شنبه, فبروري 21, 2026
Homeخبرونهنن د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده

نن د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۲ مه/ د فبرورۍ ۲۱ مه) د فبرورۍ میاشتې ۲۱ ورځ د ملګرو ملتونو ادارې یونیسکو په غوښتنه د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په توګه په رسمیت پېژندل شوې او هر کال په دې موخه چې حکومتونه، کورنۍ او ادارې د مورنۍ ژبې ارزښت ته وهڅوي لمانځل کېږي.

مورنۍ ژبه هغې ژبې ته ویل کېږي، چې یو ماشوم یې له کوچنیوالي څخه له خپلې مور، پلار او یا له خپلو نژدې کسانو څخه زده‌ کړې.

د دې ورځې لمانځلو بله موخه د هغو لږکیو د ژبو ژغورنه ده چې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ۲۰۱۰ کال کې یو پرېکړه لیک تصویب کړ، چې له مخې یې هر کال د فبرورۍ میاشتې ۲۱ مه نېټه د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.

له دې نژدې یوه لسیزه مخکې د بنګله دېش خلکو د ملګرو ملتونو هغه مهال عمومي منشي کوفي عنان ته په یوه لیک کې د دې ورځې لمانځلو غوښتنه کړې وه.

خو په مورنۍ ژبه د لیک، لوست او ودې غوښتنې مبارزه له دې ډېر مخکې د بنګله دېش خلکو پیل کړه.

د پاکستان له رامنځته کېدو څه موده وروسته د دې نوي هېواد موسس او ګورنر جنرل محمد علي جناح د اوسني بنګله دېش پلازمېنه ډهاکه کې چې هغه وخت ختیځ پاکستان بلل کېده، یوې غونډې ته وینا کې وویل:

”اردو او یوازې اردو به د پاکستان رسمي ژبه وي. ”

نه یوازې د هغې غونډې ګډونوالو د ښاغلي جناح پر دې څرګندونو سخت غبرګون څرګند کړ، بلکې له هغه وروسته د بنګله دېش اوسېدونکو پراخ احتجاجونه وکړل، چې د ډهاکې پوهنتون یې مرکز و.

بنګالیان اندېښمن وو، چې که پر دوی بله ژبه وتپل شي، نه یوازې دا چې راتلونکي نسلونه به یې په خپله مورنۍ ژبه له زدکړو محروم پاتې شي، بلکې خپله بنګله ژبه به هم له منځه لاړه شي.

بل لور پاکستان حکومت د اردو رسمي کولو پر دریځ ټینګ پاتې شو او د محمد علي جناح له وفات وروسته د پاکستان اسمبلۍ د ۱۹۵۲ کال په جنورۍ کې د بنګله ژبې پر ځای چې د اکثریت ژبه وه، اردو د پاکستان رسمي ژبې په توګه ومنله.

له هغه وروسته د احتجاجونو، لاریونونو او مظاهرو یوه لړۍ پيل شوه، چې په همدې کال پاکستاني امنیتي ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۱ مه په ډهاکه پوهنتون کې د مورنۍ ژبې پر حق غوښتونکو مظاهره کوونکو ډزې وکړې، چې ډېری قربانیان یې محصلین وو.

له هغې پېښې څلور کاله وروسته بنګله ژبه په رسمیت وپېژندل شوه، خو ښايي ناوخته شوي وو، ځکه هغه لړۍ چې د مورنۍ ژبې حق غوښتنې لپاره پیل شوې وه، نه یوازې و نه درېده، بلکې تر هغې یې دوام وکړ، چې ۱۹ کاله وروسته بنګله دېش له پاکستانه بېل او د یوه ځانګړي هېواد په توګه د نړۍ پر نقشه رادبره شو.

بنګله دېش کې خلک هر کال د فبرورۍ ۲۱ د هغو شهیدانو ورځې په توګه لمانځي چې د مورنۍ ژبې حق غوښتنې په پار یې مبارزه پیل کړې وه.

د مورنۍ ژبې ارزښت

د جنوبي افریقا نامتو مبارز «نیلسن منډېلا» ویلي: که له یو چا سره په داسې ژبه خبرې وشي چې هغه یوازې مفهوم ترې واخلي، ستاسو خبره به د هغه مغز ته ولوېږي، خو که له هغه سره په مورنۍ ژبه خبرې وشي، ستاسو خبرې به د هغه زړه ته ولویږي.

د مورنۍ ژبې ارزښت په دې کې دی چې ماشومان کولی شي په اسانۍ  سره  خپل عواطف او احساسات تر نورو ورسوي.

بله ګټه یې دا ده چې زده‌کړه ورته اسانه وي او پرته له کومې ستونزې کولی شي د ژورو معلوماتو  مفاهیموته ننوځي.

د مورنۍ ژبې ارزښت په دې کې دی چې ماشومان کولی شي په اسانه خپل عواطف او احساسات تر نورو ورسوي.

بله ګټه یې دا ده چې زده‌کړه ورته اسانه وي او پرته له کومې ستونزې کولی شي د ژورو معلوماتو مفاهیموته ننوځي.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې لا هم په نړۍ کې کابو ۴۰ سلنه انسانان په خپله مورنۍ ژبه زده کړو ته لاسرسی نه لري. هر انسان حق لري چې په خپله مورنۍ ژبه ورته د زده‌کړو زمینه چمتو شي. کوم ماشوم چې خپلې زده کړې په مورنۍ ژبه کړي وي، له هغو ډېر ځیرک او پوه وي چې په نورو ژبو یې ښوونځی لوستی وي.

ژبه د یوه ولس د پېژندګلوۍ لومړنۍ او اساسي نښه ده. اشغالګر او ښکېلاکګر چې ډېری وخت پر کوم هیواد یرغل کوي، نو تر هر څه لومړی ترې مورنۍ ژبه اخلي. دوی پوهیږي چې د ژبې بدلون د یوه ولس د حافظې مېنځل او له خپلې ماضي سره یې پرېکون دی. یو کورد (کرد) لیکوال لیکي:((که چېرې زما مورنۍ ژبه ستا د دولت بنسټونه لړزوي، دا په دې معنا چې تا خپل دولت زما پر خاوره جوړ کړی دی.)) رسول حمزه توف په خپل کتاب (زما داغستان) کې لیکي چې په داغستان کې د مېندو تر ټولو بوږنونکې ښېرا دا ده چې یو چا ته د مورنۍ ژبې د هېرېدو او پرېښودو لپاره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد سنګروال اثر «د افغانستان وروستي نظامونه» چاپ شو

د استاد شهسوار سنګروال لیکل شوی اثر «د افغانستان وروستي نظامونه» د معاصر افغانستان د سیاسي تاریخ یوه ژوره او څېړنیزه هنداره ده، چې...