پوهندوی آصف بهاند
لومړی احمدولي اڅکزی او اوس یې بلملگري جانداد جهاني
داسې پروژه چې ټول کارکونکي یې له کاره راضي دي
(د مورنۍژبې نړیوالهورځ ــ ۲۰۲۶ ام کال)
«مثبت تغیر د ټولنې له بطن څخه پـیلیـږي، د نړیوالو قدرتونو، د دولتونو او موسساتو په تمه مه کښینئ ستونزې تشخیص کړئ او د یو ښه سبا لپاره لاس په کار شئ. دا د یو کس مسوولیت نهدی د هر فرد فرد دی، او هر کس کولی شي د یو تغیر رهبري وکړي.» (جانداد جهاني)
د نوې تکنالوژۍ د پرمختگ په زمانه کې خدای پر پښتنو او پښتو ژبې باندې مهربانه شو، ځینې داسې فعالې او علمي څېرې یې پر دوی باندې ولورولې چې د خپلې ژبې له پاره یې په علمي او عملي ډول کار پیل کړ. د داسې فعالو خلکو په ډله کې ترټولو لومړی د احمدولي اڅکزي نوم یو یاد نوم دی چې د علمي او فرهنگي فعالیت ډېره برخه یې د پښتو ژبې د ژوندي پاتې کېدو او علمي کېدو له پاره وقف شوی ده.
اوس دا دی د احمدولي اڅکزي په څېر یو بل نوښتگر ځوان په ډېرېانرژۍ او ځواک سره میدان ته رادانگلي دي. جانداد جهاني یادوم چې هرگام یې په نوښت پیل کېـږي او ترټولو لوی او بریالی نوښت یې دا دی چې دی توانېدلی چې د پښتو ژبې د ژوندي ساتلو له پاره د وطن گڼشمېر ځوانان هم د خپل پلان برخه وگرځوي او په گروپي ډول یې کار راپیل کړی دی او داسې گړندی او بریالی روان دی لکه نوې تکنالوژي چې گړندۍ او بریالۍ روانه ده.
په دې وروستیو ورځو کې ښاغلي عبدالغفور لېوال په فرهنگي سپړنه پروگرام کې «په دیجیتال نړۍ کې د پښتوژبې دریځ» ترسرلیک لاندې دوه تنه دانشمند مېلمانه راغوښتي وو، ښاغلی جانداد جهاني او اغاملوک سهار. دوی پر دې خبرې وکړې چې څنگه پښتو ژبه دیجیتال شي او څنگه پښتوژبه د نوې تکنالوژۍ نړۍ ته ورننوزي. په پیل کې ښاغلي لېوال وویل چې:
«… د څو کسه روښانه او خدمتگارو پښتنو او د پخوانیو افغان مليحکومتونو د نیم و نیمکله ملاتړ له برکته دا ژبه د اړیکتیایي تکنالوژۍ په دونیا کې حضور لري او برېښنايي هوښ یې لوستلای، ویلای او لیکلای شي.
دا وخت د معلوماتي تکنالوژۍ یو شمېر پښتنو متخصضانو وکړای شول چې له موزلا کامن وایس سره د کار پرمټ دې ته لار پرانیزي چې په دیجیتل نړۍ کې رغېدلې زیرکتیا د پښتو ژبې د غږونه زېرمه هم وکارولی شي او په دې توگه غږ په متن، متن په غږ بدل کړي. د دې برخې یو کارپوه وايي که په ساده ټکو کې یې ووایم: کامن وایس د غږونو بانک دی، داسې چې لکه روغتون کې تاسو د وینې بانک ته وینه ورکوئ او هغه بیا د نورو ناروغانو د ژغورلو لهپاره کارېـږي. په همدې شکل دلته هرڅوک د هرې ژبې او لهجې ویونکی یې غږونه ورکوي او له دې غږونو بیا هره کمپنۍ، پوهنتونونه، څېـړنیز مرکزونه او نور د غږ اړوند موډلونو، سافتویرونو او د پلټونکي انجن په جوړولو کې گټه ترې اخیستلای شي.
که په دې بهیر کې کار همداسې پرمخ ولاړشي، ژر به زموږ کنفرانسونه، خبرې او ویدیو گانې په اتومات شکل د نړۍ نورو ژبو ته وروژباړل شي او د پښتو ویونکو او نړیوالو ترمنځ به پوهاوي راپوهاوي پروړاندې خنډ ولاړ دېوالونه راونړېـږي.»
جانداد جهاني او اغاملوک سهار د ځوان نسل هغه استازي دي چې د نوې تکنالوژۍ په زدکړې سره کولای شي د ښاغلي لېوال پاسنیو خبرو ته د عمل جامه ورواغوندي، دوی کولای شي چې په علمي ډول د پښتنو او پښتو ژبې لهپاره داسې خدمتونه وکړي چې یوکال مخکې یې چا فکر هم نه شوای کولای.
ښاغلی جانداد جهاني او اغاملوک د نوې تکنالوژۍ په زدکړې سره پښتنو او پښتو ژبې ته د خدمت دا وعده ورکړې ده چې پښتو ژبه د نوې تکنالوژۍ په نړۍ کې ځای پرځای کړی او په دې ترتیب د پښتو ویونکو له پاره د پوهې د ترلاسه کولو بېلابلې دروازې پرانیزي. دا دواړه ځوانان د دې مرام د ترسره کولو له پاره عملاً کار کوي. ما یې چې په «فرهنگي سپـړنه» پروگرام کې بحثونه واورېدل، دا هیله راته پیدا شوه چې پښتو ژبه به نوې تکنالوژۍ سره پخلا شي، نوې تکنالوژۍ ته به ورننوزي او داسې کار به پیل شي چې د ټولې نړۍ علمي پرمختگونه به د هر پښتون په مخ کې ایښي وي.
د تېرکال په فبرورۍ میاشت کې د مورنۍ ژبې د ورځې په مناسبت ما د یوې مقالې په ترڅ کې دا خبره کړې وه او اوس یې بیا وایم چې: علمي څېـړنو او تجربو ثابته کړې ده چې یوه ژبه هله ژوندۍ پاتې کېدای شي چې عملاً علمي شي، سیاسي شي، اقتصادي شي او ویونکي یې په مینه داسې کار ورته وکړي چې له نوې تکنالوژۍ سره گام پر گام د پرمختگ او غني کېدو پر لوري د مزل جوگه شي.
اصلي او د کار خبره دا ده چې په نړۍ کې د تکنالوژۍ نوي بچیان هره ورځ دونیا ته راځي او په چټکۍ سره منډې وهي، د خپلو منډو په ترڅ کې د تکنالوژۍ کاروان په ډېرې چټکۍ سره وړاندې او وړاندې پورې وهي او بشریت د پرمختگ نویو پړانو ته ورننباسۍ؛ موږ که غواړو چې ژبه مو او د ژبې ویونکي مو ژوندي پاتې شي، نو موږ سره ښايي چې ځان د نوې نړۍ د پرمختگ سره مل کړو او هغه څه وکړو چې د تمدن له دې نوي کاروانه وروسته پاتې نه شو، دا کار هله شونی دی چې په ځانگړو برخو کې پښتانه ځانگړي تعلیمونه کړي وي، د موضوع په ارزښت پوه او د کار کولو لپاره تعلیمي وړتیا ولري.
نوې تکنالوژي وايي چې که څوک غواړي چې مورنۍ ژبه یې ژوندۍ پاتې شي د نوې تکنالوژۍ په ټولو برخو کې فعاله او شامله شي، اړینه ده چې د خپلې مورنۍ ژبې غږونه او متن راټول او موزیلا ته وسپاري، که دا کار پښتانه وکړي، پښتو ژبه به دیجتلي نړۍ ته ورننوزي. موزیلا کامن وایس د پښتو ژبې د نړیوالکېدو، علميکېدو او اقتصاديکېدو لوی چانس دی، په دې شرط چې پښتانه ځان بېداره کړي، وښوري او د خپلې ژبې د ژوندۍ پاتې کېدو هڅې گړندۍ کړي. کار ته اړتیا ده چې پښتو ژبه د مدرنې تکنالوژۍ برخه شي، هلته به وي چې پښتانه به په خپله ژبه د نړۍ له ټولو علمي لاستهراوړنو څخه استفاده وکړي.
ښاغلی جاندا جهاني د دې پروسې په باب داسې وايي:
«موزلا کامن وایس څه شی دی او څه ګټي لري؟
د موزلا غیر انتفاعي بنسټ یوه هڅه ده چې د نړۍ د ټولو ژوندیو ژبو غږونه او متن را ټولوي دوی دا ډاټا او بانک د نړۍ ټولو نوښتګرو څیـړونکو، او کمپنیو ته په وړیا توګه ورکوي ترڅو د نویو موډلونو په روزلو کې ورڅخه استفاده وکړي. دا پروژه پښتو ته دا فرصت ورکوي چې د AI او ډیجیټلي نړۍ برخه شي، کمپیوټر او ماشین په پښتو ژبه پوه شي، پښتو په نورمال شکل ولوستلی شي او غږ په متن او متن په غږ بدل کړلی شي. که پښتو ژبه دې درجې ته رسیـږي بیا به موږ د نړۍ ټول علمي معلومات په غږیزه بڼه ترلاسه کولی شو، بیا به حتی نالوستي پښتانه د ځیرکو عینکو او یا غوږکیو په مرسته یو فرانسوي او جرمني وګړي سره بې له ستونزي مخامخ خبري کولی شي، بیا به زموږ کنفرانسونه خبري او ویډیوګاني په اتومات شکل د نړۍ نورو ژبو ته ترجمه کیـږي او چټ بوټونه او سرچ انجنونه به حتی د نالوستو او نابینا پښتنو په خبره هم پوهیـږي او مناسب ځواب به ورکوي. دا هڅه د پښتو ژبي په تاریخ کې یواځې یو کوچنی مثبت بدلون نه، بلکې یو بنسټیز بدلون دی. ځکه خو ستاسو ونډه مهمه ده…»
د جانداد جهاني بیوگرافي:
ما تراوسه پورې جانداد جهاني نهدی لیدلی، د وټیاپ پرمټ مې خبرې ورسره شوې دي، د کارونو او فعالیتونو رپوټونه او لیکنې مې یې په میډیا کې لیدلې دي او په ځانگړې مینې سره مې لوستلې دي. ما د ده بیوگرافي ورنه وغوښته او ده په مینې سره راولېـږله. زه یې د دې مقالې د لابشپـړېدو په غرض دلته ږدم:
«بیوګرافي او د اوسني کار په اړه لنډ معلومات
نوم مې جانداد جهاني دی، د ژوند ډېـره برخه مې په پکتیکا، غزني، پکتیا او کابل کې تېـره شوې او دمګړۍ د جرمني په برلین ښار کې اوسم.
له نن څخه ٣٣ کاله د مخه په پکتیکا ولایت یوسفخیلو ولسوالي کې زېـږیدلی یم.
لومړنی ښوونځی مې هماغلته لوستی او بیا غزني ښار ته تللی یم، په ٢٠١٢ کال د غزني ښار شامیر رح له لیسې فارغ شوی یم او بیا مي د غزني پوهنتون اقتصاد پوهنځي کالي بانکي برخه کې لیسانس بشپـړ کړی دی.
ترفراغت ورسته می غزني کې د مسلم په نوم خصوصي پوهنتون کې د تدریسي مدیر او استاد دنده ترسره کړې ده.
د دې ترڅنګ مې د غزني پوهنتون اقتصاد پوهنځي او ورسره غزني ښار کې د حسابداري او مدیریت انستیتوت کې رضاکاره تدریس کړی دی.
په ٢٠١٩ کال کې د پکتیا پوهنتون اقتصاد پوهنځي د کادری بست لپاره یو رقابتي ازموینه کې بریالی شوی یم او تدریس می کړی دی. یو کال ورسته ٢٠٢٠ کال کې د امریکا بالسټیټ پوهنتون
(ball state university) په یو فلوشيپ کې چې له ټول هیواد د لس تنو ځوانو استادانو کې انتخاب شوی وم او د ٣ میاشتو لپاره د هند ته تللی وم او هلته مو د کریکولم جوړونې او میتودولوژي اړوند کار او زده کړه کړې. زموږ د دې لس نفري ټیم د کار نتیجه د اقتصاد پوهنځي لپاره یو معیاري پشنهادي کریکولم و.
ماسټري مي د هند له ګلوبل جنډل پوهنتون څخه د ډاټا تحلیل اړوند ده:
MBA business analytics
چې ډیټا او معلوماتو تحلیل د تجارتونو او څیړنو لپاره په هیواد کې د رسمي مسؤلیت ترڅنګ چې پکتیا پوهنتون کې استادي وه، ما له مختلفو علمي او ټولنیزو بنسټونو سره د رضاکار او افتخاري استاد په حیث کار کړی دی. لکه غزني کې مسلم پوهنتون، د غزني پوهنتون، کابل کې جهان پوهنتون او نورو ټولنیزو او مدني بنسټونو سره.
له هغه وخته تر دې دمه په دا ډول فعالیتونو کې بوخت یم.
په ٢٠١٩ کال ما او ملګرو په پکتيا کې ددایروي مطالعې یوه لړۍ راپیل کړه چې هره اونۍ ځوانانو د یو کتاب اړوند خبري او بحث درلود دا نوښت ډېـر ژر نورو ولايتونو ته هم وغځیده او ان د هیواد تر سقوط ورسته هم لا ځیني غونډې وشوې چې بیا سبوتاژ کړل شو.
خو ورسره موازي هڅه چې د کتابونو په اړه د نقد و نظر او لنډیز انلاین نشر وو، تر نن پوري د کتاب لنډیز په نوم ګروپ کې جریان لري چې په تیرو ٦ کلونو کې تر ١٥٠٠ د ډیرو کتابونو په اړه مفصل نظرونه، کتنې او لنډیزونه نشر شوي دي.
که څه هم اوس جلا وطنی یم، خو زړه او ذهن مې وطن کې دی او تېرو دریوکلونو کې مې همیشه هڅه کړې ځوان قشر، خپلې ژبې او خلکو ته په یوډول کار وکړم.
له ژبې او ادبیاتو سره مې مینه پخوانۍ ده او د انګلیسي ژبې د تدریس ترڅنګ مې د انګلیسي فارسي او پښتو ترمنځ متقابلي ژباړې کړي دي.
یوه ژباړه مي چې له انګلیسي څخه پښتو او دری ته وه، پښتو یی تر اوسه نده چاپ شوې:
https://aelso.org/da/book/an-introduction-to-economic-inequality/
د ساینس فلسفه یوه بله ژباړه وه چې لا نده چاپ شوې.
تیرو دریو کلونو کې مې د جرمني همابولټ پوهنتون او د اتریش علومو اکاډمي سره د پښتو ژبي اړوندو برخو کې د رضاکاره او کارمند په حیث موقتي کار کړی چې محصول یې د دوو پښتو تدریسي کتابونو بیا کتنه او د اړوند غږونو او مکالمو چمتو کول وو چې ښاغلي پروفیسور لوتز ژیهاک چمتو کړي او یوه ازاده پښتو انګلیسي ډکشنري ده، اتریش د علومو اکاډمي له لوري تر کار لاندي ده او ژر به چمتو شي.
د پښتو د دیجیټل کولو او کامن وایس موزلا اړوند له تیرو دوو کلونو په فکر کې وم او له ښاغلي احمد ولي اڅکزي او ښاغلي حنیفالرحمن خان سره تماس کې وم، خو د دومره ستر کار د پیل او بریا ته رسولو لپاره مې فرصت لټولو.
خو کله چې هیواد کې د انټرنیټ بندیدلو اوازې ګرمې شولې، فکر مې وکړ حتی د لږکار او ونډې فرصت هم له لاسه تلونکی دی، ځکه مې بې له دقیقې محاسبې کار پیل کړ او یواځې څو ورځو کې ٤٠ ساعته غږونه راټول شول، د انټرنیټ قطع کیدلو ډیر خواشینی کړم او د دې خپګان اظهار د دې لامل شول چې د انټرنیټ د بیا خلاصون ورسته ډېـر زیات خلک زموږ له کمپاین سره یوځای شي. موږ سل ورځې فعاله کمپاین ترسره کړ او نږدې ده پښتو د غږ په برخه کې د بډایه ژبو کتار کې راشي.
که په ساده ټکو کې یې ووایم کامن وایس د غږونو بانک ده، دا داسې دی لکه روغتون کې چې تاسو د وینې بانک ته چې وینه ورکوئ او هغه بیا د نورو ناروغانو د ژغورلو لپاره کاریږي.
په همدې شکل دلته هرڅوک د هرې ژبې او لهجې ویونکي غږونه ورکوي او له دې غږونو بیا هره کمپنۍ، پوهنتونونه، څېـړنیز مرکزونه او هر هغه څوک چې د غږ اړوند موډلونو، سافټویرونو او سرچ انجن جوړولو کې کار کوي، استفاده کولی شي. تر اوسه د ١٣٠ ژبو لسګونه زره ساعتونه غږ او متن کامن وایس کې راټول شوی دی او د پښتو په برخه کې هم په چټکه کار روان دی.
کامن وایس پروژه د موزلا ټولنې لخوا په لاره اچول شوې ده، موزلا یو غیر انتفاعي بنسټ لري چې په مرسته یې دا ډول پروژې او محصولات حمایه کوي. د دوی شعار دا دی چې د عامه ګټې شیان د سترو کمپنیو له انحصار څخه راووځي، دوی چوکاټ برابروي له عامو خلکو بسپنه راټولوي او عام رضاکاره کار ته هڅوي دوی باور لري دا چاره علمي او ټکنالوژیکي نوښت ګړندی کوي. د غږونو او متنونو پاکه ډاټا سترې کمپنۍ لکه ګوګل، مایکروسافت،open AI او نور هم لري، خو هغه انحصاري دي او بل چاته یې د کار او نوښت لپاره وړیا نه ورکوي. خو موزلا بیا دا تر CC0 لیسنس لاندې عامه ډومین ته په واک کې ورکوي یعني هیڅوک د دې ډیټاسبت د انحصاري ملکیت دعوه نهلري، حتی خپله د موزلا ټولنه یا د موزلا بنسټ.
د پښتو ژبې د دیجیټل کولو لپاره زموږ هڅې دوام لري، اول باید دا چاره پای ته ورسوو او راتلونکو هغو کارونو اړوند به هم پښتو پالو ته معلومات ورکړو، چې لازمه ده ترسره شي.»
اوس به راشم دې ته چې جانداد جهاني څنگه پښتو ژبه جهاني کوي، ولې یې دې کار ته ملا وتړله؟ د کامن وایس پښتو کمپاین څهډول پیل شو؟
په خپله جانداد جهاني یې د پیل کېدو کیسه داسې کوي:
«د کامن وایس پښتو کمپاین خاطرې (۱)
کله چې په ٢٠٢٢ کال چټ جې پي ټي بازار ته راغی ماته ډیره بې جوړې ټکنالوژي ښکاره شوه او داچې پښتو ژبه کې یې کار ښه نه وو خپه وم خو حیران نه وم.
ملګرو سره مې مشورې وکړلې او پښتو ژبه کې د بنسټیزو ستونزو په حل مو خبري وکړلې.
خو د ستونزو دقیق تشخیص او حل لارې موندل څه اسانه کیسه نه وه دا یوه نوې ټکنالوژي وه او د سلیکان ویلي له کمپیوټر انجینرانو پرته نورو ته یواځې یو جادو ښکاریده، هیڅوک نه پوهیدل واقعآ څنګه کار کوي او پښتو کې څه کول پکار دي چې په AI بوټونو کې د نورو ژبو غوندي کار وکړي.
کلونه تیر شول خو فکر مي پښتو AI کې نښتی وو، پلټنې مې کولې او یوه ورځ د غږ په برخه کې د تشې په تشخیص او حل لارې دواړو پوی شوم خو د دومره ستر کار سرته رسول په داسې یو حالت کې چې خپله یو عالم ستونزې لرم او له خپل وطن کلي او قام نه پردی شوی یم راته خورا سخته ښکاریدله، هغوی چې له ما مخکې یې دې کار ته اوږه ورکړې وه اطمینان مې ورکړی وو چې زه به دې کار کې مرسته کوم. هغوی هم نه پوهیدل زما مرسته یعني څه؟ څلور یا پنځه غږونه که پنځه میلیونه غږونه؟ خو ماته خپل پوټنشیل معلوم وو، د خپل نیټورک او اړیکو قدرت او د یو ستراتیژيک عمل تصور او تطبیق.
یو کال بل هم تیر شو خو ما فرصت ونه موند چې کار پیل کړم. خو کله چې وطن کې د انټرنیټ د بندیز له اوازو خبر شوم فکر مي وکړ نور د مناسب وخت انتظار اشتباه ده که څه هم ازموینې مې په مخ کې وې خو پیل مې وکړ څو ورځو کې مو بیساری پرمختګ وکړ هغوی چې له مخکې لګیا وو او میاشتو میاشتو کې یې دوه ساعته غږونه نشوی راټولولی حیران وو ماته یو ملګري وویل “تا کوم منتر او جادو استفاده کړی که څنګه؟ غږونه باید متنوع وې نه دا چې یواځې څو تنه وګمارې او د غږونو شمیر لوړ کړې” ما ورته ویل نه داسې نده وګوره زر تنه لښکر لګیا دی د ګډون والو شمیر په ډشبورډ معلومیږي.
د انټرنیټ له بندیدلو مخکې هم یوه اندازه کار شوی وو ملګري ټول وو او حد اقل زر تنو ته خبر رسیدلی وو چې باید په ګډه د انټرنیټ د شتون شکر په دې ډول ادا کړو.
له هغو ورځو را په دې خوا مو هره ورځ هره شپه په ګډه کار کړی، مشوره مو کړي پلټنه مو کړې ستونزې مو تشخیص کړي او حل لارې مو موندلې دي. ځینو مواردو کې ماسره ملګري موافق هم نه وو خو ما ځان کې دا توان لیده چې د خپلې پریکړي مسوولیت واخلم او د پښتو ژبې د ښه راتلونکې په خاطر د هرڅه او هرچا په وړاندي ودریـږم قناعت ورکړم او رضایت یې واخلم.
ټوله کې د پښتو غږیزه خزانه د زرګونه ځوانانو د نوښت او زړورتیا کیسه ده چې د یو مثبت تغیر لپاره یې هر ډول مسوولیت ته ځان ورکړی، واقعا زما په څنګ کې ددومره ډیرو کسانو دریدل د تعجب وړ دی ځکه زه د ټول نرمښت سره ډیر تند خویه هم یم او بل دا چې زما سیاسي دریځ سره خو وطن کې شاید هیڅوک موافق نه وي خو خپلو ملګرو کې هم مخالفین شته خو دا پختګي یو بل ښه زیری دی.
زه همداسې په ټولنیزو هڅو باور لرم، مثبت تغیر د ټولنې له بطن څخه پیلیـږي، د نړیوالو قدرتونو، ددولتونو او موسساتو په تمه مه کښینئ ستونزې تشخیص کړئ او د یو ښه سبا لپاره لاس په کار شئ. دا د یو کس مسوولیت ندی د هر فرد فرد دی، او هر کس کولی شي د یو تغیر رهبري وکړي.»
پښتو او پښتنو ته د خدمت په لاره کې د جانداد جهاني بل نوښت دا دی چې تل خپل فعالیت په میډیا کې د خلکو د خبرولو په موخه وړاندې کوي. جهاني د خپل کار موخه په لنډو الفاظو د میډیا په بېلابېلو برخو کې بیانوي. د پښتو څنګه نړیواله شي؟ ترسرلیک لاندې له یوه تلویزېون سره ښاغلي جانداد جهاني مرکه کړې ده، دا لاندې یې نڅوړ دی:
«په بنیادي ډول زموږ هڅه د پښتو د غږ او متن له سیستم سره نښلول دي، دا په دې مانا چې: که له دې نه وروسته موږ ماشین ته یا اې آی (AI) ته غږېـږو، هغه به زموږ په غږ باندې پوهېـږي، که د متن لوستلو ته اړتیا ولرې، اې ای به یې په ښه شکل ولولي که د کوم میټنگ ژبه انگلیسي یا فرانسوي یا کومه بله ژبه وي د متن په بڼه به هغه په پښتوژبه ولیکل شي. په نوې تکنالوژۍ کې نوي اختراعاتو کې هم په پښتو ژبه د ورگډېدو وړتیا ولري. مثلاً د میټا له خوا د نویو جوړو شو عینکې کولای شي چې د دوو سره غږېدونکو اشخاصو ژبې یو بل ته وژباړي، پښتو ژبه به دا وړتیاو ولري چې د هغو خبرې په پښتو ژبه باندې وژباړي.
داسې امکانات هم شته چې لیکل متن په غږیزه بڼه مینهوالو ته وړاندې کړل شي چې د کلونو کلونو د څېـړنې پایلې په غږیزه بڼه په پښتو وژباړي او خپلو مخاطبینو ته یې وړاندې کړي او په افغانستان کې د سواد د تیټې کچې په سبب دې کار ته سخته اړتیا هم شته.
که په دې کار کې موږ یوڅه نورکار هم وکړو، کېدای شي پښتو ژبه نړیوالکېدو ته ورنږدې شي او هیله ده چې په کارسره به پښتوژبه د ځینو ژبو سیاله شي…»
جانداد جهاني د کاريگروپ غړو ته د نقدي جایزو ترڅنگ کله کله هغوی ته له درناوي ډک پوستونه لیکل او انلاین کول یې چې نور هم د هغوی د هڅونې سبب کېدل. دا لاندې یې یوه بېلگه ده:
«د کامن وایس-پښتو سفیران!!!
دا هغه ښاغلي او اغلې دي چې هر یو یې سلګونه ساعته وخت د پښتو ژبي خدمت ته ورکړی او هر یو یې تر دې دمه مجموعاً له سل زره څخه زیات غږونه اوریدلي او ثبت کړي دي.
موږ نه یواځې له دوی څخه مننه کوو بلکې دوی خپل سرلاري سفیران او د پښتو غږیزې خزانې معنوي مالکان ګڼو. د دوی خبري نظرونه او پریکړي تر نورو ډیري ارزښتمندې دي او موږ په خپل کاروان کې دوی ته ځانګړی پروټوکول ورکوو.
د یادولو ده چې راتلونکې کې به نور کسان هم دې ډلې ته ور زیات شي هرڅوک چې سل زره غږیز کلیپونه ریکارډ او واوري دا مقام ترلاسه کوي.
د کامن وایس پښتو سفیرانو ته دې مبارک وي.»
د کامن وایس په پروژه کې جانداد جهاني د خپلو همکارانو د کار د تشویق په غرض په بېلابېلو سیمو کې د کارگروپونه جوړ کړل او د هغوی د هڅونې په موخه یې سیالۍ هم پیل کړې او د بریالیو گروپونو له پاره یې نقدې جایزې هم په نظر کې ونیولې. جهاني د خپل کار د یوې برخې په رپوټ کې داسې لیکلي دي:
«د کامن وایس پښتو – تیرې سیالۍ نقدي جایزې یې ګټونکو ته ورکړل شوې او ګډونوال تشویق شول
د موزيلا کامن وایس پښتو رضا کاره غړو او د جهان روغتیایي علومو انستیتوت په همغږۍ د پښتو ژبې د بډاینې او د موزيلا کامن وایس پښتو سیالۍ د پایلو تر عنوان لاندې یوه شانداره غونډه ترسره کړه.
په دې علمي او فرهنګي غونډه کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړو، د جهان پوهنتون مشرتابه، د جهان روغتیایي علومو انستیتوت ریس، د پوهنتون استادانو، ادیبانو، شاعرانو او ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی و. غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.
وروسته ښاغلي حمیدالله احمدزی، د موزيلا کامن وایس پښتو د رضا کاره ډلې استازي، د یادې پروژې د اهمیت او لاسته راوړنو په اړه ګډونوالو ته تفصیلي وینا وړاندې کړه. ورپسې د جهان روغتیایي علومو انستیتوت ریس، ښاغلي ډاکتر هیواد صافي، د دې نوښت ستاینه وکړه او د پښتو ژبې د بډاینې په برخه کې د رضا کاره غړو نه ستړې کېدونکې هڅې وستایلې. نوموړي محصلین وهڅول چې د خپلې ژبې د پیاوړتیا لپاره لا ډېر کار او هڅه وکړي.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي، څېړنپوه محمد اصف احمدزي، د ټولو رضا کاره غړو له هڅو مننه وکړه او دغه نوښت یې د پښتو ژبې په تاریخ کې یو مهم بدلون وباله. هغه زیاته کړه چې تاسې د پښتو راتلونکو نسلونو ته داسې ارزښتمن میراث پرېږدئ چې نسلونه به پرې ویاړي.
وروسته د نومبر میاشتې د سیالۍ د ګټونکو په استازیتوب، د لومړي مقام ګټونکي عبدالرحمن حسینخیل لنډه وینا وکړه او ځوانان یې وهڅول چې د پښتو ژبې د بډاینې لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
د غونډې په پای کې د سیالۍ ګټونکو ته د ژمنې سره سم نقدي جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شول. همدارنګه هغو کسانو ته چې له سل زرو څخه زیات غږونه یې ثبت کړي او د جملو بیاکتنه یې کړې وه، د موزیلا د سفیر ستاینلیکونه ورکړل شول. هغه کسان چې په دې برخه کې یې غوره مدیریت ترسره کړی و، د “ښه مدیر” په ستاینلیکونو ونازول شول.
په پای کې د موزيلا کامن وایس پښتو برخې رضا کاره غړو د جهان پوهنتون مشرتابه او د جهان روغتیایي علومو انستیتوت څخه مننه وکړه، او غونډه د دعا په ويلو سره پاى ته ورسېده.»
د کامن وایس پروژې له پاره د مالي مسایلو په باب باید وویل شي چې کومې پیسې چې دوی د مرستې په ډول ترلاسه کړې دي، د هغوی د لگښت څرنگوالی یې د درنو هېوادوالو د خبرېدو په موخه له اسنادو سره په انلاین بڼه خپاره کړي دي. دا یې یوه بېلگه ده:
«د کامن وایس پښتو ورستی مالي راپور، لنډیز یې په څو کرښو کې:
تر دې دمه ټولو رسیدلو پیسو اندازه AFN 574421 پنځه لکه څلور اویا زره او څلور سوه یوویشت.
تر دې دمه ټول تادیه شوي مصارف AFN 514154 پنځه سوه څوارلس زره یوسل او څلورپنځوس
پاتي پیسې:
AFN: 60267
۱. عمومي کتنه
په دغه مالي راپور کې د کامن وايس موزیلا – پښتو پروژې لپاره د ترلاسه شوو مرستو اندازه، د ښځینه کارکوونکو لګښتونه او د نورو اړوندو لګښتونو په اړه لنډ جزیات راغونډ شوي خو د ډیرو جزیاتو او شواهدو لپاره لینکونه شته. تاسو یې خپله کتلی شئ
۲. ټولې مرستې
د ټولو هغو پیسو اندازه، چې موږ ته رسیدلې دي(په افغانیو)
AFN:574421
دا هغه ټولې مرستې دي، چې د پښتو ژبې لپاره یې ژمنه شوې ده؛ ایکسیل پاڼه کې د هغو کسانو له نومونو سره صفر لیکل شوی چې ژمنه یې کړي وه خو پیسې یې ندي لیږلي بنآ هغه ژمني دلته ندي حساب شوي خو د ژمنه کوونکو نومونه او جزیات لیکل شوي ترڅو که راتلونکي کې په ژمنه عمل کوي په اسانه به یې معلومات اپډیټ کیږي.
ټولې مصرف شوې پیسې پنځه لکه او څورلس زره افغانۍ دي چې دقیق مقدار یې 514154 دی
د مصارفو اساسي برخه د میرمنو حق الزحمه چې د ٢٠٢٥ کال د ډسمبر تر پایه کار لپاره ورکړل شوي او مجموعي مبلغ یې 483014
د اکتوبر میاشت کې موږ میرمنو ته 64090 افغانۍ تادیات لرل
د نومبر میاشت کې موږ 138584 افغانۍ تادیات لرل
او ډسمبر میاشت کې موږ 280340 افغانۍ تادیات لرل
د میرمنو د تادیاتو اړوند تاسو ټول جزیات د ایکسل پاڼې په دریمه صفحه کې لیدلی شئ هلته یې اصلي نومونه هم شته خو د تخلصونو مو یواځې لمړی توری لیکلی ترڅو موږ د ډیټا خوندیتوب او شفافیت ترمنځ بلانس ساتلی وي.
https://docs.google.com/…/1q3Eat…/edit…
ددې علاوه د میرمنو د کار جزیات د کامن وایس په ډشبورډ هم کتلی شئ هلته هم د ټولو میرمنو اصلی نوم ښکاریږي او د کار اندازه یې هم لیدلی شئ.
https://commonvoice.mozilla.org/en/dashboard/ps/stats
د میرمنو د حق الزحمې د تادیې ټول رسیدونه هم فولډرونو کې موجود دي او په لاندي لینک تاسو د هرې میاشتي د هر کس د تادیاتو رسیدونه موندلی شئ
https://drive.google.com/…/16xQt8lI1DmCLWI24OSMRPeASWxK…
نور مصارف: موږ په تیرو دریو میاشتو کې ځیني نور مصارف هم لرل چې مجموعي مقدار یې 45810 افغانۍ کېږي.
دې کې زیاته برخه یې په اکتوبر او نومبر میاشت کې ټاپ لسو لسو کسانو ته جایزه ورکړل وو چې 18700 افغانۍ شوې
ددې ترڅنګ جهان پوهنتون کې د ټاپ کسانو ستاینغونډه د هغو لپاره د ستاینلیکونو چاپ او بنر .. مصارف وو 5360 افغانۍ
په نومبر کې موږ د جملو د اپلوډ لپاره هم 6500 افغانۍ لګولې وې ترڅو سل زره جملې ولرو .
او 6320 افغانۍ مو د انټرنیټ د جمع کولو لپاره اداري برخه کې همکارانو او عمومي رضاکارانو ته لیږلي.
همدرانګه د ١١٨ ستاینلیکونو ډیزاین وو چې د ډونرانو، کامن وایس سفیرانو او غوره ګډون والو لپاره په نظر کې نیول شوي وو ټول په لاندي لینک موندلی شئ
https://drive.google.com/…/1PfeT-eiFtg…
باقي بودیجه
AFN 60267
دا هغه پاتې پیسې دي، چې د پروژې راتلونکو فعالیتونو لپاره په لاس کې دي.
هغه مصارف چې موږ یې په مخ کې لرو:
١.زموږ ګروپي سیالۍ چې د پښتو غوره لیګ تر نوم لاندي د ډسمبر په ١٥ پیل شوي وه د جنوري په ٢٤ پای ته رسیږي او موږ باید دریو ګټونکو ټیمونو ته 500 ډالر ورکوو چې ٣٣٠٠٠ شاخوا افغانۍ کیږي.
٢. د جنوري میاشتي د میرمنو تادیات: موږ د ډسمبر تر اخیره ٢٠٠ تنه میرمنو ته قراردادونه ورکړي چې د بودجې د کموالي له ویرې مو د جنوري په دریمه د ٦٠ تنو میرمنو قراردادونه تعلیق کړل. دا هغه ٦٠ تنه میرمني وې چې هرې یوې تر ١٠ زرو ډیري جملې ریکارډ کړې وي. له دې پریکړي زموږ موخه دا وه چې نویو ګمارل شویو میرمنو ته هم چانس ورکړل شي ترڅو له یوې خوا عدالت په نظر کې نیول شوی وي او له بل اړخه د غږ تنوع زیاته شوي وي. همدارنګه موږ ټولې میرمنې د غږونو د اوریدلو له برخې هم منع کړلې چې مخکې مو په ساعت ١ ډالر ورکاوو ځکه د جنوري لپاره موږ سره ډیري کمې پیسې پاته وې او د مکررو تلاشونو سره سره بیا هم ډیره کمه مالي مرسته شوي وه.
٣. موږ د خپلواکي یا طبعي وینا برخه هم د ډسمبر میاشت کې فعاله کړله دلته د مخکې غوندي جملې په خپل غږ کې نه ثبت کېږي بلکې پوښتنې لیکلي شوي او تاسو ورته په خپل زړه مفصل ځواب وایاست. بیا ورسته باید یو دریم کس ستاسو خبري په متن بدلې (transcribe) کړي او بیا دریم کس لیکل شوی متن ګوري. دا چې زیاتي خپلواکه خبري ثبت شوي خو ټولې څوک په متن نه اړوي زموږ تصمیم وو چې ددې برخې لپاره ١٠٠٠ ډالره بودجه ولرو ترڅو ١٠٠٠ یا ٢٠٠٠ ساعته غږ په متن بدل کړو خو متأسفانه موجوده بودجه کې دا کار ناشونی دی خو که ورسته مالي مرسته وشي دا کار به هم شونی شي.
دلته د کامن وایس پښتو عمومي فولډر شریکوم ټول جزیات او معلومات موندلی شئ.»
جانداد جهاني د نقدي جایزو ترڅنگه کله کله د کاريگروپ غړو ته داسې له درناوي ډک پوستونه لیکي او انلاین کوي یې چې په لوړو ادبیاتو سره له درناوي ډک پوستونه دي، چې نور هم د هغوی د هڅونې سبب کېـږي. دا لاندې یې یوه بېلگه ده:
«د کامن وایس-پښتو سفیران!!!
دا هغه ښاغلي او اغلې دي چې هر یو یې سلګونه ساعته وخت د پښتو ژبي خدمت ته ورکړی او هر یو یې تر دې دمه مجموعآ له سل زره څخه زیات غږونه اوریدلي او ثبت کړي دي.
موږ نه یواځې له دوی څخه مننه کوو بلکې دوی خپل سرلاري سفیران او د پښتو غږیزې خزانې معنوي ملکان ګڼو. ددوی خبري نظرونه او پریکړي تر نورو ډیري ارزښتمندې دي او موږ په خپل کاروان کې دوی ته ځانګړی پروټوکول ورکوو.
د یادولو ده چې راتلونکې کې به نور کسان هم دې ډلې ته ور زیات شي هرڅوک چې سل زره غږیز کلیپونه ریکارډ او واوري دا مقام ترلاسه کوي.
د کامن وایس پښتو سفیرانو ته دې مبارک وي.»
او د دې ترڅنگه یې بریالیو کسانو ته د مننې او ستاینې سرتیفېکتونه هم ورکول، دا یې یوه بېلگه ده:
جهاني عمداً په خپل کاريگروپ کې نجونو او مېرمنو ته د کار زمینه د دې له پاره مساعده کړې ده چې هغوی وکولای شي د کورنیو له ښځینه غړو سره وگوري او غږونه یې ثبت کړي.
جانداد جهاني په دې پروژه کې د نجونو او مېرمنو د گډون او کار په باب د خپلو خاطراتو په دویمه برخه کې داسې ویلي دي:
د کامن وایس پښتو خاطرې(02)
کله چې مې د میرمنو د ګډون او د فنډرایزینک اړوند خپل نظر ځینو ملګرو سره شریک کړ.
ټولو په یو غږ ترې منع کړم ویل یې د پیسو اړوندو معاملو کې بدنامیـږې حتی که د یوې یوې افغانۍ حساب هم ورکړې بیا به هم خلک وایي پیسې دې راټولې کړلې. یا دا هڅه انتفاعي ده.
ما ورته ویل زه همدې قرباني ته تیار یم، زه به دوی ته یوې یوې افغانۍ حساب له شواهدو او اسنادو سره ورکړم، زه به تر ټولو دمخه دې صندق ته پیسې ورکړم نو هغه چې سترګي لري او حساب باندي پوهیږي خپله به یې ویني، هغوئ چې نه غواړي پوه شي او خبري وکړي د هغو پروا زه نلرم.
د کامن وایس موزلا اړوند هم ګوګل او چټ بوټونه پوښتلی شي چې انتفاعي ده که غیر انتفاعي.
ما ورته ویل که هرڅه پیښیږي زه ورته تیار یم حتی که ٥٠٠٠ ډالر تاوان هم راځي په غاړه یې اخلم خو دا کار سرته رسوم.
د انلاین مرستې لینک کولی شئ د ډسمبر په تادیه کې مرسته وکړئ!!
https://gofund.me/6753bafb5
د مرسته کوونکو جزیات:
https://docs.google.com/…/1eXFhDVwCpY7MJQUDG7zE…/edit…
جانداد جهاني د نورو د نظریاتو په هنداره کې:
څنگه چې پښتو ژبې ته د جانداد جهاني د خدمتونو مسأله په ميډیا کې راښکاره شوه، د خپل عملي کار له پاره یې کمپاین پیل کړ، د خپل ترسره کړي کار څو بېلگې او پرمختگونه یې د رپوټ په ډول وړاندې کړل؛ نو له دې کار سره سم د ده د هڅونې له پاره په مېډیا کې د هېوادوالو د نظریاتو لړۍ پیل شوه. دلته به یې څو بېلگې وړاندې کړم:
زاویه نیوز:
«يوڅو افغان ځوانانو په غږيزه بڼه د پښتو د ټولو لهجو او غږونو د ټولولو کار پيل کړی دی.
د دې بهير مخکښ جانداد جهاني له ټولو نارينه او ښځينه لوستونکو څخه هيله لري، چې د پښتو لهجو د ډېټابېس غني کولو لپاره ورسره په دې کار کې همکاري وکړي، ترڅو راتلونکی نسل د دغو هڅو له لارې په پښتو ژبه له کمپيوټر، موبايل او نورو الکترونيکي وسايلو سره خبرې وکړای شي.»
د غږ ثبتولو لېنک:
https://commonvoice.mozilla.org/ps/speak
د ثبت شویو غږونو اورېدل تایید او رد:
https://commonvoice.mozilla.org/ps/listen
د جملو د بیا کتنې لېنک:
https://commonvoice.mozilla.org/ps/review
د پښتو او نورو ژبو د وضعیت معلومولو او مقایسي لپاره دا لینک دی:
https://commonvoice.mozilla.org/en/languages
يوه جالبه تجربه
د فرهاد داوري فیسبوک:
«د موزيلا غير انتفاعي بنسټ لخوا د عامه ږغ (Common Voice) په نامه يوه پروسه را پيل سوېده، چي د نړۍ ژوندۍ ژبي په ډيجيټل نړۍ کي ثبت کړي او بيا يې لويو لويو شرکتونو او د مصنوعي ځېرکتيا کارونکو کمپنيو ته ورکړي، تر څو په راتلونکو ټيکنالوژيو کي همدا ژوندۍ ژبي وکاريږي. پدې ژبو کي د مځکي د کرُې پر مخ د يوه غرني او وچ هيواد د خلکو ژبه (پښتو) هم وه، څو کلونه په ژونديو ژبو کي لا نه ګڼل کېده، کامن وايس هم پر شکمن و، خو کرار کرار پښتو په ژونديو ژبو کي وشمارل سوه، خو د نړۍ تر پرمختللو ژبو ډېره شاته وه، ځينو پښتنو د کامن وايس پاڼه خلاصه کړه، د پښتو حالت چي يې وکتی، پر نورو يې ږغ وکړ چي هلئ، پښتو ته کار په کار دی، ږغ او ږوغ شروع سو، کمپاين شروع سو، اکاونټونه جوړ سوه، جملې ليکل، بيا کتل، ثبتول او بيا کتل را پيل سوه، پښتو په لومړيو کي د پاړسي او اردو سره په سيالۍ کي ولوېدل، په څو اوونيو کي تر خپلو سيالانو مخکي سوه، بيا د جرمني، چينايي، هسپانوي او نورو ژبو سره په سيالۍ کي سوه، د پښتنو اشر پياوړی سو، په څو اوونيو کي تر چينايي، فرانسوي او جرمني ژبو مخکي سولو، کار روان و، د پښتنو مينه او پښتنولي په ډيجيټل نړۍ کي پر جوش او خروش راغله، د پښتو ژبي يو څو بېباکه مينه کوونکي (د پښتو لېونيان) را پورته سوه، شپه او ورځ يې پر ځان يوه کړه، څه کم درې لکه جملې يې د پښتني ټولني او مغزونو څخه راووتلې، تر څلور ميليونه پوري ږغونه ثبت سوه، بالاخره پرون پښتو په کامن وايس کي تر انګليسي هم مخکي سوه او لومړنۍ ژبه سوه چي ډېر کار ورته سوی دی، اوس نو پښتو په کامن وايس کي د نړۍ په پنځه سوه ژونديو ژبو کي لومړنۍ ژبه ده.
جالبه خبره داده چي پدې کمپاين او پروسه کي نه د کمونيست او اخواني ټاپې وې، نه د هلمندي او لغماني مسئله وه، نه د ځوان او سپين ږيري، نه د نر او ښځي، بلکي ټوله په يوه خوله او يوه احساس ددې خواري پښتو لپاره اخته وه، نه چا ښکنځل وکړه، نه چا پر چا احسان بار کړ، نه چا کريډيټ وغوښتل، نه د ټامي او وطني مسايل مطرح سوه، چا د کندهار څخه، بل د کونړ، بل له وردګ، بل له فراه، پېښور، کوټي، اسټراليا، جرمني، امريکا او ټولي نړۍ څخه پښتنو پايڅې راپورته کړې، پښتو يې تر ټولو مخکي کړه، پدې کاروان کي تر اوه زره زیاتو ځوانانو ونډه واخيستل او لا هم روان دي. دا په ډيجيټل زمانه کي زموږ يوه نوې تجربه ده، بله جالبه داده چي د هلمند ځوان به د وردګ تلفظ تائيد کړ، د ننګرهار ځوان به د کندهاري تلفظ تائيد کړ، خوستي به د لوګري تلفظ تائيد کړ، د پښتو لهجې ټولو سره واورېدلې او تائيد يې کړې، اوس پښتو يوه پښتو سوه. بله جالبه داده چي پښتو ته هغو ځوانانو کار وکړ چي د پښتو د خدمت پر سر يې نه مډال اخيستی، نه چا پدې نامه پېژندل، نه پر فيسبوکونو د پښتو مدافع و، بلکي هغه ځوانان وه چي سپېره، ساده، خو پښتانه وه، د پښتو ژبي کاروباريانو ستاين غونډي کولې، همدې ځوانانو کار کاوه، د پښتو ژبي نامتو تجارانو به ټيکټاکي ډايلاګونه ويشتل، خو د وطن همدې خوارو ځوانانو چي د ټليفون د انټرنيټ پيسې يې نه درلودې، شپه او ورځ ناست وه، کار يې کاوه. نو پښتو د پښتنو ده، هغه تجاران چي پر ټولنيزو رسنيو د پښتو د سالارۍ دعوې کوي، هغه پداسي ميدانونو کي ورک دي، ځکه پدې خدمت کي څوکۍ نسته، مډال نسته، پيسې نسته، د ارګ پروژې نسته، نو ځکه دوی پدې کي برخه نه اخلي.
نو ځوانانو ستاسو پر همت او تکل دي افرين سي، تاسو وښودل چي خادم او کاروباري توپير لري، تاسي به ددې ژبي په تاريخي روايتونو کي د اتلانو په نومونو ثبتېږئ.
نوټ: ددې کمپاين مخکښان احمدولي اڅکزی، جانداد جهاني او ځيني نور ملګري دي چي پښتانه يې راوېښ او وهڅول.»
احمدولي اڅکزی:
«د Jandad Jahani صاحب او دغې پروژې سره مرسته کوونکو ټولو رضاکارانو او د پښتو ژبې د ټولو مينه والو دې مبارک شي.
پښتو مو کامن وایس کې لمړي مقام ته ورسوله!!
د نن ورځې ښه خبر دا دی چې په کامن وایس (common voice) آزاد ډیټا سیټ کې د پښتو ژبې غږیزه خزانه تر بلې هرې ژبې بډایه شوه.
پرون ماښام پښتو په کامن وایس کې خپل ورستي رقیب انګلیسي ژبې ته هم ماتې ورکړه او اوس نو تر هرې ژبې زیات غږونه لري.
دا د زرګونه پښتنو د سلو ورځو او شپو د بې خوبیو او زحمتونو نتیجه وه چې دری نیم میلیونه غږونه ثبت او میلیونونه نور یې واوریدل.
دا لاره له ستړیاؤو جنجالونو ناهیلیو او ستونزو ډکه وه، موږ وښکنځل شو، موږ وغندل شو په موږ اتهامات پوري شول زموږ قرباني او تعهد سپک وشمیرل شو خو موږ له خپلې ارادي په شاه نشو.
موږ څلویښت ورځې په کابل کې د یوې غونډي لپاره منډي ترړې وکړي، ترڅو د یو عادي سمینار او غوره ګډون والو د تشویق یو پروګرام ونیسو، ولې د اجازې اخیستلو لپاره مو ورځې او اونۍ ضایع شوې خو موږ بیا هم شاته نشو.
موږ له لندن تر امستردام بیا تر بن، برلین او استانبول په هر سټیج کې ددې عظیم کاروان لپاره غږ جګ کړ زموږ هڅه ځان ښودنه نه وه بلکې د واقعي ملاتړ ترلاسه کول وو؛ زموږ هڅه د ډیرو کسانو ګډون وو چې په ښه شکل د ټولو پښتنو د غږ نمایندګي وکړي خو په ځینو ښاغلو لا دا هم درنده تمامیدله چې ولې موږ ددوی د پاڼو کمنټونو کې پښتانه د پښتو خدمت ته رابولو.
موږ د لسګونه میرمنو د کار او ګډون د احترام او درناوي په خاطر د هغو د حق الزحمې د پوره کولو لپاره سلګونه پیسه داره پښتنو ته خواست وکړ خو دوی د یو ماښام د ډوډۍ په اندازه پیسې هغو خویندو ته وقف نکړلې، بلکی لا موږ ته یې د ګدایګرو په سترګه وکتل او حتی دا نن ورځ هم څوک د هغو میرمنو حق الزحمې ورکړي ته تیار ندي چې ډسمبر میاشت کې یې کار کړی او شاید جنوري میاشت کې هم کار ته دوام ورکړي.
دا یې د انلاین تادییې ګوفنډمي لینک دی.
https://gofund.me/ad30b6c0e
زموږ کار به له کاستیو خالي نه وي، ولې ډیر داسې اړخونه یې هم شته چې د کیفیت له اړه زموږ کار په کامن وایس کې تر نورو ډیرو سترو ژبو با کیفیته ثابتوي. چې یو له هغو څخه د میرمنو د غږ متوازن شتون دی. د ورستیو ارقامو له مخکې ٦٠ سلنه غږونه د میرمنو دي دا په دې معنی که راتلونکې کې دا چاره دوام هم کوي او د میرمنو قراردادونه پای ته رسیږي د نارینه رضاکارو له پراخ ګډون ورسته به بیا هم په غږونو کې د جنسیت له اړخه توازن موجود وي. د پښتو غوندي ژبې لپاره په خوب کې هم ددې تصور نه کیده چې دوه میلیونه د میرمنو غږونه دي د مرکزي ولایتونو ترڅنګ کنړ، پکتیکا، زابل، هلمند، فراه، بادغیس، پروان او ان پښور او کویټې څخه را راټول شي خو دا چاره زموږ او تاسو په ګډ فکر او تلاش شوې ده او په ګډه به د میرمنو د مالي حقوقو د تادیې لپاره تر اخیره دریږو.
که څه هم د پښتنو ګډون نظر نفوس او باسواده طبقې ته خورا کم وو او موږ تر دې دمه یواځې ٧١٥٠ ملګري لرو دا د انګلیسي ژبې د سل زره ګډون والو په نسبت ډیر کم دي خو د ګډون اندازه په پښتو کې ډیره پراخه او نسبتآ متوازنه ده داسې چې هیڅ کس تر ٧٠ زره ډیر غږونه ندي ثبت کړي، میرمنو ته ٥٠ زره غږونه محدودیت وضع شوی او تر ۱۰۰م کس پوره په تدریج سره هر کس له ٥٠ تر ٥ زره غږونه ثبت کړي. زموږ دوه سوه ګډون والو هر کس تر یو ساعت زیات غږونه ثبت کړي او زموږ تمه ده دا شمیر راتلونکې یوه میاشت کې ٥٠٠ کسانو ته ورسوو.
مخکې لار روښانه ده زموږ ستراتیژیک هدف ٥ میلیونه غږونه دي چې په باور سره ویلی شم راتلونکې یوه میاشت کې به پوره شي، زموږ یواځې ٣٤ سلنه غږونه بیا اوریدل شوي خو دا به په ګډه سره د یوې میاشتي په ترڅ کې تر ٥٠ سلنه رسوو دا زموږ ژمنه او تعهد دی او ورسته به د ټول ټبر په همکاري د یو کال په جریان کې ٩٠ سلنه ته یې رسیږي. له نن ورسته نارینه وو ته پکار دی خپلو کامن وایس پروفایلونو کې د عمر، جنسیت، او خجنښې(لهجې) تڼۍ سمه کړي ترڅو دې ستونزي ته تر یو حده ځواب ویل شوی وي.
موږ به د جملو شمیر هم له ٢٦٥ زرو څخه نیم میلیون ته ورسوو دا زموږ ژمنه ده خو د پښتون ټبر لپاره د راتلونکې ٢٠٢٦ کال موخه باید یو میلیون پاکې جملې وي.
بل د خپلواکې وینا (Spontaneous Speech) برخه مو هم دې میاشت کې فعاله کړه دا د ډیسمبر میاشتي یو له سترو او سخته کارونو څخه وه دلته د هغې بلې عامې برخې غوندي تاسو جملې نه لولئ، بلکئ یوې پوښتنې ته په خپل زړه، په دری څلور دقیقو کې ځواب ورکوئ، دلته تاسو په خپله محلي لهجه راحته غږیږئ، د خپل کلي لغات، اصطلاحات او ګرامر کاروئ، غږیدل مو کاملا نورماله دي لکه څنګه چې د ملي ځوانان خپل منځ کې غږیږي او بیرته یو دویم کس ستاسو ټول غږ په معیاري متن بدلوي.
په اخیره کې له ټولو ملاتړو مننه کوم؛ ددې زرګونه ګډون والو د بې دریغه زحمت برکت وو چې نن ټول پښتانه د ویاړ احساس کوي، د لسګونه ملګرو د مدریت، ستراتیژي جوړونې تعهد او مشورو برکت وو چې دا عظیم کاروان یې د بریا تر پولو را رسولی. او په ځانګړې توګه د هغو ٥٥ تنه پښتنو ډونرانو برکت وو چې ددوی په پیسو مو میرمنو ته د اکتوبر تو نومبر حق الزحمه ورکړي او باقي پیسې به هم یې له راټولیدلو ورسته ورکړو.
دلته یې نومونه او جزیات شته:
https://docs.google.com/…/1eXFhDVwCpY7MJQUDG7zE…/edit…
او ټولو هغو کسانو نه مننه کوم چې ددې سترې هڅې ملاتړ یې وکړ، ټولنیزو رسنیو یې لیکل کړي ملاتړي کمنټونه یې کړي، د نورو ګډون یې ستایلی او د کمپاین برخه وه. قطعآ زموږ او تاسو د یو ګډ باور، تلاش او آرمان څخه پرته دا چاره ممکنه نه وه…»
د جانداد جهاني کار ته په کتو سره احمدولي اڅکزي د ده له پاره یونوی لقب ورډالۍ کړ او داسې یې ولیکل:
«د «ډېټا خان» لقب زما لخوا Jandad Jahani ته د کامن وايس پروژې لپاره کار او کامپاين له کبله عطا کړل شو.
ناچيز احمد ولي اڅکزی»
احمدولي اڅکزی چې پښتو ژبې ته کار، زیار او خدمت ویاړمنه مخینه لري، د «دیتاخان» لقب له کارولو نه یې داسې ښکاري چې د جانداد کار ورته نه یوازې د قناعت وړ دی، بلکې د نورو پرمختگونو له پاره یې هم هڅوي.
جانداد د مننې په دود اڅکزي ته ولیکل:
«مننه کور ودان ملت به مې غرق کا.»
بېرته احمدولي داسې ورته ولیکل:
«دا لقب د مخکې کار نه بلکه د راتلونکي کار لپاره دی! درڅخه انشالله د کال تر پايه حد اقل يو مليون پاکې خواپاکې جملې غواړو.»
د احمدولي اڅکزي د «زموږ لومړی ژر پوره شوی ارمان» ترسرلیک لاندې یو بل مثبت او هیلهبښونکي پیام داسې وړاندې کړ:
«د خپل ولس لپاره زموږ ستاسو نژدې ټول ارمانونه داسي دي، چې زموږ په ژوند يې د پوره کېدو هيله نشو کولای. هره مهمه موضوع مو تر اندازې ډېره اوږده، ډېره لانجمنه، ډېره ستړې کوونکې او تقريبا ناهيلي کوونکې شانته وي.
کامن وايس موڅيلا حد اقل زما په ژوند کې د خپلو خلکو لپاره لومړی داسي يو ارمان دی چې تر هغه ډېر په چټکۍ پر مخ ولاړ او لا مخ په وړاندې روان دی، لکه چې ما يې اټکل کړی و.
د نړۍ له بيلو برخو څخه پښتانه رضاکاران په دې وتوانېدل چې صرف د يو کال په اوږدو کې نژدې ۵۰۰۰ ساعتونه ږغونه ثبت کړي او تر درې لکه زياتې پښتو جملې په متن کې راغونډې کړي. حال دا چې مخکې کالونو کې دغه پروژه کې صرف يو څو ساعته ږغونه راغونډ شوي ول. د ټولو رضاکارانو او په زياته د Jandad Jahani صاحب يې کور ودان چې د دغې پروژې د بريالۍ کولو لپاره يې زحمتونه وګالل. خو زما په فکر دغه ټول زحمتونه په وارزېدل او ښايي په لومړي ځل زموږ انرژي په داسې يو مثبت کار مصرف شوې وي.
دغې پروژې شخصا ماته دا هيله بخښلې ده چې حتمي نه ده چې هغه نسل چې زه هم پکښې راځم، د مخکنيو نسلونو په شان د خپل ولس لپاره خپل ارمانونه د ځان سره ګور ته يوسي. که زموږ دغه ارمان زموږ له توقعاتو ژر او په ښه توګه پوره کېدلای شي، نو زموږ نور ارمانونه هم زموږ په ژوند کې د پوره کېدو امکان لري.
دلته پوښتنه دا ده چې په دغه پروژه کې څه شی د دې لامل شو چې داسې پرمختګ رامنځته شي؟ که موږ همدغه څيز يا شی د خپلو نورو ارمانونو د پوره کولو لپاره وکاروو، نو د هغوی د پوره کېدو شاهدان به هم شو.
ستاسو په فکر هغه کوم شی/څيز دی؟»
د کار سړي جانداد جهاني په کامنت کې داسې ولیکل:
«څلورمیاشتي په مسلسله توکه د یو شمیر ستراتیجیسټانو ډینامیک منجمنټ، پلان جوړونه او د هغو تطبیق.
دې کې شک نشته چې پښتانه د خپل سرنوشت د بدلولو بالقوه توان لري خو مسله داده چې څنګه ددې ملي ارمانونو او موجوده پوتنشل ترمنځ عملي پل وتړل شي. څنګه خلک بسیج شي او څنګه دا چاره په ښه او موثره شکل سازماندهي شي.
څنګه او څوک ریسک او مسوولیت واخلي.
دا کمپاین به موږ ته ډیر څه را زده کړي، یوه ښه تجربه وه.»
احمدولي اڅکزي په ډېرې بزرگوارئ سره د یوې ناسمې پوهېدنې د مخنیوي لهپاره په وخت او په موقع یوپوست وکړ، دا یې متن دی:
«يوه غلطفهمي د کامن وايس په هکله
په پوستونو او تبصرو کې بعضي دوستان د کامن وايس پښتو پروژې سره په ناسمه توګه زما نوم لګوي. خو زه غواړم دا خبره روښانه کړم چې ما په کامن وايس کې هيڅ ونډه نه ده لرلې. جانداد جهاني صاحب Jandad Jahani، د هغه ملګرو او په زرونو رضاکارانو د زحمتونو په برکت دا کار ممکن شوی دی. جهاني صاحب ورته د يو منظم پلان او تطبيق له مخې په مياشتو مياشتو زحمتونه وګالل، زما په شمول يې د نورو زياتو د کار ادعا کوونکو دروازې ور وټکولې او په خپل هيواد کې يې مېرمنو ته د بسپنې له لارې راټولو شوو پيسو په مرسته د ږغونو د ثبت لپاره حق الزحمې جاري کړې او لا دا کار ادامه لري. حال دا چې د پيسو په ورکړه کې تر اوسه هيڅ چا داسې لوی کومک ورسره نه دی کړی، لکه چې پکار دی.
د ښاغلي قاسم خان مندوخيل Qasim Khan Mandokhail يې کور ودان چې د رسنيز راپور له لارې يې په لومړي ځل ښاغلی Hanif Khan صاحب په خلکو وپېژندلی. حنيف خان صاحب هغه څوک دی چې په کامن وایس کې يې کار شروع کړی و خو مرستندويان يې نه لرل. د بي بي سي، دويچه وېله، آزادي راډيو او نورو ټولو هغو رسنيو د کارکوونکو يې کور ودان چې د دغې پروژې په تړاو يې مرکې خپرې کړې او خلک يې ورته راجلب کړل. د ګوتو په شمېر رضاکارانو شمېر اوس زرونو ته رسېدلی او د ګوتو په شمېر ثبت شوو ږغونو حجم اوس زرونو ساعتونو ته پورته شوی دی.
کار لا ادامه لري او انشالله جهاني صاحب او د پروژې نور ټول کم او زيات کار کوونکي به دغه کاروان تر منزله ورسوي، انشالله.
د شمېرو له مخې نژدې ۸۰۰۰ کسانو په دغه پروژه کې ونډه اخيستې ده. زه ډېر خوشاله يم چې زه هم له دغو ۸۰۰۰ کسانو څخه يو يم. البته هغه ځوانان او پيغلي چې له مياشتو راهيسې يې دغه ستر کار ته ملا تړلې ده او شپه او ورځ ورته کار کوي، هغوی بايد په خپل دغه کار ووياړي. په دغو کسانو کې داسې هم شته چې په لکونو جملې يې کتلي او دا چې دا کار څومره ستړی کوونکی دی، صرف هغوی يې درک کولای شي. له دې کبله د دغې پروژې هر برخه وال د ستايلو وړ دی. د دغو برخه والو لپاره تر ټولو ښه انعام او ستاينه دا ده چې هغوی که څه چې هر يو جلا جلا په پوستونو او تبصرو کې نه ستايل کيږی، خو د دغه کار ګټه به د هغوی ټول ولس ته رسيږي. فکر نه کوم چې هغوی دې دا کار د نوم يا ستاينې ترلاسه کولو لپاره کړی وي. خو بيا يې هم بايد هيڅکله هېر نکړو او هر وخت يې ذکر وکړو او ورڅخه مننه وکړو. حتی که يې يوه جمله هم کتلې يا ثبت کړې وي او يا يې په دې تړاو پوست خپور کړی او شريک کړی وي.
د خوشالۍ خبره دا ده چې د مومن خان د نکل په شان د ښامار د وژلو ادعا کوونکي ډېر نه دي، که څه چې د نکل برعکس ښامار ته په زرونو کسانو چړې منډلې دي. دا ښيي چې زموږ په نوي نسل کې د شعور او پوخوالې علامې څرګندې دي او دا چې زموږ نوی نسل کار کول غواړي او نه دا چې د بدنيتيو، ځان ښودنې، ځان مطرح کولو او بخالت فکرونه يې د کار کولو اثر او انرژي له منځه يوسي. دغه او نور کاروانونه صرف په همدغه لاره او دريځ تر منزله رسېدلای شي.
البته دا مهمه خبره ده چې د کامن وايس پښتو پروژه يوه کارزماټيکه او جذابه څهره په مخ کې ولري. د خلکو د راجذبولو، لابي لپاره او همدا شان د اړينو مرستو راغونډولو لپاره دا کار ډېر مهم دی. جانداد جهاني صاحب (ډېټا خان صاحب) چې نه يوازې په صورت ښکلی او ځوان دی، بلکه په هغه څه کې اکاډميکه پوهه هم لري، کوم څه چې يې د پروژې د منجمنټ په ترڅ کې په بريا سره روان کړي دي. کار بايد همداسې ادامه ومومي.
هيله ده چې نه يوازې په دغه پروژه کې، بلکه په شته او راتلونکو نورو ټولو داسو مهمو ټولګټه اساسي پروژو کې موږ د دې شاهدان شو چې زموږ ځوانان او پيغلي د لکونو په شمېر په قطره قطره دريابونه جوړ کړي.»
ښاغلي جانداد جهاني د نورو هغو ښاغلو یادونه هم کوي او د خپل کار په لړ کې یې د هغو د کارونو مؤثریت هم یادکړی دی. ده په دې لړ کې د ښاغلي حنیفالرحمن د کارونو یادونه داسې کړې ده:
«له اغلې هیلۍ اسد څخه مننه چې له ښاغلي حنیف الرحمن سره یې د پښتو دیجیټل کولو اړوند مرکه کړې ده
ښاغلی حنیف خان وایي چې پښتو کې د غږیزه خزانه په کافي اندازه بډایه شوي خو د متن برخه لا هم تر ګاونډیو ژبو شاته پاته یو. دده په وینا که هر کس ويکيپيډيا کې د خپل ځان او خپل کلي اړوند یوه پاڼه ولیکي دا اسانه چاره هم د پښتو ژبې یوه ستره ستونزه حل کولی شي.
همدارنګه د ازادې او پراخې ډکشنري موجودیت هم اړتیا ده اوس چې څه قاموسونه لیکل شوي او موجود دي یو یې هم آزاد ندی یعني د چاپ حقوق یې محفوظ دي او هرڅوک ازادانه استفاده نشي ورڅخه کولی. خو حل لاره داده چې ویکسینډ یا ویکیشینري غني کړو.
ښاغلي حنیف خان نورو مسایلو ته هم اشاره کړي ده که چیرته مو په دې خپرونه کې ټولې پوښتنې حل نشوئ بیا له دې ښاغلي سره زما دوه مفصلې مرکې هم وګورئ.
لینکونه یې دلته او کمنټ دواړو کې شته:
له ښاغلي حنیف الرحمن سره د اغلې اسد مرکه:
https://www.facebook.com/share/v/1DvC6f2tRs/?mibextid=wwXIfr
له ښاغلي حنیف الرحمن سره د جانداد جهاني لمړۍ مرکه:
له ښاغلي حنیف الرحمن سره د جانداد جهاني دویمه مرکه:
نور هغه کسان چې د پښتو او دیجیټل نړۍ ترمنځ د واټن را کمولو کې لګیا دي باید را پیدا کړو او خبري یې واورو.
که تاسو څوک پیژنۍ را معرفي یې کړئ»
د جانداد جهاني د یوه بل پیام په ترڅ کې د ده او د گروپ د کارونو د پایلې په باب داسې راغلي دي:
«پښتو ژبه مخ په وړاندې!!!
له څلور میاشتو شپه او ورځ هڅو ورسته د پښتنو ځوانانو/میرمنو اته زره کسیز کاروان د پښتو غږیزه خزانه تر بل هر وخت او تر بلې هرې ژبې ډیره بډایه کړله.
نن ورځ کامن وایس کې پښتو ژبه یوازې د غږونه د تعداد له مخې تر ټولو مخکې نده، بلکې د کتل شویو او تایید شویو غږونو د مقدار له مخې هم تر ټولو ژبو مخکې ده.
د پښتو ژبي له ٥٣١٦ ساعتونو څخه ٥٧ سلنه یې تایید شوي چې ۳۰۳۰ ساعته کیږي خو د نورو ژبو: مثلا انګلیسي له ٣٨٠٢ ساعتونو څخه یې ٧٢% سلنه تایید شوي چې ۲۷۳۷ ساعتونه کیږي.
زموږ د کاروان لپاره د جنوري میاشت هم د برکت او تغیر میاشت وه موږ د غوره لیک سیالیو او لسګونه ګمارل شویو میرمنو په مټ هم له یو اړخه د غږونو تنوع او مقدار خورا لوړ کړ او له بلې خوا مو د غږونو د بیا کتنې او تایید سلنه د پام وړ لوړه کړله…»
زما له نظره د پکتیا پوهنتون پخوانی استاد جانداد جهاني د نوي نسل د روزلو داسې پلوي دی چې عملاً کار ورته کوي او د نظر په برخه کې داسې مخکښ دی چې تل د خلکو، هېواد او نوي نسل د راتلونکو له پاره فکر او کار کوي. له «شیشهمیډیا» سره په یوه انتریو کې ښاغلی جهاني د دې په باب غږېـږي چې «په افغانستان کې زدکړې او د کاري فرصتونو لرلید» څنگه دی.
ــ په افغانستان کې د عصريعلومو تاریخچه،
ــ په وروستیو شلو کلونو په تېره په وروستیو ۳کلونو کې په تعلیمي برخه کوم بدلونه راغلي دي،
ــ د تعلیم پر اقتصادي برخه باندې خبرې،
ــ د تعلیمي نصاب نړیوال ستندردونه،
ــ د افغانستان په تعلیمي سیستم نیمگړتیاوې او حللارې،
«پنځم نسل – په افغانستان کې د زده کړو او دندو لرليد – استاد جانداد جهاني سره»
Sheesha Media
«ښيښه یو ډیجیتل او ګڼ رسنیز بنسټ دی، چې باور لري افغانستان د هرې بلې انساني ټولنې په شان د بدلون ظرفیت لريِ، خو دغه بدلون د افغانستان د پېښو په تړاو زموږ په لیدلوري پورې اړه لري»
د پښتو ژبې د دیجتلایزیشن په برخه کې نور څه کارونه باید ترسره شی؟ جانداد جهاني داسې پلان لري:
«د استاد رفیع او د علومو اکاډمي د هغه وخت د غړو دې کور ودان وي، چې دې حیاتي کار کې یې ښاغلي اڅکزي صیب سره مرسته کړې ده.
البته د پښتو دیجیټل کولو د وخت له ضرورتونو سره عیارول دوامداره کار او همکاري غواړي. د پښتو له غږیزې خزانې ورسته دری نور بنسټیز کارونه مخکې پراته دي.
۱. د ویکسینډ(Wiktionary) غني کول؛ موږ باید د پښتو ژبي ټول موجود قاموسونه د تشریحي او لهجوي هغو په شمول ویکسینډ کې مدغم کړو او حتی محلي لغاتونه هم هلته له پوره تشریح سره ولیکو دا کار هم په اشر کیدونکی دی خو له علومو اکاډمي باید د قاموسونو اجازه واخستل شي.
٢. د پښتو ویکپیډیا غني کول؛ فعلا ٢٥ زره شاوخوا مقالي لري خو دا باید سل زرو ته ورسوو، ویکپیډیا یواځې معلومات ندي دا محتوایی ارزښت لري موازي متنونه د ژباړي او مصنوعي ځیرکتیا کارول په متن کې ښه کوي. په دې کې هم باید د آريانا دایره المعارف چې د علومو اکاډمي ملکیت دی مدغم شي.
٣. د پښتو متن یو ستر بانک یا کورپس؛ د یو تړون او باور له مخې باید ټول انلاین موجود pdf کتابونه او ورسره د ټولو انتشاراتو او خپرندویه ټولنو ټول اثار ټول مونوګرافونه سمینارونه او هرڅه راټول کړو، تجزیه یې کړو او د مشین د لوست وړ یې کړو او په یو انلاین ډیټاسیټ کې یی کېږدو، بیا بیرته هغه کاپي له منځه یوسو. دا محتوا څوک د pdf په شکل نشي استفاده کولی نه یې چاپولی شي فقط د مشین روزلو لپاره کارول کیدی شي.
دا د نویو ځوانانو او مشرانو استادانو او څیړونکو لپاره د ګډ کار او نوښت یوه ساده ایډیا ده. هیله ده پښتوپاله یې په ګډه ترسره کړلی شي.»
جانداد جهاني له خپل پلان کړي کار نه راضي او خوشحاله ښکاري او د ټولې پروژې رپوټ په دې ډول وړاندې کوي:
« د پښتو غږیزې خزانې کیسه چیرته ورسیدله؟
د ثبت شویو غږونو اندازه ٤٩٢٨ ساعتونو ته ورسیده. دا دومره غږونه دي چې دا نن ورځ یې چالان کړو ٢٠٥ ورځي به غږیږي یعني تر شپږو میاشتو به هیڅ ختم نشي. موږ ددې کمپاین ستراتیژیک هدف چې ٥٠٠٠ ساعته وو خورا نږدې شوي یو دا د پښتو ژبې د سرچینو لپاره یوه د بدلون نقطه ده. د غږ په برخه کې پښتو ته اوس د کمو سرچینو لرونکې ژبه نشو ویلی.
زموږ د کاروان د ګډون والو تعداد هم ورځ تر بلې زیاتیږي او دا دی ٧٨٠٠ نفرو ته رسیدلی که چیرته همدا کسان ورو ورو نور خبر کړي او د هغو نویو کسانو د غږونو نمونې هم ولرو زموږ ډیټاسیټ به لا ډیره تنوع پیدا کړي او د کمیت تر څنګ به کیفیت هم لا ښه شي. که څه هم ٧٨٠٠ کسان هم کم ندي خو د زرګونو ساعتونو غږونو د اوریدلو لپاره د زرګونو کسانو فعاله ګډون ته اړتیا ده.
د جملو برخه هم تر پخوا ښه شوي فعلا ٣٠٠ زره تایید شوي جملې لرو که څه هم د ځینو کیفیت ښه ندی خو دا ٣٠ کتابه متن دی ددومره متن برابرول اپلوډ او تایید او ریکارډ یوعالم کار دی چې له نېکه مرغه ترسره شوی. د کاروان ملګري هوډ لري تر نیم میلیون پښتو جملې کامن وایس پښتو ته ور زیاتې کړي.
د تایید شویو غږونو سلنه هم ٤٦% ته رسیږي. دا په دې معني چې د ټولو ثبت شویو غږونو ٤٦سلنه اوریدل شوي چې ٢٢٦٧ ساعته کیږي. په ورته وخت کې ٢٦٦١ ساعتونه غږونه لا پاتي دي چې باید واوریدل شي. او دا هر غږ باید دوه کسان واوري او تایید یې کړي ترڅو تایید شي که یو کس یې تایید او دویم یې رد کړي بیا دریم کس ته ځي دا په دې معني چې موږ شاوخوا ٦٠٠٠ ساعته اوریدلو ته اړتیا لرو چې د اوسني ثبت شوي غږونه Validation Progress مو سل سلنې ته لوړ شي. البته حتمی نده چې سل سلنه دي شي. فقط هرڅومره ډیر چې موږ واورو هماغومره مو ډیر غږونه تر ورستۍ ازموینه هم تیریږي او د کارولو وړ ګرځي نو ځکه له تاسو تمه ده په دې ورستۍ مرحله کې مرسته وکړئ او غږونه واورئ.
لینک یې دا دی:
https://commonvoice.mozilla.org/ps/listen
بله مهمه برخه چې موږ ورباندي لګیا یو هغه کامن وایس کې د طبعي وینا/ خپلواکه وینا یا Spontaneous Speech برخه ده. دلته موږ د معمول غوندي متن او جملې له مخې نه لولو ځکه لوستل او عامي عادي او طبعي خبري فرق لري موږ غواړو د یو عادي پښتون طبعي غږ ماشین ته ور وپیژنو نو ددې لپاره موږ شاوخوا سل عمومي ازادې او جذابې پوښتنې جوړې کړي دي مثلا ” د افغانستان د پرمختګ لپاره څه کول پکار دي او که واک له تاسره وي کوم کارونه به وکړې” دې ډول پوښتنو ته هرڅوک په خپل زړه ځواب ورکوي کولی شي یو، دوه الی پنځو دقیقو پوري وغږیږي او بیا موږ راځو ددې کس خبري په معیاري پښتو باندي لیکو یعني ټرانسکرایب کوو یې او په دې شکل موږ د پښتنو د طبعي خبرو او لهجو بڼه خوندي کوو او ماشین ته یې ورپېژنو. دا برخه موږ په محدود او ازمایښتي شکل پیل کړې ده یواځې هغه کسان چې په ښه کیفیت غږونه ثبت کولی شي هغو سره یې لینکونه شریکوو خو ورو ورور به دا چاره هم پراخه شي.
بس دعاګاني مو پکار دي.»
د جانداد جهاني او د ده د گروپ کار ته په کتو سره ما ته دا هیله پیدا شوې ده چې اوس پښتانه د کار په پیل کې نه، بلکې د کار په متن کې دي او که په همدې جدیت سره یې پرمخ بوزي، نو لرې نه ده چې پښتو ژبه به د نوې تکنالوژۍ کلیواله شي او هر پښتون به د نړۍ ټولو علمي پرمختگونو ته لاسرسی ولري او د هر پښتانه ترکور، کلي او وطن پورې به د علم رڼا ورسېـږي.
د همدېورځې په هیله!
ټول هغه کسان (اغلې/ ښاغلي) چې په دې پروژه کې کار کوي، زما لهپاره اتلان دي.
(آصف بهاند)
پای