یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د نورستان اسطورې، ۱۲ برخه

د نورستان اسطورې، ۱۲ برخه

اسطورې او افسانې

پرينجيک ـ پره جيک

لیکوال: سمیع الله تازه

ژباړن: سید اصغر هاشمي

د انسانانو له ژبنيو لاسته راوړنو څخه څرګندېږي چې اسطورې اوږد تاريخ لري او عمر يې ډېرو پخوانيو دورو ته رسيږي. اسطورې په پخوانيو ټولنو، لکه اریانا، هند، مصر او يونان کې د ځانګړي ارزښت لرونکي دي، پوهان اسطورې د هماغه دورې د انسانانو د داخلي غوښتنو انعکاس ګڼي.

د ټولنپوهنې يو عالم ليکلي: اسطورې او افسانې د بشـر په ټولو ډلو کې موجودې دي او د اسطورو د را منځته کېدو بېلابېلې منابع چې له هغې څخه اسطورې لاسته راغلي دي، د مطالعه لاندې نيولی شو. ښايي د اسطورو د پيدا کېدو يو لامل د لومړنیو انسانانو داخلي خيالات وي او يا ښايي د لومړنیو انسانانو په منځ کې د ځواکمن ذهن څښتن به شتون درلود او هڅه به یې کړې وي چې د هغو پوښتنو ځواب تر لاسه کړي چې په ذهن کې یې پيدا شوي دي او له دغو ځوابونو سره د وخت په تېريدلو سره نورې ذهني سوژې يو ځای شوي دي او اسطورې ترې لاس ته راغلي دي. همدارنګه ښايي له مرګ، رعد و برق، لمر، سپوږمۍ او سيلاب څخه د انسان وېره د اسطورو د منځ ته راتلو لامل وي.

اوس داسې فکر کېږي چې قصه ويونکي او د اسطورو اختراع کوونکي ډېر پرمختللي خلک نه وو او د ساده فکر خاوندان وو، خو داسې فکر هم شته چې هغوی په علمي کارونو ځان بوخت کړی وو او خپل حدسونه او تصورات يې سره يو ځای کول او داسې عمومي افکار یې را منځته کړي چې د قوم او قبیلې له نظریاتو سره يې توپيرونه نه درلودل.([1])

جورج دوميزل G.Damezilد هندو اروپايي کتاب ليکوال په دې اند دی چې د هر تمدن د ديني او مذهبي درک لپاره په الهياتو، د اسطورو علم، مقدس ادبیات او آن په مذهبي او ټولنيزو سازمانونو او نظامونو پوهېدل اړین دي.

د يونان او روم د اسطورو فرهنګ کتاب ليکوال ليکلي: د بېلابېلو ملتونو او قومونو د معنوي ژوند او پرې تېرو شویو حالاتو د مطالعې لپاره له هغوی را پاتې اسطورو او داستانونو څخه نور ګټور او خواږه اثار نشو موندلی.([2])

د اسطورو د تعريف او پېژندنې په اړه ډېر عالمان نظر ورکوي، خو هغه څه چې د اسطورو د پېژندلو لپاره اړین دي، د اسطورو لوبغاړي او ارباب الانواع دي او بله دا چې اسطورې د بشر له تعقل څخه وړاندې فرهنګ روښانه کوي.

سيروس شميسا ليکلي: اسطوره هغه بیان دی چې زیربنا يې حقیقت؛ تاريخ او روبنا يې افسانه ده([3])، خو علي شريعتي ليکلي: زه له اسطورو سره تر تاريخ ډېره مينه لرم او آن په دې باور یم چې له تاریخ څخه اسطورې ډېرې ريښتينې دي. اسطورې هغه داستانونه دي چې د انسان په ذهن کې را منځته شوي دي. تاريخ هغه حقايق دي، څنګه چې دوی را منځته کړي، په داسې حال کې چې اسطورې هغه تاريخ دی چې بايد را منځته شوی وای.

ميرچا الياد وايي: د طبيعت په دوران کې د خلکو په فکرونو کې يوازې مادي طبيعت نه وو، بلکې په عين حال کې له طبيعت پرته نور قدرتونه هم شامل وو. د سپېڅلو قدرتونو نښې او نښانې د يو لوی حقيقت څرګندونه يې واضح کوله.

د عصري روښان فکرئ په غالب ګومان اسطورو ته په خوار او بې باکانه نظر کتل په دې معنا ده چې اسطورې چندان ګټورې نه دي او يوازې د معيوبو فکرونو لپاره غوره ښکاري.

دوی اسطورې ساختګي ګڼي. نېچه(friedrich Wilhelm nietzscha ) له ډېرو مطالعاتو وروسته دې پایلې ته رسيدلی دی. که څه هم لفظي معناوې د فلسفې د پام وړ نه دي خو بشر له اسطورو څخه تېخته کولای نه شي او هر ډول اسطوره په خپله يو اسطوره يي باور دی. نېچه علمي باورونه نوې اسطورې ګڼي چې د زړو باورونو ځای ناستي دي، هغه ثابته کړه چې اسطورې يوازې په غیبي عناصرو باندې ايمان او د ارباب الانواعو په داستانونو کې نه شته؛ بلکې هر ډول ټولنيز فکر چې د عاطفې او ايمان په ستن ولاړ وي، د اسطورې د پیدا کېدو یو لامل دی. په حقیقت کې اسطورې يو غير ارادي امر دی او د انسانانو د هستۍ د نه بیلیدونکي برخې په ډول يې خپل ژوند ته دوام ورکړی دی او د ټولو انساني ټولنو شاليد ترې تشکیل شوی دی. نېچه د رنسانس دورې يو له ريښتينو پيغام راوړونکو څخه و، د اسطوره يې پدېدو لپاره د نوي فکر په را منځته کولو يې له ځان څخه وروسته نوې لاره لارويو او څېړونکو ته پرانيستله.([4])

ميرچا الياد له خپلو څېړنو څخه یې پايله تر لاسه کړې او وايي: اساطيري مظامين د تورتمونو په تل کې روان دي او خپل ژوند ته دوام ورکوي. او همدارنګه په نا پېژندل شویو ډولونو خپل ځانونه تکراروي.

د کارل ګوستاو یونګ په باور اساطير هېڅکله په هوښيارانه ډول نه دي را منځته شوي او نه به را منځته شي او تر هر څه ډېر د خلکو د ناخود اګاه غوښتنو تجلی ده چې ژوندې شوې دي.

ارنست ليکلي: اسطورې د عقلي، عملي او منطقي مفهومونو په څېر هغه صورتونه دي چې بشر د خپل ژوند په اوږدو کې نړۍ د هغې په وسيله پېژني او د علم او اسطورې تر منځ ځانګړی توپير شتون نه لري.

 په ننني فکر کې ښايي اسطورو ته علاقه مندي په متفاوت ډول په ظاهر او زړو باورونو تر سره شي، ښايي د اسطورو د صورت همدا بدلون وي چې د پوهانو يوه ډله اسطورې د اوسني ټولنې په اوسني فرهنګي او ټولنیز ژوند کې ناديده نیسي او داسې فکر کوي چې د هغوی تړون د نننۍ ټولنې له انسان سره ګونګ او ناپېژندل شوی دی.  ځينې په دې اند دي چې نوې نړۍ له اسطورو خالي ګڼل کېږي او د ننيو ټولنو بحران د اسطورو له امله ګڼل کېږي.([5])

د پخوانيو ټولنو وګړو له يو بل سره جګړې کولې، يو ډله ماتېدله او بلې ډلې بری تر لاسه کاوه، په دې حال کې ځينې انسانانو تبارز کاوه، ځکه ټولنيزه ډله له منطق څخه محرومه ډله وه. د دوی له ډلې يو تن د دوستۍ او علاقې پر بنسټ پر يو کس فخر کاوه او نژادي فضايل يې له پامه غورځول، همدارنګه ټول رواني حالات يې شاته پريښودل او هغه يې د ژوند سېمبول ګڼه. دا د هماغه رستم يا بل کوم لوی پهلوان داستان دی چې د قوم اتل او د داستان محوري شکل را منځته کوي.([6])

اسطورې عامې کېسـې، د اتلانو ستاينې او د پهلوانۍ حکايتونه دي چې له پخوانيو ټولنو څخه زموږ پلرونو ته رسېدلي دي او له هغوی څخه موږ ته رسيدلي دي؛ په دې ډول اسطورو کې د الهو (ارباب الانواعو) ځلا لیدل کېده او دغه داستانونه ترې را منځته شوي دي. په لومړنیو بدوي اسطورو کې ارباب الانواع له اتلانو سره يو ځای ښکاره کېدل او په يوه ټولنه کې اوسيدل، د وخت په تېريدلو يې د ارباب الانواعتوب دعوې له منځه تللي او اسطورې د افسانو په شکل د بشر اوسني ژوند ته رسيدلي دي. ([7])

له ميلاد څخه درې سوه کاله وړاندې د اهمورس EU HEMERUS په نوم شخص د سیسل له کورنۍ څخه وو، د دې اسطورې د اتلانو (ارباب الانواع) په اړه د (نوشته های مقدس) يا سپېڅلو ليکنو په نوم کتاب تدوين کړ او په هغې کې يې وليکل: ارباب الانواع او نور بېلابېل قوتونه بشـر دي او بشـر هغوی ته انساني شخصيت وربخښلی دی يا په ډېر احتمال قهرمانان هغه انسانان دي چې خلکو د هغو خدمتونو لپاره دوی اړ کړي چې د مطلق تصور له مخې هغوی ته د ارباب الانواع مرتبه ورکړي.([8])

هر قوم او هر ملت ځانګړي اساطيري ليد لري چې په طبیعي ډول د زرګونو کلونو په موده کې ورته په ميراث کې پاتې او دا ميراث هر مهال د ازلي خاطرې په ډول پاتې کېږي چې هر ملت او هر قوم له ماضي او راتلونکي سره نښلوي او د هغوی د اوږد ژوند اصلي دليل هغه منځنۍ نقطه ده چې ټول بشـريت له يو بل سره نښلوي خو دې مرکزي نقطي ته رسيدل ښايي په يوازې (مستقل) ډول تر سره شي او دا جاويدانګي (ځلېدنه) په داسې ډول ده چې هېڅ نظام او هېڅ مقررات نه شي کولای په هغې کې لاسوهنه وکړي.([9])

[1] جان بی ناس،تاریخ جامع اديان، ترجمه علی اضغر حکمت، ص۲۵،تهران ۱۳۸۲

[2] مذهب قديم نورستان،ص الف

[3] سميع الله تازه، روايات اساطيري در اساطير نورستان،ص ۷۳، کابل ۱۳۹۸

[4] سايت انترنيتي ماندګار – انسان و نوين اسطوره هايش

[5] همان سايت

[6] يکاني، سخن شناسي، چاپ اول صص ۲۹۷،۳۰۱

[7] همان کتاب ،ص ۲۹۷،۳۰۱

[8] ويل دورانت، ترجمه هوشنګ پير نظر، تاريخ تمدن، کتاب دوم، يونان باستان، بخش سوم

[9] مقولات اساطيري، مجله خراسان، ۱۳۶۶/۱

د نورستان اسطورې، یوولسمه برخه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب