Homeخبرونهنجیب‌الله علي‌خېل: پاکستان د جمهوریت د سقوط ملاتړ کاوه، خو د طالبانو...

نجیب‌الله علي‌خېل: پاکستان د جمهوریت د سقوط ملاتړ کاوه، خو د طالبانو مطلقه واکمني یې هم نه غوښته

تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۰ مه) په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر نجیب‌الله علي‌خېل، وایي چې اسلام‌اباد له یوې خوا د افغانستان د جمهوري نظام د ړنګېدو غوښتونکی و، خو له بلې خوا یې د طالبانو بشپړه او انحصاري واکمني هم نه غوښتله.

 د هغه په وینا، پاکستان د خپلو اوږدمهالو ستراتیژیکو موخو په چوکاټ کې ښايي د افغانستان لپاره د نویو سناریوګانو د رامنځته کېدو زمینه برابروي.

علي‌خېل په خپله اېکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکا او د هغې د متحدانو د ځواکونو تر وتلو وروسته، د سیمې سیاسي او امنیتي توازن د پام وړ بدل شوی دی.

هغه ویلي، د ۲۰۰۱ کال برعکس چې روسیې، چین، ایران او پاکستان په بېلابېلو دلایلو د امریکا د پوځي مداخلې ملاتړ کړی و یا یې لږ تر لږه ښکاره مخالفت نه و ورسره کړی، همدغه هېوادونه وروسته د امریکا حضور خپلو ملي ګټو او امنیت ته ګواښ وباله او احساس یې وکړ چې د افغانستان په اړه له مهمو پرېکړو څنډې ته شوي دي.

د نوموړي په وینا، د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته سیمه‌ییز واقعیتونه بدل شوي او لوېدیځ هېوادونه اوس تر پخوا زیات په نورو نړیوالو بحرانونو او ننګونو بوخت دي، له همدې امله افغانستان نور د هغوی د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې نه راځي.

علي‌خېل زیاتوي چې په تېرو پنځو کلونو کې روسیې، چین، ایران، هند او د منځنۍ آسیا هېوادونو د افغانستان په چارو کې د خپل نفوذ د ساتلو لپاره له طالبانو سره د تعامل سیاست غوره کړی دی.

 هغه وایي، د دغو هېوادونو یوه ګډه اندېښنه دا ده چې امریکا بېرته سیمې ته را ونه ګرځي او یا په افغانستان کې بیا نفوذ ترلاسه نه کړي.

پخوانی افغان ډیپلومات علي خېل وایي چې روسیې، چین او ایران د خپلو ستراتیژیکو ګټو د خوندي کولو لپاره له طالبانو سره اړیکې پراخې کړې، خو پاکستان په دې برخه کې جلا تګلاره غوره کړې ده. د هغه په باور، اسلام‌اباد د جمهوري نظام له سقوط سره موافق و، خو نه یې غوښتل چې طالبان په بشپړه توګه او په انحصاري ډول واکمن شي.

علي‌خېل باور لري چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له ډلې پاکستان یوازینی هېواد دی چې د خپلو اوږدمهالو هدفونو او سیاستونو پر بنسټ ښايي د افغانستان لپاره د نویو سیاسي سناریوګانو د رامنځته کولو هڅې کوي.

هغه د خپلو څرګندونو په پای کې ټینګار کړی چې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د نژدې اړیکو ساتل، اقتصادمحوره بهرنۍ تګلاره غوره کول او د جیوپولیټیکي سیالیو څخه ځان ساتل، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او دوامدار ثبات لپاره اساسي شرطونه دي. د هغه په وینا، دا هغه درسونه دي چې د تېرو څو لسیزو تجربو څخه ترلاسه شوي دي.

غالب نظر دا دی چې پاکستان غوښتل چې جمهوریت وپرزي، په افغانستان کې کورنۍ جګړه ونښلي، کابل د نوي یمې لسیزې په شان ویجاړ او په افغانستان کې موجودې وسلې کباړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...