غالباً د کینیا د مشهور «استعمارضد» ناول لیکوال او ادیب نګوګي وا تهیونکو (Ngugi wa Thiong’o) ایله یو کال کېږي، چې وفات دی، هغه په خپل ۷۸ کلن ژوند کې د خپلو خلکو د شعوري ویښتیا او بدلون لپاره د ژبې او فرهنګ په تېره د ادبیاتو په برخه کې هغسې ادبي لار او سبک خپل کړ، چې که له یوې خوا د وخت د حاکمو او استعماري طاقتونو له خوا وځپل شو، جلاوطن شو او ترڅنګ یې په کورنۍ هم ورسره ستړې او سختې تېرې شوې؛ خو بلخوا یې د خپلو خلکو لپاره د فکر، کیسې او لیکوالۍ په ژبه د همدې پټو طاقتونو مرکزونه او ادرسونه داسې په نښه کړل، چې اوس د ده نوم او فکري طرز د ټولې نړۍ د مظلومو او محکومو ولسونو لپاره د مزاحمت او مبارزې استعاره ده.
دای که څه هم د خپل همدې مزاحمتي فکر په اساس د نړۍ د ډېرو خلکو د فکر او احساساتو استازی و؛ خو له مړینې وروسته یې د ده په اړه د نیویارک پوسټ ورځپاڼې په هغه نېمه صفحه لیکنه کې لولو، چې ده له خپلې ژبې سره د یوه منطقي فکر په تړاو هره تخلیقي لیکنه ډرامه، ناول او تهټر یې لومړی په خپله مورنۍ ژبه کې لیکه او بیا به یې نورو ژبو ته د ژباړې او ترجمې لارې لېدې.
د نګوګي په قول «هغه لیکوال او پنځګر چې په خپله ژبه لیکل نشي کولای او یا یې په لیکلو برلاسی نه لري، نه رښتیا لیکلی شي او نه یې ویلی شي» دا د نګوګي هغه موقف یا دریځ و، چې تر اخره یې له خپلې ژبې سره یې د مینې ترڅنګ د خپلو خلکو د ویښولو په هدف خپل کړی و. د ده په باور له ژبې سره تر ټولو سخته دوښمني همدا د وخت استعماري قوتونه لري، چې د مقابل طرف مسوولیت یې همدا د لیکوالو او پنځګرو طبقې ته راجع کېږي. د ده چې مورنۍ ژبه «کیکویو» ده، د کینیا یوازې دوه ویشت سلنه خلک یې پرې خبرې کوي او د همدې ژبې خلکو له برتانوي استعماره د ازادی په برخه کې ونډه هم د پام وړ وه. نګوګي که څه هم لومړی لیکنې په انګلیسي او یو شمیر نورو ژبو کې کولې؛ خو کله چې پوه شو، چې ژبه یوازې د اړیکې وسیله نه ده؛ بلکې د هویت، تاریخ او د حافظې د ساتنې عملي ارزښت دی او په باور یې «که یو ولس خپله ژبه له لاسه ورکړي؛ نو په واقعیت کې خپل فکر، خپل روایت او خپل راتلونکی له لاسه ورکوي» ځکه خو ده د استعمار پر وړاندې تر ټولو مهمه مبارزه د ټوپک او تفنګ نه، بلکې همدا د قلم او ژبې مبارزه ګڼله.
ده په دې برخه کې دومره کړاوونه وګالل، چې حتی په اورېدو یې هم بنده بې حسه کېږي؛ مثلاً کله چې دای له دوه ویشت کاله جلاوطنۍ وروسته هېواد ته ستون شو؛ نو د نامعلوم کسانو له خوا پرې هملته په وطن او استوګنځای کې برید وشو، چې د نور تشدد یا تاوتریخوالي ترڅنګ یې بریدګرو د ده په میرمن د ده ترمخه جنسي تېری هم وکړ.
د نګوګی فکر او مبارزه الهام راکوي، چې ژبې یوازې په شعارونو او نعارو وهلو نه وي ژوندی، بلکې عملاً د ژوند او مبارزې یو کلک فکري او تخلیقي هوډ او مبارزه غواړي. ترڅنګ مو یې په دې هم پوهوي، چې د ژبو مخالفت او یا یې په زوال کې د وخت د لویو او استعماري قوتونو ځپنه د توطیې تیوري نه ده؛ بلکې دا ثابته خبره ده، چې دوی تر هغه عملي یرغل او تپنې یې د خپل استحصالي او استثماري طبعیت په اساس د نورو په فکر، علم او تخلیقي قوتونو زیات بلوسي. تر هغې چې خلک د خپلو ژبو او په هغې کې د پرتو فکرونو، سوچونو او خیالونو خپل بوزغلي کېننوي؟ ژبه او په ژبه کې پروت هیڅ علمي او فکري اساس یې خپل او قدرمن کېدای نشي.
د ژبې قدرول او درنول دا هم نه دي، چې یوازې همدا د یوشتمې فبروری په ورځ دې یې په ارزښت او درنښت اوږدې اوږدې لیکنې، خبرې او موسمي ریفرنسونه وکړای شي؛ تر ټولو ستره او عظیمه مبارزه یې دا ده، چې خلکو ته یې د لیک او لوست جوګه او په ورکړه کې د خپل فکر او خاورې احساس ورکړو. بله یې دا چې ژبه هغه وخت ژبه وي، چې معاصریت خپل کړي، په ژبه کې د معاصریت مانا دا ده، چې تخلیقي او علمي اساس یې باید ورغول شي او دا رغېدنه یې د علم او تخلیق تولېدول او پیدا کول دي. که داسې نه وي، نو ژبه یوازې په غورځو او پرځو هغه ماتې بېړۍ ته ورته ده، چې نابودي او غرقېدل یې (خدای مه کړه) بېخي یقیني او حتمي دي.
د ۲۱ فبروري د مورنیو ژبو د نړېوالې ورځې په پار.