یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان؛هغه هېواد چې هره ورځ ۱۱ ماشومانو سره جنسي تشدد پکې کیږي

پاکستان؛هغه هېواد چې هره ورځ ۱۱ ماشومانو سره جنسي تشدد پکې کیږي

تاند( شنبه، د حوت ۱۲ مه) د ماشومانو د حقونو یوې پاکستاني ادارې« ساحل» په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په دغه هېواد کې هره ورځ په اوسط ډول پر ۱۱ ماشومان له جنسي ځورونې سره مخ کیږي.

د دغې ادارې د راپور له مخې، په پاکستان کې د ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې له ماشومانو سره د جنسي تشدد ۴۲۱۳ پېښې ثبت شوي، چې له دې ډلې یې ۲۰۲۱ د جنسي تېري پېښې دي.

د جنسي ځورونې له دې پېښو څخه ۲۲۵۱ یې د نجونو او نورې د هلکانو اړوندې یادې شوي.

 له دې سره، باور دا دی چې دا پېښې له ثبت شویو هغو څخه په مراتبو څو برابره زیاتې دي.

 د ساحل په نوم د دغې ادارې د راپور موندنې ښيي، چې د ثبت شویو پېښو له جملې څخه ۶۱ ماشومان له جنسي تېري وروسته وژل شوي دي.

د راپور په اساس، د جنسي تاوتریخوالي له دغو پېښو څخه تر ټولو زیاتې یې د پاکستان په پنجاب ایالت کې ثبت شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب