تاند (شتبه، د کب/ حوت ۲ مه) د بریتانیا سالزبري Salisbury ښار به د افغان کلتور او خوړو د یو ورځني فستیوال کوربه وي.
دا وړیا فستیوال به نن (د شنبې ورځ، د اپرېل پر ۴مه) د سالزبري د هنرونو په مرکز Salisbury Arts Centre کې د غرمې له ۱۲ بجو څخه د ماخوستن تر ۸ بجو پورې دوام ولري.
د سالزبري ژورنال د راپور له مخې، میلمانه به کولای شي د له ۱۲ څخه تر ماښام ۶ بجو پورې له دودیزو افغاني خوړو خوند واخلي. همداراز به د ماسپښین له ۱ څخه تر ۴ بجو پورې په هنرونو، لاسي صنایعو، پخلي، د ګاڼو جوړولو او په نکریزو د لاسونو د سره کولو برخه کې وړیا ورکشاپونه ترسره شي. په همدې وخت کې به د افغانستان د کلتوري او سیاسي اړخونو په اړه د څو کارپوهانو له لوري بېلابېلې ویناوې او بحثونه هم وړاندې شي.
فستیوال به د ماښام له ۶ څخه د ماخوستن تر ۸ بجو پورې د افغاني دودیزې موسیقۍ په کنسرت پای ته ورسېږي. په دې کنسرت کې به دودیزې الې وکارول شي او څو هنرمندان لکه John Baily، Veronica Doubleday او Sulaiman Haqpana به پکې هنري نندارې وړاندې کړي.
جان بېلي او ورونیکا ډبلډې د ۱۹۷۳ او ۱۹۷۷ کلونو ترمنځ د افغانستان د لوېدیځ په هرات ښار کې اوسېدل، هلته یې له ځایي موسیقارانو سره زدهکړې وکړې او د ولسي موسیقۍ په اړه یې ژورې څېړنې ترسره کړې.
سلیمان حقپناه د هراتي کورنۍ غړی دی. هغه په ۱۹۹۰مو کلونو کې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته له کډوالۍ وروسته هلته د طبله زدهکړه کړه.
سالزبري ژورنال وايي، دا فستیوال د افغانستان د بډایه هنري او خوراکونو د دودونو نمانځنه ده او ګډونوالو ته دا فرصت برابروي چې نوې ذایقې وازمويي، په تخلیقي ورکشاپونو کې برخه واخلي او له فکري پلوه په ژورو بحثونو کې ګډون وکړي.
د نورو معلوماتو لپاره دا وېبپاڼه وګورئ: wiltshirecreative.co.uk