شنبه, مې 18, 2024
Home+پلوتو څومره پېژنئ؟

پلوتو څومره پېژنئ؟

تاند- له نن څخه (۹۴( کاله پخوا د ۱۹۳۰ د فبرورۍ په ۱۸ مه د پلوتو (Pluto) کوچنۍ سیاره کشف شوه.

دا سیاره د امریکا په ایروزونا کې د کلایډ تامبا له لوري له لاویل (Lowell) ترویتون څخه په استفادې کشف شوه.

تامبا د نیپتون بلې خوا ته یو خوځنډه جرم ولید. وروسته پر دغه جرم پلوتو نوم کېښودل شو. پلوتو په رومي اساطیرو کې د لاندینۍ دنیا د واکمن نوم دی.

ساینسپوهان له ډیرو وختونو راهیسي په دې بحث لري چې ایا پلوتو سیاره ده یا سیاره ګۍ. خو دوی په دې کې د نظر یووالی لري چې پلوتو د کشف له وخته تراوسه پورې له مداره په بشپړ ډول راچورلېدلې نه ده.

د دې لپاره چې پلوتو د لمر په شاوخوا کې له خپل مداره راګرځېدل بشپړ کړي، د مځکې ۲۴۸.۰۹ کاله وخت غواړي. په دې حساب پلوتو به د ۲۷۸ د مارچ په ۲۳ مه، د دوشنبې په ورځ له مداره راګرځېدا بشپړه کړي. خو د پلوتو په اړه په زړه پورې معلومات یوازې د هغې په مدار پورې نه رالنډیږي.

د لمریز نظام اکثره سیاري او مځکه تقریباً په بیضوي ډوله مدار کې تر لمر راګرځي خو د پلوتو مدار د مځکې او ګڼو نورو سیارو پرتله ۱۷ درجې توپیر لري.

له ۱۹۳۰ څخه د ۲۰۰۶ تر اګست پورې پلوتو د شمسي نشام نهمه سیاره ګڼل کېده، خو د پلوتو په باب د ستورپېژندنې د نړیوالې اتحادیې په وروستي تعریف کې دا یوه سیاره ګۍ ګڼل شوې او د جرمونو په ډله کې حساب شوې ده. که څه هم ځینې ستورپوهان له دې سره مخالف دي چې پلوتو سیاره ګۍ وبلل شي او ټینګار کوي چې هغه عادي سیاره ده.

پلوتو ته په فرانسوي ژبه پلوتون وايي. پلوتو یې انګلیسي بڼه ده.

په یوناني او رومي اساطیرو کې پلوتو د مړو د خدایانو نوم دی او له دې کبله یې دا نوم پر دې (پلوتو) سیارې ایښی چې هغه له لمره خورا لېرې ده.

پلوتو، چې اندازه یې د سپوږمۍ درېیمه برخه ده، له ډبرو او یخي جوړه ده.

د دې سیاره ګۍ قُطر ۲۳۷۰ کیلومتره دی او له مځکې سره اووه نیم میلیارد کیلومتره واټن لري.

دا سیاره ګۍ څو سپوږمۍ لري چې تراوسه پورې د هغې ۵ سپوږمۍ کشف شوي دي.

1 COMMENT

  1. (په دې حساب پلوتو به د ۲۷۸ د مارچ په ۲۳ مه، د دوشنبې په ورځ له مداره راګرځېدا بشپړه کړي. )

    د ۲۷۸ د مارچ په ۲۳ مه ؟ د ۲۷۸ عدد په معنی پوه نشوم؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب