هارون جمال
که څه هم د پاکستان له مسايلو سره کومه دلچسپي نه لرم؛ خو په دې موخه يې څارم چې هر حالت يې زما په هيواد مستقيم او غير مستقيم اغېز لري، له بلې خوا هلته مې قوم دی او د خپل قوم د بقا لپاره یې هره کړنه څارم، زړه مې درد کوي.
د عمران خان په واکمنۍ کې، کله چې په اړه یې د رایې د نه باور تحريک پیل شو، په ټولنېزو رسنيو به د مولانا فضل الرحمن ويناوې ډېرې ښکته پورته کېدې، ما د مولانا دا خبره واورېده چې وویې ویل: عمران خانه! دا د «جنکو» ميدان نه دی، په دې کې د جميعت په څېر «نوجوانان» پکار دی.
خو په سبا ورځ یې د عمران خان خبرې راغلې چې ویې ويل: یې سنو فضلو! مسټر ډېزل! تا ته خو مولانا ويل هم د مولانا له نوم سره بې اخترامي ده، مولانا به عمران خان ته د يهودو د ايجنټ خطاب کاوه، pdm یې رامنځته کړ، مولانا يې مشري په غاړه واخیسته، د عمران خان په ضد یې د عدم اعتماد (د نه باور) تحريک پیل کړ، ښایي مولانا ته د دغه تحريک د کاميابولو په بدل کې د پاکستان د پوځ لخوا غوړې وعدې ورکړل شوي وې، له هغې وروسته د مولانا په پلويانو حملې پيل شوې، چې تر ټولو خونړۍ هغه یې د باجوړ پېښه وه، دې حملې ته مولانا د سراسرې غندنې الفاظ وکارول، له توندو الفاظو يې ډډه وکړه، مولانا فکر کاوه که په سختو الفاظو يې وغندي ښايې پوځ ترې حفه شي، نو بيا به هغه غوړه وعده څوک ورسره ترسره کوي؟
د پاکستان پوځ هم ډېر ناځوانه دی، د مولانا دومره خدمتونو ته يې پاملرنه ونه کړه، په ټاکنو کې يې په بل مخ واړاوه، نو مولانا هم پردې ته لاس وروړ او يو څه یې کش کړه ، خو په دومره هنر یې دا خبره وکړه چې د خوش باوره پښتنو په زړونو کې يې يو ځل بيا د ځان له پاره يو څه پیدا کړل، او هم یې پوځ ته یو پيغام ورکړ، خو مولانا دلته هم په په ډیر هنر ټول پوځ ياد نه کړ، يوازې يې د دوو تقاعد شويو جنرالانو نومونه واخېستل، دا کار يې د دې له پاره وکړ، چې د پوځ اوسنۍ رهبري ترې ناراضه نه شي، همغه دوه جنرالان چې اوس د پوځ برخه نه دي د مولانا په قول ښه خلک نه وو، ګنې د پاکستان نور پوځ خو له اسمانه راښکته شوې فرېښتې دي.
مولانا دلته خپل وفادري له پوځ سره وساتله، د عوامو په ذهن کې چې د پوخ کوم منفي تصویر جوړ شوی و ، مولانا هڅه وکړه چې د خلکو ذهنونه معشوش کړي او په ذهنونو کې يې د پوځ يو مثبت تصوېر راولي.
خو مولانا د خپلو خبرو په بله برخه کې وويل: چې له دې امله ناکام کړل شو، چې له افغانستان سره یې د اړېکو ښه کولو هڅه وکړه او هم يې د فلستين د مسلمانانو د ملاتړ غږ پورته کړ او له دې کبله سزا ورکړل شوه. نو که له مولانا نه اوس دا پوښتنه وشي، چې تا خو به خلکو ته د يهودو د ايجنټ خطاب کاوه، خو اوس جې ته کوم پوځ د فلستين د ملاتړ له امله ناکام کړې، دغه پوځ ته کوم نوم ورکوې؟ د يهودو پوځ او که کوم بل نوم مو ورته غوره کړی؟
هيله ده که د کومې رسنۍ خبريال له مولانا سره مخ شو، همدا پوښتنه ورته مخې ته کېږدي او د مولانا ځواب پرې واخلي.