوهمه د روسیې د (Stavropol Krai) ولایت د ستافروپول (Stavropol) سیمې د پریولنوۍ کلي په یوه بېوزله کورنۍ کې وزېږېد.

د ماشومتوب او زلمیتوب په دوره کې یې ستالین پر شوروي اتحاد واکمن و.

ګورباچیف، چې د شوروي اتحاد اتم او وروستنی ولسمشر/ دولتمشر و، له ۱۹۸۵ څخه تر ۱۹۹۱ پورې د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند عمومي منشي و. له ۱۹۸۸ څخه تر ۱۹۹۱ پورې د شوروي اتحاد دولتمشر و. په دې حساب له ۱۹۸۸ څخه تر ۱۹۸۹ پورې د شوروي اتحاد د عالي شورا د مشرتابه پلاوي ريیس، له ۱۹۸۹ څخه تر ۱۹۹۰ پورې د شوروي اتحاد د عالي شورا رييس او له ۱۹۹۰ څخه تر ۱۹۹۱ پورې د شوروي اتحاد دولتمشر و.

ګورباچیف په مارکسیزم- لینیزم سخت باورمن و، خو د ۱۹۹۰ لسیزې له لومړیو څخه یې پر کمونیستي ایډیالوژۍ باور کم شو او سوسیال دیموکراسۍ ته لېوال شو.

ده په ۱۹۵۳ م کال د مسکو په دولتي پوهنتون کې د زده کړو په ترڅ کې، چې په حقوقو کې یې لا لیسانس نه و اخیستی، له ريسا تیتراییکو سره واده وکړ چې هغې هم په همدغه پوهنتون کې زده کړې کولې.

له لیسنانس اخیستو وروسته ستافروپول ښار ته لاړ او د کمونیست ګوند، چې په شوروي اتحاد کې یوازینی ګوند و، په کمسومول یا د ځوانانو په سازمان کې شامل شو.

د ستالین له مړینې وروسته د شوروي اتحاد د نوي مشر نیکیتا خروشچیف په مشرۍ په کمونیست ګوند کې د ستالینیزم د پای ته رسېدو لپاره د ریفورمونو په یوه سخت پلوي بدل شو.

په ۱۹۷۰ کې د ستافروپول د سیمې د کمونیست ګوند د کمېټې لومړی منشي وټاکل شو. په دې موده کې یې د ستافروپول د ستر کانال د جوړولو پر چارو څارنه کوله.

په ۱۹۷۸ کې مسکو ته ستون شو او د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې منشي وګومارل شو. په ۱۹۷۹ کې د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې د پولیټ بیرو غړیتوب ته ورسېد.

د شوروي اتحاد د بل مشر لویند برژنیف له مړینې درې کاله وروسته ګورباچیف د کمونیست ګوند سرمنشي او په حقیقت کې د هیواد او حکومت مشر وټاکل شو. د برژینیف له مړینې وروسته یوري اندروپوف او مخکې تر دې چې ګورباچیف په ۱۹۸۵ کې واک ته ورسېږي، کینستانتین چیرنینکو د لنډې مودې لپاره واک ترلاسه کړ.

ګورباچیف که څه هم د شوروي اتحاد یووالي او کمونیستي ایډیالونو ته ژمن و خو اصلاحات یې ضروری بلل؛ په تېره بیا پر افغانستان له یرغل او په اوکراین کې د چرنوبیل د ۱۹۸۶ کال له پېښې وروسته.

د ګورباچیف اصلاحات د شوروي اتحاد د پاشلتیا او د ۱۵ نویو هیوادونو د جوړېدا سبب شول. که څه هم د شوروي اتحاد د پاتې کېدا او د کمونیزم پلویان ګورباچیف په نړۍ کې د سوسیالیزم او کمونیزم د ماتې سبب بولي خو د شوروي اتحاد مځکني حقیقتونه د ډېرو په باور ګورباچیف مجبوره کړ چې د اصلاحاتو لور ته مخه کړي. د شوروي اتحاد او د لوېدیځ د پانګوالي نظامونو د پرمختګ واټن ورځ تر بلې زیاتېدو او ګورباچیف احساس کاوه چې چې سوسیالیستي او کمونیستي سیستم کار نه ورکوي.

د ګورباچیف نوم به د تل لپاره د افغانستان له تاریخ سره هم تړلی وي ځکه چې د ده په امر د ۱۹۸۸ م کال په فبرورۍ کې له افغانستانه د شوروي اتحاد پوځونو په ایستلو پیل وکړ او د ۱۹۸۹ په اپریل کې یې ټول ځواکونه ووتل. په دې جګړه کې، چې له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۹ پورې یې دوام وکړ، شاوخوا ۱۵ شورویان ووژل شول او لسګونه زره نور ژوبل شول.

د ګورباجیف اصلاحات نه یوازې له افغانستانه د شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو سبب شول بلکې د ختیځې اروپا ګڼو هیوادونو ته یې له زورواکۍ څخه خپلواکۍ ته د رسېدو لار هواره کړه.

ګورباچوف د ۲۰۲۲ د اګست په ۳۰ مه د ۹۱ کلونو په عمر مړ شو. د پخواني شوروي اتحاد په مشرانو کې هیڅ بل مشر د ګورباچوف هومره عمر ونه کړ.

ګورباچیف، چې د جرمني په یووالي او د سړې جګړې په پای ته رسېدو کې یې مهمه ونډه لرله، په ۲۰۰۳ کې جرمني دولتي میډال ورکړ خو تر دې څو کاله وړاندې یعني په ۱۹۹۰ کې یې په همدې خاطر د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب