جمعه, مې 10, 2024
Home+پوزه کې ګوته وهل مو د عقل په زوال اخته کولای شي

پوزه کې ګوته وهل مو د عقل په زوال اخته کولای شي

یوه تازه څېړنه څرګندوي، چې په پوزه کې په منظمه توګه وهل او تخلیه کول یې د الزایمر پر خطرناکې ناروغۍ د اخته کولو سبب کېدای شي.

د دغې څېړنې له مخې، په پوزه کې له ګوتې وهلو سره ځینې ویروسونه د پوزې له لارې ماغزو ته انتقالېدای شي او هلته د الزایمر یا د عقل د زوال د خطرناکې ناروغۍ د رامنځته کولو سبب کېدلی شي.

 په دې اړه د څېړنې ترسره کوونکو ویلي، د دې ترڅنګ د ژوند د سبک ناسمه بڼه هم د الزایمر یا د عقل د زوال په خطرناکې ناروغۍ د خلکو د اخته کېدو له تر ټولو اصلي لاملونو څخه دی.

د دې ترڅنګ ژنټیکي لاملونه او عصبي ستونزې هم مهم لاملونه کېدای شي.

 څېړونکو له هغو کسانو چې عادتاً په خپلو پوزو کې ګوتې وهي، غوښتي چې هر څومره ژر دغه عادت بدل او له دې کاره ډډه وکړي.

 دوی سپارښتنه کړې، چې په پوزه کې د ګوتې وهلو پر ځای غوره ده چې پوزې د مالګې په اوبو ووینځئ یا یې څنډ وهئ.

 د څېړونکو په خبره، نړۍ باید د کرونا ویروس له ویجاړوونکو پایلو په درس اخیستو سره نور د روغتیا پوهانو سپارښتنې جدي وګڼي او عمل پرې وکړي.

دوی تر هر څه لومړی په منظم ډول د لاسونو د پریمینځلو ټینګار کړی او ویلي، چې دا کار مو له ډېرو ناروغیو ژغورلی شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب