د امریکا دفاع وزیر: که اړتیا وي، د ایران پر ضد د جګړې بیا پیلولو ته بشپړ چمتو یو
تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۰ مه) په داسې حال کې چې د امریکا او ایران د متضادو څرګندونو له امله وضعیت لا هم مبهم ښکاري، د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسېت ویلي چې امریکايي پوځ د اړتیا په صورت کې د جګړې د بیا پیلولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د واشنګټن او تهران ترمنځ، چې د پاکستان په منځګړیتوب غیرمستقیمې خبرې روانې دي، تر اوسه نه کومه وروستۍ هوکړه شوې او نه هم جګړه بېرته پیل شوې ده.
له دې سره هممهاله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې پر ایران لګېدلې سمندري محاصره یې لغوه کړې او د یوې احتمالي هوکړې د نژدې کېدو خبر یې ورکړ.
خو تهران د ټرمپ دا څرګندونې رد کړې. وروسته بیا واشنګټن ټینګار وکړ چې ټرمپ به یوازې هغه مهال له ایران سره موافقه وکړي چې د امریکا ټول شرطونه ومنل شي او یوه بشپړه هوکړه رامنځته شي.
هېګسېت وویل چې له ایران سره خبرې مثبت لوري ته روانې دي او امریکا اوس د یوې موافقې د ترلاسه کولو لپاره په مناسب دریځ کې ده.
هغه زیاته کړه:
«دا به د امریکا د ولسمشر پرېکړه وي چې د ایران په اړه کومه لاره غوره کوي. موږ له خپلو سیمهییزو متحدانو سره له همکارۍ خوښ یوو او تمرکز مو دا دی چې که اړتیا پېښه شي، بېرته د عملیاتو ډګر ته د ستنېدو لپاره بشپړ چمتو واوسو.»
د امریکا دفاع وزیر وویل چې ایران ښايي د خپلو اتومي هیلو له پرېښودو سره لېوالتیا ونه لري، خو واشنګټن باور لري چې په پای کې به دې کار ته غاړه کښېږدي.
هغه همداراز ټینګار وکړ چې امریکايي ځواکونه د هر ډول احتمالي عملیاتو د بیا پیلولو بشپړ توان لري او د وسلو او مهماتو زېرمې یې کافي دي.
هېګسېت وویل:
«موږ د اړتیا په صورت کې د عملیاتو د بیا پیلولو بشپړه وړتیا لرو. زموږ زېرمې په سیمه او د نړۍ په نورو برخو کې د هر ډول اقدام د ملاتړ لپاره بسیا دي.»
بل لور ته، محسن رضايي، چې د ایران د مشر سلاکار بلل کېږي، ادعا کړې چې امریکا لا هم د ایران سمندري محاصره روانه ساتلې او دا یې «د ډیپلوماسۍ پر وړاندې نوی ګوزار» بللی دی.
هغه ویلي چې ټرمپ لا هم په خبرو اترو کې پر هغه څه ټینګار کوي چې تهران یې «افراطي غوښتنې» بولي.
په همدې حال کې، یوې سرچینې ایراني خبري اژانس تسنیم ته ویلي چې سمندري محاصره لا هم پر ځای ده او ایراني بېړۍچلوونکو ته د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له لوري خبرداری ورکړل شوی چې له ټاکل شوې کرښې هاخوا وا نه وړي.
همدارنګه، د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ ادارې هم د هرمز تنګي په اوبلاره کې د بېړیو قوماندانانو ته خبرداری ورکړی چې وضعیت لا هم ډېر حساس او کړکېچن دی. دې ادارې له بېړیو غوښتي چې له احتیاط څخه کار واخلي، له امریکايي سمندري ځواکونو سره د اړیکو لارې پرانیستې وساتي او د هغوی لارښوونې تعقیب کړي.
د یادونې وړ ده چې د دې راپور ډېری ادعاوې د ښکېلو خواوو د رسمي او خپلواکو سرچینو له خوا لا تر اوسه په بشپړ ډول نه دي تایید شوې.