Homeخبرونهمتحده عربي اماراتو د افغانستان د ترافیکي پېښې له قربانیانو سره خواخوږي...

متحده عربي اماراتو د افغانستان د ترافیکي پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه

تاند (یکشنبه، د غبرګولي / جوزا ۱۰ مه) متحده عربي اماراتو د افغانستان په ختیځ کې د یوې لارۍ د چپه کېدو له امله د رامنځته شوې خونړۍ ترافیکي پېښې له کبله له افغانستان سره خواخوږي او خپل پیوستون څرګند کړی دی.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د پېښې د قربانیانو له کورنیو او د افغانستان له خلکو سره ژوره خواخوږي او ډاډګیرنه څرګنده کړې او دا غمیزه یې یوه دردناکه ضایعه بللې ده.

په خبرپاڼه کې د ټپیانو لپاره د ژر تر ژره روغتیا هیله هم شوې ده.

د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا دریځ د بېلابېلو پېښو او طبیعي یا بشري ناورینونو له زیانمنو شویو خلکو سره د دغه هېواد د دوامدارې همغږۍ او ملاتړ څرګندونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سړکونو د خراب وضعیت او د ترانسپورتي زیربناوو د کمزورۍ له امله ترافیکي پېښې په مکرر ډول رامنځته کېږي او هر کال ګڼ شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

پرون (شنبه) سهار شاوخوا ۵:۳۰ بجې، د کابل ـ جلال آباد پر لویه لار یو موټر چې بېرته راستنېدونکي کسان یې لېږدول، له سړک څخه واوښت او چپه شو.

د دې پېښې له امله ۲۲ تنه، چې ۱۰ ماشومان هم پکې شامل وو، مړه شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

متروپولیس؛ هغه فلم چې د اوسني وخت وړاندوینه یې کړې وه

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۹ مه) میتروپولیس Metropolis، چوپ یا بې خبرو فلم، چې په ۱۹۲۷ کال جوړ شوی او د جرمني د...