تاند (شنبه، د کب/ حوت ۲ مه) د فېشن یا مود نړیوال برانډ VETEMENTS په خپلو وروستیو نوښتونو کې یو ځانګړی او زړور ګام اخیستی او داسې کمیس یې معرفي کړی چې پرې د سوځېدلي اتو «آیرن برن» تصویر چاپ شوی دی. دا نوی ډیزاین د فېشن د مینهوالو په منځ کې د تاوده بحث سبب شوی دی. دا لوکس کمیس په شاوخوا ۱۱۳۹ امریکایي ډالرو پلورل کېږي، او د قیمت له مخې د فېشن په نړۍ کې یو ځانګړی کمېس بلل کېږي.
په لومړي نظر دا سوځېدلې نښه داسې ښکاري لکه جامه چې زیانمنه شوې وي، خو په حقیقت کې دا یو هنري ګرافیکي چاپ دی چې د معاصر فېشن د تخلیقي آزادۍ څرګندونه کوي.
د مود او فېشن متخصصان وایي چې د VETEMENTS په څېر برانډونه ورځني توکي، کلتوري عناصر او هنر د فېشن برخه ګرځوي، څو نوې تجربې رامنځته کړي او پېرېدونکو ته نوي او بېساری ډیزاینونه وړاندې کړي. دا کمیس د ورځني استعمال لپاره نه، بلکې د سټایل، د برانډ د ارزښت او د فېشن د کلیکسونرانو لپاره ډیزاین شوی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې کاروونکو د دې ځانګړي کمیس په اړه بېلابېل نظرونه څرګند کړي دي؛ ځینې یې دا د فېشن په نړۍ کې د تخلیقي آزادۍ او جرأتمنې مفکورې نښه بولي، خو ځینې نور وایي چې دا یوازې د پاملرنې د راجلبولو لپاره جوړ شوی ډیزاین دی.
د VETEMENTS دا اقدام یو ځل بیا دا خبره روښانه کوي چې فېشن یوازې جامې نه دي، بلکې د نظر څرګندولو او هنر وسیله هم ده، حتا که هغه د اتو د سوځېدلي نښې په څېر غیر دودیز ډیزاین ولري.